د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ باید افغانستان کمزوری ونه ګڼو

الهام یاسیني 04.05.2010 01:48

                                       (انځور د کرکټ انفو ځخه)

د کرکت د نړیوالې شورا د ویب پاڼې څخه:

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ګریم سمت وايي، موږ باید  د  نړیوال شل اوریزو اتلولیو دویمه سیالي له افغانستان څخه وګټو خو موږ باید افغان لوبډله کمزورې ونه ګڼو.

سمیت وایې ((موږ خفه یو چې  د یکشنبې [د انډیا سره] پر ورځ مو ۱۵ منډې مخکې لوبه پای ته ورسوله، په C ګروپ کې د چهارشنبې په ورځ  د افغانستان خلاف اخری لوبه لرو چې تر هغې په به ورته ځان پیاوړی کړو، موږ باید دا لوبه وګټو خو باید افغانستان هم کمزوری ونه ګڼو، دوی[افغانانو] پیاوړی لوبډله ده چې نړیوالو اتلولیو ته رارسیدلي، موږ باید  د افغانستان سره د لوبې لپاره ځینې بدلونونه راولو او مخکې له دې چې لوبه وکړو ځانونه تیار کړو)).

سمیت وايي چې د لوبډلو تر منځ ډېر کم توپیر دی او هر یو غواړي چې په سیالیو کې بریالي شي خو د هره لوبه د هرې لوبډلې بخت ازموي.

د نړیوالو شل اوریزو اتلولیو څخه څو ورځې مخکې هم ګریم سمت څرګندونې کړي چې (( افغان لوبغاړي ډېر  پیاوړي استعداد لري، د نړۍ د دویمې درجې د لوبډلو څخه يي ډیرې لوبې وګټلې او زموږ سره به يې لوبه ډیره حساسه وي)).

افغانستان د سویلي افریقا سره په نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې دویمه سیالي د می په پنځمه نېټه د سویلي افریقا سره لري، د افغانستان په وخت د شپې ۱۰ بجې پېل کیږي.

افغانان هندوستان سره لوبه د ګټلو په هيله پيل کړې وه او په راتلونکې لوبه کې هم د ګټلو پلان لري. په تېرې دوه ورځو کې په برباډوس کې روزونکي کبيرخان توپ وهونکو ته په شارټ بال (لنډکي) او باونسر (ټپکي) تمرينونه ورکړي دي. په راتلونکې لوبه کې د توپ اچونې په ترتيب کې هم امکان لري بدلون راشي ځکه په تېره لوبه کې کپتان نوروز منګل حميد حسن ډېر وروسته ولوباوه او شاهپور ځدراڼ یې پرېنښود چې خپل اورونه پوره کړي. هندوستان سره له لوبې وروسته شنونکو د توپ اچونې په ترتيب کې په کپتان نوروز منګل نيوکې وکړې.