د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اماراتو روزنکی: افغانان ښه لوبه کولای شي چې ویې کړي

کرکټ څانګه 02.05.2010 13:53

الهام یاسیني

       

شاه حسین د خیبر پښتونخوا دی،افغان لوبغاړو سره ډېره مینه لري، افغان لوبغاړو ته يې  د غرب الهند له تلو مخکې د فیلډنګ تخنیکونه ښوول

د متحده اماراتو د ملي لوبډلې مرستیال  روزونکې شاه حسین ټول افغان ته وویل چې افغانانو ښه لوبه کولای شي  چې ویې کړي.

ښاغلی شاه حیسن په دې باور دی چې د لومړي ځل لپاره افغان لوبډله داسې یوې لوبډلې سره مخ کیږي چې لوبغاړي یې د خپل عمر څخه ډېر د کرکټ تاریخ په هیواد کې لري، افغانانو اوس هم ډیره ښه لوبه وکړه او له هر چا پیاوړي او له دې هم ښه لوبه کولای شي.

د هندوستان سره به بیګانۍ لوبه کې نوموړی د افغانستان د ویکیټو تر منځ منډه ستایې چې د پخوا په نسبت په منډو کې د لوبغاړو همغږي او تیزوالی زیات شوی دی، فیلډنګ یې هم له پخوانیو سیالیو په کچه ښه شوي خو ځینې خطاګانې لرلي چې هغه له هرې لوبډلې کیږي خو هیله ده چې تکرار یې نکړي.

 خوو له بدمرغه کومو لوبغاړو ته مو چې تمه و لکه  شهزاد محمدي، محمد نبي، کریم صادق او نوروز منګل هیڅ ونکړ که  دوی له جذباتو څخه کار نه وای اخستی او یو پکې هم چلیدلی وی نو هندوستان بیګانۍ لوبه نشوی ګټلې.

شاه حسین وايې چې د افغان لوبډلې پېل ښه نه او زیات شمېر لوبغاړي یې په لنډټوپ وهونکي یعنې(شارټ بال) او جګ ټوپ وهونکي ( باونسر) توپونو وسوځیدل او ورته پکار ده چې دسویلي افریقا له  لوبې څخه مخکې د دې توپونو د لوبولو تخنکونه زده کړي.

دافغان لوبډلې څېرې له انځورونو څخه ډېرې پیاوړې بریښیدلي د لوبغاړو رنګونه  ښه و، د لومړي ځل لپاره د تلویزوني  کمرو او سترو لوبډلو مخامخ  داسې څرګندیدل  ښه صفت دی، افغان لوبډلې ته پکار دي چې له جذباتو کار وانخلي  په سوچ او تخنیک لوبه وکړي.

د شاه حسین په نظر باید افغان لوبډلې په کراره توپ اچونکې د هندوستان خلاف نه وای لوبولې، کریم صادق او نوروز منګل ته نه و پکار چې اورونه یې کړي وای، تیز توپ اچونکو ښه نتیجه ورکړه او باید حمید حسن ته مخکې توپ اچونه ورکړل شوی وای.

ښاغلی وايې چې اوس سویلي افریقا د افغان لوبغاړو لوبه ولیدله، سویلي افریقا سره باید افغانان د دې لوبې غلطۍ تکرار نه کړي او نه خپل مورال له لاسه ورکړي افغانان د هر چا په خلاف لوبیدلی شي، لومړۍ اوپنران باید ښه لوبه وکړي، که افغانستان د سویلي افریقا خلاف  ۱۵۰ منډې وکړي او خپل فیلډ او توپ اچونه پیاوړي کړي نو سویلي افریقا ته يې ګټل سخت دي.

د ټول افغان د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سویلې افریقا د لوبغاړو خامیانې څه دې چې افغان لوبغاړي ورته پام وکړي وویل، د سویلي افریقا توپوهونکي تیز توپ اچونکي ښه لوبوي او ډېرې منډې ترې اخلي، د سویلي افریقا لوبډله کې یوازې جاکیو کالیس  په کراره توپونه (سپین) ښه لوبوي، کچېرته افغان لوبډله ورو توپ اچونکو(سپنرانو)  ته چانس ورکړي او هغﺉ په ذمه وارۍ توپ واچوي نو د سویلي افریقا مخه ډب کولای شي.