د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وسیم اکرم: افغانان باید د ملي لوبډلې په لوبغاړو فخر وکړي

کرکټ څانګه 01.05.2010 15:36

د لوبې له پېل کیدو څخه څو ساعته مخکې د هندوستان څخه خپریدونکې تلویزوني چینل (سټار کرکټ) د نړیوالو شل اوریزو اتلولیو پر پروګرام کې د پاکستان د کرکټ تکړه پخواني لوبغاړي وویل چې په ډېرو لږو امکاناتو د افغانستان لوبغاړي په کرکټ کې ستر ځای ته رسیدلي، د افغانستان خلک باید په دوی[د ملي لوبډلې په لوبغاړو] فخر وکړي.

د همدې پرووګرام بل کوربه زیاته کړه چې د حیرانتیا خبره ده افغانان یو د کرکټ لوبې میدان نلري او دې ځای ته یې ځان راورساوه.

وسیم اکرم وايې چې هندي لوبغاړي د افغانانو په اړه بشپړ معلومات نلري دا یو ښه صفت هم کیدای شي او بد هم، هغه وايې چې د پوره معلوماتو ده نه لرلو په وجه به هندوستان کوښښ کوي چې له هر وخته ښه او په زیرکتیا لوبه وکړي.

د هندوستان او په نورو نړیوالو  تلویزونونو کې د  افغان ملي لوبډلې د لوبغاړو په اړه معلومات ټول د پاڼو له مخې لولي خو د نورو هیوادونو د لوبغاړو په اړه داسې معلومات وړاندې کوي لکه هر لوبغاړی چې خپله ناست وي.

بیګا شپه  ملي لوبډلې روزونکې او کپتان نوروز منګل رسنیو ته ویلي چې دا ښه زېری دی چې زموږ په اړه څوک پوره معلومات نلري او د هندوستان خلاف به حیرانونکې لوبه کوو چې د لوبې روسته مو همیشه یاد ساتي.