د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کابله تر برباډوس: زما د ژوند سختې شيبې په ما تېرې شوې

تاج ملوک عالم 01.05.2010 15:01

دا د افغان لوبډلې د مرستيال روزونکي تاج ملوک عالم ليکنه ده چې له کابله تر ويسټ انډيز پورې یې خپل سفر په کې بيان کړی دی. نوموړی به د نړیوال جام په دوران کې تاسو ته په دوامداره توګه د خپلې تجربې په اړه په ټول افغان ټکی کام ليکل کوي. پورته انځور يې په لاره کې د لندن په هوايي ډګر کې اخيستی دی.

له کابله تر برباډوس: زما د ژوند سختې شيبې په ما تېرې شوې

تاج ملوک عالم د ملي لوبډلې مرستيال روزونکی

د شلو اورونو په نړیوال جام کې برخه اخيستنه زما د ژوند تر ټولو مهمه سيالي ده. د دې سيالۍ لپاره له هغې ورځې په تمه يم چې په دوبۍ کې ورته کواليفای شو. هره ورځ به مې د لوبو په اړه د ځان سره فکر کاوه. تر دې چې خبر راغی چې بايد د برتانيې د ويزې لپاره پاسپورت ورکړم چې ويزه واخلو ځکه ويسټ انډيز ته زموږ لاره په برتانيه وه.

د برتانيې ويزې ډېر وخت ونيوه. کله چې لوبډله په لاهور کې د تمرين لپاره تلله ما، سلاکار وزير صيب شهزاده مسعود، ډاکټر ايمل شينواري او ويډيو اناليست داود بابر په اسلام اباد کې د ويزو لپاره د برتانیه سفارت ته پاسپورتونه ورکړل. خو ويزو له توقع ډېر وخت واخيست. لوبډله له لاهوره کوېت ته لاړه او په کوېت کې یې د له سيالۍ ګټلو وروسته شارجې ته لاړل خو زموږ ويزې لا نه وې راکړل شوې. اخر چې ويزې راغلې بيا فيډکس ويل چې بل چا ته یې نه ورکوو سړی بايد پخپله واوسي چې ورته یې ورکړو. اسلام اباد تلل بيا ضروري و.

ويزه چې لاس ته راغله نو بيا د ټکټ او سفر برابرول یو ستر چيلنج و. له کابله د اپرېل په ۲۸مه نېټه (د چارشنبې په ورځ) زه، وزير صيب، ډاکټر ايمل او بابر یو ځای دوبۍ ته وخوځېدو. دوبې ته ورسېدو. افغان ژورناليست الهام ياسيني راته په هوايي ډګر کې په تمه و. له هغه ځايه یې کور ته یووړو. له دوبۍ څخه لندن ته مو په سفر کې لا وخت وو.

په ۲۸ نېټه افغانستان د ایرلينډ سره تمريني لوبه لرله. په ګډه مو د الهام ياسيني په کور کې وکتله. په ټول افغان به مې کله کله په ژوندې ډول نظر هم ورکولو. افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه او ايرلينډ ته په ماتې ورکولو یې هندوستان او جنوبي افريقا ته سخت پيغام ولېږه. په هندوستان او سويلي افريقا د فشار لوړولو لپاره دا لوبه ګټل موږ ته ډېر ضروري و.

په ۲۹ د اپرېل (پنجشنبه) لندن ته له الوتنې درې ساعته مخکې د دوبئ د هوايي ميدان درېم ټرمينل ته روان شو. موږ د امارات هوايي شرکت په الوتکه کې سفر درلود. په لاره مو د لوبډلې د لوبې او په ایرلینډ د بري په اړه خبرې کولې. چې ټرمېنل ته ورسېدو، د پاسپورټ درک مې نه و، هر څومره چې مې ولټاوه، ومې نه موند. ډېرې منډې ترړې مې ووهلې، سخت خفه شوم. زما د ژوند په داسې مهمو شېبو کې د پاسپورت ورکېدل زما د ژوند تر ټولو سختې شيبې وې.  وزير صيب، ډاکټر ايمل، او بابر بورډينګ پاسونه واخيستل او الوتکې ته روان شول. ډېر مې وژړل. ډېر زيات مې وژړل. زه لا په ژړا بوخت وم چې الهام راغی او راته یې وويل چې پاسپورت په دويم ټړمينل کې د هوايي ډګر مامورينو تېره ورځ موندلی دی. دا نو راڅخه تېره ورځ له کابل څخه دوبۍ ته رسېدو په مهال په دويم ټرمينل کې غورزېدلی و. ما به یوه منډه د بورډينګ کړکۍ ته کوله او بله به مې پورته منزل ته چې الهام د مامورينو سره له دويم ټرمينل څخه د پاسپورت د رارسولو هڅې کولې کوله. اخر راڅخه الوتکه لاړله. پوليسو ويل چې پاسپورت موږ په خپله له دويم ټرمينل څخه درېم ټړمينل ته وړو. که نه موږ کولای شو چې په نيمه ساعت کې دويم ټړمينل ته لاړ شو او بېرته درېم ټړمينل ته راشو.

پاسپورټ رارسېدو درې ساعته ونيول. اوس نو معلومات نه و چې په نورو الوتنو کې به ځای وي او که نه چې زه په وخت لندن او له هغه ځايه ويسټ انډيز ته ورسېږم. د اماراتو هوايي شرکت ته ورغلم او په  بله الوتنه کې مو د سفر غوښتنه وکړه.  شرکت هم په ايسلينډ کې د اورشيندونکي غر د اور غورزونې له امله په تېرو ورځو کې ډېرې الوتنې لغوه کړې وې او راتلونکې الوتنې یې ډکې وې. کله به چې د بوکينګ د نه شتون سره مخ شو نو شرکت ته به مې ډېرې زارۍ وکړې. د هغوی زړه به راباندې خوږ شو او بيا به یې پلټنه پيل کړه.

ډېر خفه وم او هغه خيال مې چې لرلو چې د هر لوبغاړي خونې ته به ورځم او ورسره به د هندوستان لوبې ته بېل بېل پلان جوړوم د خطر سره مخ و. هر لحظه به مې ځان سره حساب کولو چې کله به ويسټ انډيز ته زر رسېږم چې د لوبډلې سره ووينم او پلان جوړولو کې ورسره برخه واخلم.

امارات مې د ويسټ وينډيز او لندن ويزې وکتلې او اخر یې په یوه الوتکه کې ورځای کړم. لندن ته روان شوم. د اپرېل په ۲۹ مه درې بجې وې چې لندن ته ورسېدم. له دوبۍ د لندن ګيټويک هوايي ډګر پورې ۷ ساعته سفر مې د ژوند سخت ترين سفر و. اندېښنه مې دا وه چې له لندنه بربادوس ته الوتنه هم راڅخه تللې وه. د هغې بوکينګ هم راسره نه و.

د رسېدو سره سم برټش ايرويز ته ولاړم او بربادوس ته د سفر لپاره مې د اپرېل په ۳۰م په الوتکه کې بوکينګ وکړ. ايمګرېشن ته ولاړم او ورته مې وويل چې په لندن کې شل ساعته دمه لرم او د ټرانزيټ ويزه راسره شته دی او بهر ته وتلو اجازه مې وغوښته. هغوی اجازه راکړه او چې ووتم زموږ د کرکټ پخواني ملګري خليل بيک ته مې ټيلي فون وکړ. هغه له یو ډېر لرې ځای څخه راپسې راغی. د هغه راتګ کابو درې ساعته ونيول. په لندن کې دومره يخني وه چې پښې مې يخې شوې او کار یې کابو پرېښی وو.

 خليل سره کور ته ولاړم او بيا مو د کرکټ يو بل ملګري اعظم خان سره وليدل. د هغه کور هوايي ډګر سره نږدې و، خوب مې هغه کره وکړ او سهار نهه بجې یې هوايي ډګر ته ورسولم. الوتکې ته په ختلو ډېر خوښ شوم چې له خيره اوس به لږ تر لږه ويسټ انډيز ته د هندوستان سره په سانت لوشيا کې له لوبې مخکې ورسېږم. مازديګر یوولس بجې وې چې بربادوس ته ورسېدم.

اوس نو برباډوس څخه سانت لوشيا ته تلل یو بل سرخوږی و. د کرکټ نړيوالې شورا والا راته وويل چې په الوتکه کې ځای نشته چې نن دې ورسوو. کله غوصه، کله زارۍ خو اخر باوري شوم چې د می په لومړۍ نېټه (خالي ورځ) سهار څخه مخکې نه شم تللی. د سهار په ۸ بجو الوتنه کې یې راته ځای راکړ.

په بربادوس کې د هلټن هوټل ته ولاړم او ويده شوم. د شپې ناڅاپه درې بجې راپاڅېدم، ويرېدم هسې نه چې له دې الوتکې پاتې شم. دا دی د سهار ۵ بجې دي او دا کرښې ليکم.

زه د خپل ژوند تر ټولو بدو حالاتو څخه تېر شوم. سر مې داسې دی لکه پړسېدلی چې وي. درې شپې کېږي چې سم خوب نه راځي. اوس مې هم سترګو کې اوښکې ډنډ دي. زړه مې وايي چې د دې سختو څخه وروسته الله پاک په ننۍ لوبه کې فتح راکړي نو ايله به مې دا ستوماني ووځي. هيڅ کار بې حکمته نه وي او الله پاک به ضرورو کوم حکمت زما به دې دومره تکليف کې ماته ليکلی وي.

زه هيله مند يم چې ننی ميچ به وګټو.  هندوستان هم د فشار لاندې ده. په لوبغالي کې به ډېر ملاتړ د دوی وي خو له هندوستان پرته به د نورو هېوادونو ملاتړ زموږ وي ځکه چې په داسې سياليو کې له مخالف لورې د هېوادوالو څخه پرته د نورو هېوادونو ملاتړي د نوو لوبډلو ملاتړ کوي.

هندوستان زموږ له بيټنګ، فيلډنګ، او بالنګ څخه هيڅ خبر نه دی. دا زموږ په ګټه دي. که کريم صادق او نور علي ښه پيل وکړي او لومړي شپږ اورونه مو ښه ولوبول او ويکټې مو په کې وساتلې، نبي، نوروز، شهزاد او اصغر په ذمه وارۍ بيټنګ وکړي، نو بيا لوبه ګټلی شو. معلومات نشته چې د حميد او شاهپور سره به ميرويس اشرف وي او که دولت احمدزی، خو د تېزو بالرانو تر څنګ نن د سپنرانو ورځ ده. کريم او نبي ته تمه ډېره ده چې نن ښه سپن وکړي.

لږ وروسته هوايي ډګر ته روانېږم چې د سهار په ۹ بجو سانت لوشيا ته ورسېږو. له رسېدو نيم ساعت وروسته لوبه پيل کېږي. هلته به له هوايي ډګر څخه نېغ په نېغه لوبغالي ته ځم. کريم صادق (زما ورور) ته مې ويلي دي چې زما د سپورت جامې ځان سره لوبغالي ته يوسي. هلته به په ډرسنګ روم کې له جامو بدلولو وروسته لوبډلې سره غاړه کېږم. الله پاک ج دې وکړي چې الوتنه وکړم او په وخت لوبغالي ته ورسېږم.

په دوبۍ کې له افغان ژورناليست الهام ياسيني څخه ډېره مننه کوم چې زما ارمان یې پرېنښود چې خاورې ايرې شي او په لندن کې د خليل بيک او اعظم خان ډېره مننه کوم چې د سفر اسانتياوې یې راته برابرې کړې.

په پای کې که تاسو د سيالۍ په اړه هر ډول پوښتنه لرئ له ما یې د ټول افغان د کرکټ په څانګه کې د تبصرو په خونه کې کولای شئ. هندوستان سره له لوبې وروسته به زه کوښښ وکړم چې ځواب یې کړم.