د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په شل اوره سياليو كې به د افغانستان بخت بېداره وي

جاويد صبوري 01.05.2010 13:27

انټرنېشنل هېرالډ ټربيون، هاو رېچارډز
ژباړن: جاويد صبوري


نن چې افغانستان د شل اوره نړېوالو لوبو كې د هند پر وړاندې دريږي، د كرېكټ لوبيدلو بدلونونه به په چټكۍ سره رامنځته شي.
هند د كرېكټ اقتصادي غول دى. د كرېكټ ټوليز عاېد درې پر څلورمه له هند څخه ترلاسه كېږي. د هندې لوبغاړو خوښونكي يا فېنز او شتمنۍ مليونونو ته رسيږي.
افغانستان د دې ټورنمېنټ نوې راڅرګندېدونكې لوبډله ده چې د دې لوبې په لويو ډګرونو كې خپل پل پرېږدي. دا د كرېكټ نه باور كېدونكې څېره ده.
د افغانستان لوبډله چې د يوه بې وزله او جنګ ځپلي هيواد څخه چې د كرېكټ هيڅ ډول تاريخ نه لري، په ډيرې تيزۍ سره رامېدان ته شوې، په ګډوالۍ كې د ستونزو ډکو ورځو شپو محصول دى.
نن د افغانستان او د كرېكټ نړۍ يو تر ټولو لوى ټيم، هند، ترمنځ به يوه رښتيني لوبه وي. د افغانستان لوبغاړي نه يوازې ځان سره د ځوانۍ غرور لري- ويل كېږي د افغان لوبډلې ټول غړي له ۲۶ كلونو څخه كم عمر لري- بلكې د هغوى د ژوندانه تجربې د لوبې په ډګر كې د هغوى ځواك دى.
لكه څرنګه چې د جنوبي افريقا لوبډلې مشر ګرېم سمېت د هغه افغان بېټس مېن په ځواب كې چې ويلي يې وو هغه له پاسمن ډال سټين څخه نه ويريږي، وايي: "زه به هم نه ډارېدی، كه چيرې زه هم په يوه جګړه ځپلي سيمه كې پيدا شوى واى."
يوازې دوه كاله وړاندې افغانستان د كرېكټ نړېوالو لوبو په پنځمه درجه لوبډولو كې شمېرل كېدو، بايد منطقاً اوس د خپلې توانمندۍ وروستي پړاو ته رسېدلى واى. كه څه هم دغه خبره د افغانستان په اړه د دې لوبې په بېلابېلو پړاونو كې ويل شوې. هندي لوبډله بايد ډېره محتاطه وي. هند لا اوس هم د ۲۰۰۷ كال نړېوال جام كې د بنګلادېش له لاسه خپله ماتې خوړل په ياد لري. كه چېرې هند افغانستان ته خپله لوبه وبايلي، نو يوازې ۲۴ ساعته وروسته په خپلې دويمې لوبې كې د جنوبي افريقا په څېر هېواد پر وړاندې درېدل به ورته ډېر ستونزمن وي.
يوې سيالۍ كې هېجان راوستلو په څېر به بل هيڅ نه وي. په سياليو كې يوه بله نوې راڅرګندېدونكې لوبډله، اېرلنډ واردمخه مخكې تردې چې افغانستان سره كومه لوبه وكړي، د وېسټ انډيز پر وړاندې خپله لوبه تيره شپه ترسره كړه.
د وېسټ انډيز لوبډله په ميدان او له هغې څخه بهر به هڅه وكړي چې بريا ترلاسه كړي. وېسټ انډيز هڅه كوي چې د ۲۰۰۷ كال پاى لوبې په څېر، د دې جام پایلوبه چې د مې مياشتې په ۱۶ نېټه به ترسره شي، له لاسه ورنه كړي. همداراز وېسټ انډيز بايد د ترينېداد او تباكو په څېر له تحرك څخه ډګ احساس سره ولوبيږي.
د دې ټورنمېنټ پېلدونكې لوبې كې به سريلانكا له نيوزيلانډ سره ډګر ته ووځي. د شل اوره لوبو وړاندوينه په رښتيا هم ستونزمن كار دى. كه څه هم داسې نښې نښانې شته چې استراليا- چې د ۵۰ اوره نړېوالې لوبې يې درې ځل په پرله پسې توګه ګټلي- دا ځل په شل اوره لوبو كې هم وځلېږي. استراليا له وروستيو ۵ لوبو څخه څلور ګټلي او يوه يې برابره شوې. خو بل خوا ته هغوى د زېمبابوې پر وړاندې خپله دوستانه لوبه وبايلله.
دا د شل اوره لوبو دريم نړېوال جام دى. تير جام پاكستان ګټلى او دا ځل هم د هغې د ګټلو چانس زيات دى. خو د هغې يو شمير تكړه لوبغاړي لكه پخواني كپټان يونس خان په څېر افراد د ځينو لانجو له كبله له ډلې څخه ويستل شوي.
افغانستان د لوبې يرغليز سټاېل له پاكستاني لوبغاړو زده كړى، خو بايد هيله ولرو چې د لوبډلې د مديريت بېلګې له كوم بل ځايه زده كړي. ځينې شمېرې دا جوته وي چې ښايي بنګلادېش پاكستاني لوبغاړو ته د سر درد شي.