د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نیوزیلینډ په دوه ویکټو سریلنکا ته ماتې ورکړه

کرکټ څانګه 01.05.2010 01:00

په نړیوالو شل اوریزو اتلولیو کې نیوزیلنډ لومړۍ لوبه له سریلنکا څخه په دوو ویکټو وګټله.

پچه سریلنکه وګټله او په لوبه یې پېل وکړ، د شپږو لوبغاړو په سوزیدو یې نیوزیلند ته په شلو اورونو کې ۱۳۵ منډې هدف وټاکه، نیوزیلنډ د اتو لوبغاړو په سوزیدو د شلم اور په څلورم توپ شپږیزه ووهله او لوبه يې په خپله ګټه پای ته ورسوله.

شنونوکې په دې باور دې چې سریلنکا ښه فیلډنګ ونکړ نو ځکه یې لوبه ونه ګټله، د سریلنکا توپ اچونکي  ملینګا که د ویکټو تر منځ د نیوزیلنډ لوبغاړی سوزولی وی او ویکټه یې نه وای خطا کړي نو نیوزیلنډ سریلنکا ته هدف نه شو پوره کولای.

د سریلنکا او نیوزیلینډ د لوبې د ډېرو معلوماتو لپاره لاندې تڼۍ زور کړئ:

د سریلنکا او نیوزیلینډ د لوبو سکور کارډ