د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډله له ګيانا څخه سانت لوشيا ته ورسېده. لومړۍ لوبه به د خالي په ورځ هندوستان سره کوي

کرکټ څانګه 29.04.2010 19:03

افغان لوبډله له ګيانا څخه سانت لوشيا ته په ځانګړې الوتکه کې سفر ته تياره نيسي.

افغان لوبډله نن له ګيانا څخه سانت لوشيا ته ولاړه.

په ګيانا کې افغانستان د اپريل په ۲۸مه نېټه د ايرلينډ سره تمريني لوبه وکړه او په ۵ ويکټو یې مخالفه لوبډله ماته کړه.

د افغان ملي لوبډلې د رسنيزو چارو مسوول شهريار خان له سانت لوشيا څخه ټول افغان ته وويل چې لوبډله په چارټر يا ځانګړې الوتکه کې سانت لوشيا ته له ګيانا څخه ورسول شوه. مخکې له بربادوس څخه هم د چارټر الوتنې له لارې لوبډله ګيانا ته رسول شوې وه تر څو د ايرلينډ سره لوبه ترې تېره نه شي.

د افغانستان او ويسټ انډيز یوه تمريني لوبه ځکه لغوه کړای شوه چې افغانستان ونشو کړای د ایسلينډ د اورشيدونکي غر د پارېدو او د لندن په اسمان کې د لوګو له وجې ويسټ انډيز ته په ټاکلي وخت سفر وکړای شي.

په سانت لوشيا کې به افغان لوبډله د می په لومړۍ نېټه د هندوستان لوبډلې سره په شل اوريز نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کوي.

شهريار خان وايي چې ايرلينډ ته له ماتې ورکولو وروسته د افغان لوبغاړو مورال نور هم لوړ شوی دی او د هندوستان مقابلې ته چمتو دي.

د يادونې ده چې د هندوستان لوبډله د IPL له پای ته رسېدو سمدستي وروسته ويسټ انډيز ته روانه شوه او دا مهال په سانت لوشيا کې ده. د هندوستان د لوبډلې ډېر لوبغاړي چې په IPL  کې مصروف وو ونشو کړای ويسټ انډيز ته په وخت ورسېږي او تمريني لوبې وکړي.

سره د دې چې د هندوستان لوبغاړو پخوا په ويسټ انډيز کې ډېرې لوبې کړي دي او د آب و هوا سره یې اموخته دي خو دا د افغان لوبډلې په ګټه ده چې د هندي غاړې لوبغاړو په ويسټ انډيز کې لا د یوې لوبډلې په ډول د لوبې کولو فرصت نه دی پيدا کړی. خو د هندوستان کپتان ډوني وايي چې دوه ورځې لري او د ويسټ انډيز د حالاتو سره به ځان اشنا کړي.

هندوستان د افغانستان په پرتله ډېره پياوړې لوبډله ده او شنونکي د افغانستان د برياليتوب وړاندېوينه نه کوي. خو افغان لوبډله تصميم لري چې هندوستان ته د ماتې ورکولو په موخه لوبه وکړي.

مرستيال روزونکي تاج ملوک - چې دا مهال د کرکټ لندن او له هغه ځايه ويسټ انډيز ته په لاره دی - وايي چې که افغان لوبډله په لومړي پنځه اورونو کې تېزې منډې جوړې کړې او هندوستان له ۱۵۰ ډېر هدف ورکړي نو توپ اچونکي تکړه دي او افغانستان ته د هندوستان د ماتولو چانس په لاس ورځي.

د لوبډلې روزونکی کبيرخان رسنيو ته ويلي دي چې ((روښانه ده چې موږ په ګروپ کې دوه ډېرې ښې لوبډلې لرو، موږ په دې پوهېږو، خو په شل اوريزو لوبو کې هرڅه امکان لري. هر څوک چې ښه لوبه وکړي، بري ده هغه دی. که موږ ښه لوبه وکړو نو چانس شته چې کومه ستره لوبډله خفه کړو. هلکان چمتو دي او د دوی او زموږ لپاره مهم شی دا دی چې موږ دې ځآی ته رارسېدلې یو او لوبه کوو. موږ به سخت کرکټ کوو، پياوړی کرکټ به کوو.))

د هندوستان د لوبډلې کپتان ډوني بيا وايي چې ((که څوک راڅخه پوښتنه وکړي، نو زه د افغانستان سره لوبه تمرين نه ګڼم، زه هيڅ مخالفه لوبدله اسانه نه بولم. د ورځې په پای کې بايد هره لوبه چې کوې بايد چې ویې ګټې، زه د افغانستان د لوبډلې په اړه ډېر معلومات نه لرم. دا په یو حساب ښه هم دی ځکه چې د کومې لوبډلې په اړه ډېر معلومات لرې نو د هغې په اړه فکر هم ډېر کوې. په هر حال زموږ چمتووالی یو ډول دی ځکه چې په نړيوال جام کې بهترينه لوبډلې لوبې کوي.))

د تاج ملوک سره د کرکټ بورډ د مشر مرستيال شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواری، او د ملي لوبډلې ويډيو څېړونکی داود بابر لندن او بيا ويسټ انډيز ته په لاره دي چې د هندوستان سره د لوبې څخه مخکې به ويسټ انډيز ته ورسېږي.