د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تاج ملوک:افغان لوبغاړي باید دوهلو ستراتیژي غوره کړي

کرکټ څانګه 29.04.2010 14:28

       د الهام یاسیني رپوټ:  

           

د ملي لوبدلې مرستیال روزونکي تاج ملوک ويسټ انډيز ته له تګ مخکې ټول افغان ته ویلي چې ((په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې باید افغان لوبغاړي په لومړیو پنځو اورونو کې د وهلو ستراتیژي غوره کړي)).

تاج ملوک په دې باور دی کچېرته افغان لوبغاړي په ۵ لومړیو اورونو کې د منډو پیاوړی بنسټ جوړ کړي هیڅ څوک هم ورته ماتې نشې ورکولای، په لومړي ۵ اورونو کې د مخالفې ډلې اته لوبغاړي په دایره او درې د دایرې څخه بیرون فیلډنګ کوي، همدغه وخت د ښو منډو جوړولو دی.

د ایریلینډ د تمریني لوبې په اړه تاج ملوک وايي چې داسې لوبه باید د هندوستان خلاف ونکړای شي، هندوستان ته چې په نړیوال جام کې مو لومړۍ لوبه ورسره ده باید افغانان د ۱۵۰ څخه زیات هدف وټاکي او په لومړیو ۵ اورونو کې باید تیزې منډې واخستل شي، د ایرلینډ سره د بیګا نۍ لوبې پېل  ښه نه و، ورو و.