د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ایریلینډ ته په ۵ ویکټو ماته ورکړه.

کرکټ څانګه 28.04.2010 20:18

د اصغر ستانکزي ۳۹ منډې (په ۲۷ توپونو، ۲ شپږيزې، ۱څلوريزه) او د محمد نبي ۲۳ منډې (په ۱۷ توپونو، ۲ شپږيزې، ۲ څلوريزې) د دولت احمدزي د ښکلي توپ اچونې تر څنګ د لوبې د ګټلو لامل شوې. اصغر او نبي د ۶۶ منډو ملګرتيا وکړه چې ۴ شپږيزو او ۴ څلوريزو ورته لا ډېره ښکلا وروبښله. انځور د کوېت د سياليو دی چې اصغر ستانکزی او محمد نبي د یوې لوبې له ګټلو وروسته خوښي کوي.

د ايرلينډ یو لوبغاړي په خپل بلوګ کې ليکلي و چې د ايرليڼد لوبډله د افغانستان ترهغې پياوړې ده او ماته به ورکوي. نوموړي ويلي و چې د افغان لوبډلې بې احترامي نه کوي خو واقعيت دا دی چې ايرلينډ له افغانستان څخه پياوړی دی. نن افغان لوبغاړو په زبات ورسوله چې لوبې په خبرو نه په ښه کرکټ کولو ګټل کېږي او بله دا چې ايرلينډ ته احترام لري خو دا نه مني چې ګنې ايرلينډ له افغانستان څخه پياوړی دی. څوک چې لوبې ګټي هغه پياوړی دی.

دايرلينډ د دې لوبغاړي بلوګ په کرکټ یورپ ويبپاڼه کې خپرېده خو له ماتې وروسته دې ويبپاڼې د هغه لوبغاړي بلوګ چورلټ لرې کړی دی.

د لوبې مخامخ حال:

په انترنت د ملي لوبډلې ملاتړ وکړئ: تاسو کولای شئ افغان لوبډلې ته په انترنت هم نارې، کړيکې، او چکچکې ووهئ. دلته ټک ورکړئ. د Become a Fan تڼۍ ته ټک ورکړۍ او د افغان لوبډلې ملاتړي شئ. هره ورځ کولای شئ سل ځلې خپلې ملي لوبډلې ته د ملاتړ نارې ووهئ. نورې لوبډلې په لسګونه زره ملاتړي لري، افغانستان لا تر اوسه هم له سلو کم ملاتړي لري. ملاتړي شئ او بيا په نارو پيل وکړئ. هره ورځ خپلې سل نارې پوره کړئ. د نارې وهلو لپاره د Cheer Now تڼۍ ته ټک ورکوئ.

هېواد منډې اورونه سوځېدلي
افغانستان ۱۳۴ ۱۹ ۴
ايرلينډ  ۱۳۳  ۲۰  ۹

- نبي عیسی خیل ۲ شپږیزي وهلي او څلوریزي.

- افغانستان په ۱۲ توپونو ۶ منډو ته اړتیا لري.

- نوروز منګل سوزیدلی او محمد نبي عیسی خیل توپ وهنې ته راوتې دی.

- د لوبډلې د مدیر  بشیر ستانکزي سره د تلیفون په کرښه یو د لوبې تازه معلومات راکوي د غرب الهند څخه.

- د ملي لوبډلې مدیر بشیر ستانکزي سره مو اړینکه ونیوله ښاغلی وايې چې منډې روانې دي او لوبه زموږ په ګټه ده، لوبغاړي به اوس وهل پېل کړي.

- اړیکې ونیول شوي منډې ۱۰۱ دي او ۱۶ اورونونه شوي دي.

-بخښنه غواړو ټولې ویب پاڼې لوبه نه تازه کوي او موږ کوښښ وکړ چې د ملي لوبډلې د رسنیو مدیر شهریار خان سره اړیکې ونیسو خو ګرځنده تلیفون یي بند دی او د کرکټ نړیواله شورا اجازه نه ورکوي چې د لوبې په جریان کې تلیفون استعمال کړي.

- ګورو چې اصغر ستانکزی او نوروز څه کوي.

- شمس او اجمل محصل صیب هر کله راشۍ، تاسو د نن ورځې لوبه تر اوسه څنګه ارزوﺉ؟

- کریم په ۲۳ توپونو ۱۴ منډې وکړي او وسوزیدلو.

-  کریم صادق کیچ وسوزید او اصغر ستانکزی توپ وهنې ته راغی.

- مننه شیرزاد داوزﺉی صیب. ښه الفاظ دي.

- ایریلینډ تر اوسه ۵ اضافي منډې ورکړي.

- نوروز منګل یوه شپږیزه ووهله د دې سره د افغانستان منډې ۴۵ شوي.

- افغانستان ته په ۱۳ اورونو کې ۱۰۴ منډې په کار دي.

- کریم صادق په ۱۷ توپونو ۷ منډې او نوروز منګل په ۶ توپونو ۳ منډې تر اوسه کړي.

- د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی تاج ملوک وایي چې په هغې پچونو لوبې اسانه نه دي او ایریلینډ اوس هم جګ یا لوړ هدف ټاکلی دی.

- شهزاد البي ډبلیو شو او نوروز منګل توپ وهنې ته راغی.

- کریم صادق په ۱۲ توپونو ۵ منډې اخستي نه پوهیږم چې څه ته انتظار کوي باید وهل پېل کړي.

- د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی تاج ملوک وایي چې افغانانو ته هیڅ هم سخت نه دي چې ښه لوبه وکړي، ښاغلي ناست د او له دوبۍ د خپلو زمریانو لوبه څاري.

- شهزاد محمدي توپ وهنې ته راووتلو چې اوس به څه کوي.

- نور علي په ۱۴ منډو وسوزید.

۴ اور پېل شو او ۱۸ منډې دي.

- نور علي ځدران او کریم صادق اوپنران دي.

 

       

دولت احمدزي نن د ایریلینډ څلور لوبغاړي وسوځول

-حمید حسن په ۲۰ یعنې اخري اور کې ۲ لوبغاړي وسوځول.

- شاپور ځدران د ۱۸ اور په ۱ توپ ۷ لوبغاړی وسوزوه.

- ۶ ویکټه سمیع الله شینواري وغورزوله.

- تر اوسه افغانستان درې اضافې منډې ورکړي چې د پخوا په نسبت ډېر ښه شوي دي، یو وایډ سمیع الله، یو وایډ حمید حسن، یو وایډ نوروز منګل.

- نوروز منګل  په دوه اورونو کې ۲۴ منډې ورکړي نه پوهیږم په ایریلینډ یې زړه خوږ شو که څنګه.

- د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی تاج ملوک د غیږې کمپیوټر ته ناست دی او نورو ملګرو ته د لوبې تازه معلومات ورکوي.

- د کرکټ مرستیال مشر شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجریوي مشر ایمل شینواری، د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی تاج ملوک او د لوبډلې ویډیو انلسټ په دوبۍ کې دي چې څو ساعته وروسته به انګلستان او بیا له هغه ځای غرب الهند ته د نړیوال جام د لیدلو او د ملي لوبډلې د تشویقولو لپاره  روان شي.

- ۱۲ اور حمید حسن وکړ او ۱۲ منډې یې ورکړي.

- ۱۱ اور نوروز منګل وکړو او ۱۰ منډېې په یو اور کې ورکړي.

- محمد نبي توپ اچونې ته راغې  او د ایریلینډ ۵ لوبغاړی یې وسوزوه.

- د دریم لوبغاړي کیچ نوروزمنګل ونیوه، نړیوال جام ته له تلو یو ساعت مخکې نوروزمنګل راته وویل چې په مرګ به لوبه کوو.

- د ګرځنده تلیفون له لارې د کرکټ غټ ملاتړ د اماراتو د شارجې له ولایته وایې چې دولت احمدزی په تاریخ  کې د کرکټ جغرافیه جوړوي.

- ۴ لوبغاړی هم دولت احمدزي وسوزولو.

-د کرکټ بورډ مرستیال مشر او سلا کار وزیر شهزاده مسعود وایي چې  د کرکټ په پېل کې دولت  احمدزی او هستي کل زما د خوښې توپ اچونکي و.

- دریم لوبغاړی هو دولت وسوزوه.

- شاپور په دوه اورونو کې ۹ منډې ورکړي او دولت په دوه اورونو کې ۸ منډې ورکړي او دوه لوبغاړي یې سوزولي.

- شاپور ځدران دریم اور کوي.

 - دویمه لوبغاړی هم دولت احمدزي وسوزوه.

- د دولت په توپ نور علي کیچ واخست

- پچه افغانستان وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. ایرلينډ به لومړی بيټنګ کوي.

- د لوبې له پيل څخه یو نيم ساعت مخکې مو د ملي لوبډلې د رسنيو مسوول شهريار خان سره خبرې وکړې. نوموړي وويل چې لوبډله لوبغالي ته رسېدلې ده او نور په ټيلي فون ځکه خبرې نه شي کولای چې د کرکټ نړيوالې شورا په لوبغاړو او ورسره ادارې بنديز لګولی او نه شي کولای چې د لوبې په جريان کې خبرې وکړي. خو وايي چې د لوبغاړو مورال ډېر لوړ دی او ټول ډېر په جذبه کې دي او خوښ دي چې ويسټ انډيز ته رسېدلي دي.

- تر دې مخکې افغانستان د ايرلينډ سره درې شل اوريزې لوبې کړي دي چې دوه افغانستان او یوه ايرلينډ ګټلې ده. افغانستان د شل اوريزو غوراوي پړاو په پايلوبه کې ايرلينډ ته په ۸ ويکټو ماته ورکړې وه. په شل اوريزو لوبو کې د افغانستان له خوا تر اوسه تر ټولو ډېرې منډې محمد شهزاد محمدي جوړي کړي دي چې ۶۵ منډې دي او تر ټولو ښه توپ کريم خان صادق اچولی دی چې د ۱۷ منډو په ورکولو یې درې ويکټې اخيستي دي. 

کولای شئ د لوبې سکور کارډ په ژوندۍ بڼه د کرکټ د نړيوالې شورا او کرک انفو ويبپاڼو وګورئ:

د کرکټ نړيوالې شورا ويبپاڼه                           د کرک انفو ويبپاڼه