د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوبډله ويسټ انډيز ته ورسېده او تمريني لوبه به نن (چارشنبه) د ايرلينډ سره کوي

کرکټ څانګه 28.04.2010 06:16

لوبډله له دوبۍ څخه د راونېدو په مهال.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله  په لاتيني امريکا کې د ويسټ انډيز يا غرب الهند هېوادونو ګيانا نامې هېواد ته رسېدلې ده. لوبډله دوه ورځې وړاندې له دوبې روانه شوه چې په لندن کې  څو ګړيو تم کېدو څخه وروسته ويسټ انډيز ته د شل اورونو په نړيوال جام کې د برخه اخيستو په موخه روانه او د سه شنبې په ورځ ورسېده. په ګيانان کې به لوبډله نن چارشنبه د ايرلينډ سره تمريني لوبه کوي.

د غرب الهند هېوادونه د وينزويلا، برازيل ، کولومبي، او کوبا هېوادونو تر څنګ شمالي اتلانتيک سمندر ته څېرمه پراته دي چې ډېری یې کوچني ټاپوګان دي.

لوبډله دا مهال په هوټل کې ځای پر ځای شوې ده.

په لندن کې لوبډلې ۲۴ ساعته دمه درلوده چې لوبغاړي له هوايي ډګر څخه ووتل او په لندن کې یې څو ساعته چکر وواهه. له لندن څخه ورسره د ګارډيان د Spin په نامه دخپرونې یو خبريال (انډي بول) هم غاړه شوی دی او له نړيوال جام څخه به ګارډيان ورځپاڼې د افغان ملي لوبډلې په اړه رپوټونه ورکوي.

د ملي لوبډلې د رسنيزو چارو مدير شهريار خان وايي چې افغان لوبډله به نن (چارشنبه) د ايرلينډ سره د ګيانا هېواد په پرويډنس لوبغالي کې تمريني لوبه کوي. لوبډله به له لوبې وروسته سانت لوشيا ټاپو ته سفر کوي چېرته چې نړيوال جام پرانيستل کېږي.

ننۍ لوبه به د افغانستان په وخت ماخوستن ۹ بجې پيل کېږي.

کولای شئ د لوبې سکور کارډ په ژوندۍ بڼه د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه په لاندې پته تعقيب کړئ. ټول افغان به یې هم په ژوندۍ بڼه احوال خپروي او د تبصرو کړکۍ به د لوستونکو تبصرو ته پرانيستي وي:

http://cricket.yahoo.com/prematch-IrelandvsAfghanistan_3579

د کرک انفو ويبپاڼه به هم ژوندی سکور کارډ خپروي. د پتې لپاره دلته ټک ورکړئ.

تر دې مخکې افغانستان د ايرلينډ سره درې شل اوريزې لوبې کړي دي چې دوه افغانستان او یوه ايرلينډ ګټلې ده. افغانستان د شل اوريزو غوراوي پړاو په پايلوبه کې ايرلينډ ته په ۸ ويکټو ماته ورکړې وه. په شل اوريزو لوبو کې د افغانستان له خوا تر اوسه تر ټولو ډېرې منډې محمد شهزاد محمدي جوړي کړي دي چې ۶۵ منډې دي او تر ټولو ښه توپ کريم خان صادق اچولی دی چې د ۱۷ منډو په ورکولو یې درې ويکټې اخيستي دي. 

د يادونې ده چې په تمريني لوبو کې ايرلينډ پرون د نيوزيلانډ سره لوبه وکړه. نيوزيلانډ ورته د ۱۸۸ منډو هدف ورکړ چې په مقابل کې یې ايرلينډ ۱۴۷ منډې وکړې او ۹ لوبغاړي يې وسوځېدل.

پرون په یوه بله لوبه کې زيمبابوی په حيرانونکي ډول پياوړې استراليا ته ماته ورکړه. زيمبابوی لومړی بيټنګ وکړ او ۱۷۳ منډې یې جوړې کړې. استراليا ۱۷۲ منډې وکړې خو په اخري توپ چې مساوي کولو ته ۱ او ګټلو ته ۲ منډې پاتې وې زيمبابوی د استراليا جونسون په منډه وسوځاوه او لوبه یې وګټله.