د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ديالوګ(حوار) ارونه

لطف الله خيرخوا 27.04.2010 08:33

د ديالوګ(حوار ) آرونه
(له قرآني ليد لوري)
ژباړه او لنډون: لطف الله خيرخوا

يو له هغو قضيو څخه، چې قرآن كريم يې ارزښت ته په ډېرو ځايونو كې اشاره كړې د “ډيالوګ” موضوع ده.ډيالوګ د انساني تفاهم تر ټولو لومړۍ او غوره لار بلل كېږي. كه څه هم د حوار (ډيالوګ) كلمه په آياتونو كې نه تر سترګو كېږي1 ، خو قرآنكريم په ډېر اهتمام ددې انساني ادب خيال ساتلى.قرآنكريم كې ددې اصل د راوړلو موخه داده،چې خپلو پليونو ته، د خوږې خبرې په واسطه حقيقت ته د رسېدلو لار وښايي. تر ټولو غټه دا، چې عقل كارونې او په انساني اسلوب ولاړې مباحثې ته يې وهڅوي.دا چې ډيالوګ په انساني ادابو كې ځانګړى ځاى لري موږ هم په دې ليكنه كې دا هڅه كوو،چې په قرآن كې يې په ځانګړي اسلوب ځان پوي كړو.

لومړى- د ديالوګ مفهوم او ارزښت يې :
ديالوګ هغه اسلوب دى،چې د طرفينو لخوا په كار اچول كېږي او هر لورى كوښښ كوي،چې له خپل ليد لوري مقابل هغه قانع كړي2 . ديالوګ هغه انساني ښكارنده ده،چې عقل پورې مستقيم تړاو لري او پيدايښت يې د انسان له طبيعت او تفكير څخه كېږي. انسان چې په كومه فكره قانع وي، همغه وړاندې كوي او دفاع ورڅخه كوي. كله چې ورسره څوك مخالفت كوي، نو د حقيقت موندنې په موخه د ديالوګ د اصولو په چوكاټ كې له مخالف لوري سره خبره غځوي.
د ديالوګ ځانګړنه له انسان سره لازمه ده، الله تعالى فرمايي:"وكان الإنسان أكثر شيء جدلا"3 - انسان له هرشي ډېر جګړه مار دى- نو الله تعالى انسان په همدې طبيعت پيدا كړى.چې له پېښو سره په خلاص عقل مقابله وكړي او ترهغې ورسره په كشمكش كې پاتې شي،چې د يقين لورى يې نه وي مالوم كړى. په همدې كشمكش كې دى له ډول ډول افكارو او رايو سره مخ كېږي،چې ديالوګ بيا له ماتې څخه د بچ كېدا او د سوبې د ګټلو په كوښښونو كې ځان رابرسېره كوي4 . ديالوګ په خپل واقعي دلالت كې په خپله رايه او منطق د يو او بل د قانع كولو كوښښ دى. ګويا ديالوګ مسابقه ده او خبرې يې د ګټلو وسيله . قرآنكريم خبرو او منطق ته ډېر ارزښت وركړى او دا له دې هم جوتېږي،چې د انبياو يوازينۍ هغه وسيله چې بله يې پر ځاى نه شوه درېدلى خبرې وې. دوى به چې كله خلكو ته تبليغ كاوه او ورته به يې د سمې او كږې لارې تصور وركاوه، نو خلكو به د خپل كلتوري ميراث دفاع كوله،چې دا شخړه به د پرلپسې ديالوګ له لارې خپل منطقي پاي ته ورسېده5 . همدا لامل دى،چې موسى عليه السلام فرعون ته له بلنې وړاندې د خبرو د ضعف ستونزه هواروي. هغه وايي:"قال رب اشرح لي صدري. و يسر لي أمري. واحلل عقدة من لساني. يفقهوا قولي"6 . وويل موسى چې اى ربه! زما سينه پراخه كړه او زما كار اسانه كړه او زما د ژبې غوټه پرانيزه چې دا خلك مې په خبره پوى شي – ګورو چې موسى عليه السلام په"يفقهوا قولي" كې د تبليغ جوهر ژبې او خبرو پورې تړلى، ځكه كه د مفاهمې وسيله خرابه شي،نو د رسالت ټول مقصد ټكنى كېږي.
موسى عليه السلام د خپل رسالت لپاره له خدايه سلاح او زور نه غواړي،بلكې روغه ژبه او د خبرو قوت غواړي. يوازې په دې هم اكتفا نه كوي او له خدايه غواړي،چې ورور مې راسره ولېږه ځكه ،چې هغه ډېر فصيح دى."و أخي هارون هو أفصح مني فأرسله معي ردءا يصدّقني إني أخاف أن يكذّبون"7 زما ورور هارون له ما ډېر فصيح دى،راسره يې ولېږه،چې زما تصديق كوي ځكه؛ماسره وېره ده چې دوي به زما تكذيب وكړي- مالومه شوه چې د خبرو قوت او بلاغي كلام ځانګړى ارزښت لري. د الله جل جلاله د لارې هيڅ بلونكى له دې نه شي مستغني كېدلى،ځكه چې دا په هر وخت او هر ځاي كې خپل ځانګړى ارزښت لري. امام قرطبي رحمه الله د ديالوګ ارزښت ته پدې اعتبار قانع دى،چې ديالوګ د حق او باطل ترمينځ د بېلوالي وسيله ده،خو كه په غوڅو دلايلو بنا وي. هغه د هاغه آيتونو په تفسير كې،چې له مناقشې او مجادلې پحث كوي وايي:"دا ټول هغه آياتونه دي،چې په دين كې د سوال،مناقشې او مجادلې تعليم وركوي،ځكه چې حق هله ښكاره كېږي چې د حق دلايل ښكاره شي"8. قرآنكريم ديالوګ يوازې ددښمن او مخالف سره نه دى ځانګړى كړى،بلكې په ډېرو ځايونو كې يې د تربيې او تعليم په موخه د دوو موافقينو ترمينځ هم راوړى.لكه د ابراهيم او ځوي اسماعيل،د موسى او ورور هارون،د موسى او استاد خضر او د مريم او تي خور ځوي عيسى(عليهم السلام) ترمينځ،چې ليدل كېږي. ديالوګ ته دومره ارزښت وركول څه نا اشنا نه دي،ځكه ديالوګ چې پر استدلال بنا وي د عقلي قناعت ښه؛بلكې يوازينۍ لار ده او قناعت وركول كه ايمان نه وي،نو د ايمان بنسټ ضرور دى.

دويم - د ديالوګ اداب او اخلاق :
كه غواړو،چې ديالوګ نتيجه خېز او خوږ وي، له ګډوډۍ او خوشيتوبه خالي وي اوفكرونه مو يو بل ته ورسېږي.بايد د ځينو اخلاقو او ادابو خيال وساتو. د بېلګې په ډول :
۱- ښې او مناسبې جملې انتخاب شي:
متكلم چې څومره د موضوعيت او اخلاقي معيارونو خيال ساتي، هغومره به زر موخې ته رسېږي.په څومره مهارت چې ژبه كاروي،هغومره به ديالوګ كارنده وي. دا چې د متكلم لومړۍ موخه د خپلې فكرې ښكاره كول دي، بايد لاندې لارښوونې په پام كې ونيسي:
- خبرې بايد د دريځ له طبيعت او موضوع سره مناسبې وي.
- متكلم بايد د مقابل لوري د سويې پام وساتي .
- متكلم بايد پر ځان او فكرې باوري وي،چې د فكرې روښانول تنګونكې نه شي .
- جملې بايد لنډې وي او يوه خبره ډېره تكرار نه شي،چې د اورېدونكي پام بل لور ته وانه وړي.
له همدې امله قرآنكريم په هماغو لارو چارو ډېره توصيه كوي،چې تر شوني بريده پرې ديالوګ كاميابېږي. اولنۍ لارښوونه يې د "ښې خبرې" ده:"ألم تر كيف ضرب الله مثلا كلمة طيّبة أصلها ثابت و فرعها في السماء.تؤتي أكلها كلّ حين بإذن ربّها و يضرب الله الأمثال للنّاس لعلّهم يتذكّرون. و مثل كلمة خبيثة كشجرة خبيثة اجتثّت من فوق الأرض ما لها من قرار. يثبّت الله الذين آمنوا بالقول الثابت في الحياة الدنيا و في الآخرة و يضلّ الله الظلمين و يفعل مايشاء"9. ته نه ګورې،چې الله جل جلاله د ښې خبرې مثال څنګه ښه بيانوي؟ بېخ يې كلك وي او ځانګې يې په اسمان كې. د خپل رب په اجازه هر وخت حاصل وركوي او الله جل جلاله خلكو ته مثالونه وايي،چې دوي ترې پند واخلي.او د بدې خبرې مثال د ګنده ونې دى،چې د زمكې له سره راويستل شوې وي او بېخ يې هيڅ كلك نه وي. الله جل جلاله مومنان په پخه خبره كلكوي،په دنيا او اخرت دواړو كې،له ظالمانو نه لار وركوي او څه چې وغواړي همغه كوي". ګويا ښه خبره يو روحاني زور لري،چې زړونه سره تړي،په زړونو كې د محبت او ښېګڼې ګلونه شيندي او بده خبره زړونه سره ورانوي او پكې د كينې بد بويي پيدا كوي. همدارنګه په يوه بل آيت كې الله جل جلاله فرمايي :"وقل لّعبادي يقولوا الّتي هي أحسن إن الشيطان ينزغ بينهم" 10-"و قولوا للنّاس حسنا"11 زما بندګانو ته ووايه،چې ښې خبرې كوي،ځكه چې شيطان ددوي ترمينځ فساد اچوي- اي بندګانو ! خلكو ته په ښه رويه خبرې كوئ!" .ابن كثير رحمه الله ددې آيت تفسير كې وايي:" الله جل جلاله خپل بنده او رسول ته امر كوي،چې مومنان پوي كړي او ورته ووايي چې په محاوره او خطاب كې له ښو خبرو او ښې رويې څخه كار واخلي،ځكه چې شيطان د انسانانو دښمن دى تر جنګونو او ربړو به يې ورسوي. شيطان خو له هماغې ورځې د دښمنۍ ثبوت وركړى چې ادم عليه السلام ته يې سجده ونكړه"12 . آيت د ښو اړيكو جوړولو يو ډېر ارزښتمن آر ته اشاره كوي. هغه د "ښې خبرې" او "ښې رويې" لاره ده،چې د متكلم د انساني ارزښتونو زېږنده وي. كه په ديالوګ كې د اسلامي علماو له رويو سره اشنا شوو، نو جوته به شي چې دا امت د څه ډول فكري قوت بېلګه ده ! خو ددې پر ځاي چې خلكو سره د قناعت او استدلال پر بنسټ خبرې وشي ، د تفسيق او تهمتونو لار خپله شوې او دا ډول كړنې د انساني عمل (ديالوګ) د ټكني كولو لپاره ښه تكتيك دى !!

۲ - چوپتيا او په غور سره اورېدنه :
كه دې ته وګورو چې ډېرې خبرې انسان له كومو مصيبتونو سره مخ كوي،نو د اسلامي حكم ارزښت به راته ښه مالوم شي. اسلام په ډېرو ځايونو كې خپلو پليونو ته د چوپتيا امر كوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:"من صمت نجا"13 - څوك چې چپ پاتې شو ،نجات يې وموند- له ابو دردا رضي الله عنه څخه روايت دى:"أنصف أذنيك من فيك،فإنما جعل لك أذنان اثنتان و فم واحد، فاسمع أكثر مما تقول"14 - له خپلو غوږونو سره انصاف وكه،غوږونه دې دوه دي او خوله دې يوه،نو له ويلو ډېر اوره- خو ددې مانا هيڅكله دا نه ده، چې چوپتيا دې د منفي ذهنيت له امله وي. نه د چوپتيا مانا داده، چې ذهن دې د ديالوګ پر مهال كارنده نه وي،بلكې له چوپتيا سره سره كارنده ذهني حضور(په غور اورېدنه) مطلوب دى. له همدې امله قرآنكريم د چوپتيا او په غور سره اورېدنې خبره سره يو ځاي كوي " و إذا قرئ القرآن فاستمعوا له و أنصتوا لعلّكم ترحمون"15 - كله چې قرآن لوستل كېږي،غوږ ورته نيسئ او چوپ كېږئ،چې د الله رحم درباندې و شي- نو كله چې قرآن لوستل كېږي يوازې پر چوپتيا اكتفا نه ده په كار، بلكې په غور سره اورېدنه(ذهني حضور) هم ورسره شرط ده. له غور سره اورېدل داسې اخلاق دي، چې بايد مراعات شي، ځكه چې ترڅو ښه اورېدونكى نه شې، ښه غږېدونكى به هيڅكله نه شې ! قرآنكريم په بل ځاي كې هم همدې آر ته ته اشاره كوي " الذين يستمعون القول فيتّبعون أحسنه أولئك الّذين هداهم الله و اولئك هم أولو الألباب"16 – زما هغه بندګان چې خبرې اوري، خو په ښو خبرو عمل كوي، همدوي ته الله لار ښوولې او همدوي هوښياران دي- که فکر وکړو، نو په غور اورېدنه يو فن او مهارت دی. زده کول يې هم اړين دي او پلي کول يې تردې هم اړين . که لږ نور هم وړاندې لاړ شو ، نو د انساني اړيکو د ټينګښت، د وګړو ترمينځ د تفاهم ګټوره وسيله ده . وليم اوری په خپل کتاب(دمذاکراتو فن) کې ليکي :" چوپتيا ډېرې ګټې لري. د مقابل لوري د عقلي چورليز د مالومولو ښه وسيله کېدای شي. مقابل لوری دې ته تيارولی شي،چې ستا خبرو ته همداسې په غور غوږ ونيسي. که چېرته ستا مقابل لوری تاته غوسه وي يا څه ګيله درنه لري ولې يې ګيلې ته غوږ نه نيسې ؟ که ته پوی هم شې، چې هغه په غلطه دی يا درته سپکې وايي، بايد د هغه خبرې غوڅې نکړې ! تاته شونې دي چې ته هغه پوی کړې، چې تا ورته غوږ نيولی. سر ورته خوځوې يا ورته د "هو" او "زه ستا په خبره پوی شوم" عبارتونه تکرار کړې . کله چې خبره پای ته ورسوي، په ارامه ترې وپوښتې چې "نور څه خو نلرې ؟" يا د خبرو دوران کې يې وهڅوې چې "مهرباني وكه وايه" يا "سمه ده .بيا څه وشول ؟" . يوازې چې ته چوپ يې او مقابل لوری خپل بړاس وباسي ، د هغه جذبات ځای ته راځی . اخر ددې جوګه شي ، چې د ستونزې حل له منطقي لارې ولټوي او مطلوبې پرېکړې ته غاړه کېږدي "17
د پېغمبر عليه السلام سلوکو ته که ځير شو ،نو د پوره غور او ښې اورېدنې بېلګه به راته ښه روښانه شي. يوه ورځ ورته عتبه بن ربيعه(مشرک) مخامخ کېناست او ورته يې وويل : ای وراره ته په مونږ کې د ښه نسب او ځای څښتن يې. تا خو داسې خبرې راوړې، چې خلک دې له يو بله جدا کړل ، کم عقلان دې وبلل ، خدايان دې ورته باطل وګڼل او تېر خلک دې ورته کافران حساب کړل . وراره ته غوږ شه يو څو خبرې درته کوم کېدای شي ځينې يې ومنې ! رسول عليه السلام ورته وويل : " وايه ابا الوليده اورمه ". عتبه ورته خپله خبره ټوله وکړه، کله چې فارغ شو پېغمبر عليه السلام ورته وويل " فارغ شوې ابالوليده ؟ " هغه وويل هو . ښه نو اوس ماته غوږ شه ! پېغمبر عليه السلام ورته سورت فصلت ولوست بيا يې ورته وويل :" ته پوی شه او دا اياتونه " . کله چې عتبه خپل ټولي ته ورغی هغوی خپلو کې سره وويل قسم دی چې وليد په بدل مخ راروان دی. عتبه چې ورورسېد دومره يې وويل چې پرېږدی څه چې کوي کوي به يې ! ملګرو ورته وويل لکه چې کوډې يې درباندې وکړې18 .
پېغمبرعليه السلام د عتبه په خبرو ښه پوی و،چې څه ورته وايي او کولی يې شول چې خبرې ورغوڅې کړي او ځواب ورکړي، خو داسې يې ونه کړل او داسې ورته غوږ شو لکه بېخي چې پرې پوی نه وي.

۳- تواضع :
د ديالوګ له ادابو څخه داهم دي چې پر خپل ځان ،بچيو او خپلو کړنو به باټې نه وهې ! که د ديالوګ په دوران کې ځان درته کبرا هوښيار ښکاره شو نو د ديالوګ د ناکامېدو آره جرړه به ته يې ! ځکه خو الله جل جلاله په قرآنکريم کې وايي :" فلا تزكوا انفسكم هو أعلم بمن اتقى "19 – د ځان صفتونه مه کوی ! الله په متقيانو ښه پوی دی- په يو بل ځای کې قرآن داسې خلکو ته د حيرانتيا په طرز وايي :" ألم تر إلى الّذين يزكّون أنفسهم بل الله يزكّي من يّشاء ولايظلمون فتيلا "20 - ته نه ګورې دې خلكو ته چې د ځانونو صفتونه كوي ؟! ورته ووايه چې الله د خلکو صفت کوي او هيڅ زياتی به پرې نه کوي- پېغمبر عليه السلام فرمایي :" الله جل جلاله راته وحی کړې چې تواضع کوی چې پر يو بل کبر ونکړی او پر يو بل بغاوت ونکړی ! " 21
د انسان طبيعت هم داسې دی، چې کبرجن نه خوښوي . او کبر هله پيدا کېږي چې شخصيت کې څه کمی وي او غواړي چې خپل دا کمی پر دې بد اخلاقۍ پټ کړي .

۴- د مقابل لوري احترام او راجلبول :
د نظر او فکر اختلاف په خاطر کې له نيولو پرته ، د ديالوګ اداب دا هم دي چې د مقابل لوري انسانيت ته احترام ولرو. په ديالوګ کې به احترام څنکه ساتو ؟ لاندې کرښې يې ځوابوي :

- د مقابل لوري خبرو ته ارزښت ورکړل شي. داسې چې سم غوږ ورته ونيسې او د هغه د خبرو پر مهال له بل چا سره مشغول نه شې !
- له سپکولو يې ډډه وشي. شخصي يا کورنۍ نيمګړتياوې په موضوعي ديالوګ کې مطرح نه شي.
- له خپل فکره د دفاع فرصت او د وړانديزونو د مطرح کولو لازم وخت ورکړل شي .
- هر لوری بايد داسې لفظونه وکاروي چې د مقابل بد نه ايسي .

قرآنکريم مونږ ته ددې ډېر ښه تصور راکوي. موسی عليه السلام چې فرعون ته ورغی نو په هماغه نوم يې ونوماوه چې فرعون ته خوښ و. " و قال موسى يا فرعون إني رسول مّن رّب العالمين "22 – وويل موسی چې ای فرعونه! زه د عالمونو دپالونکي له لوري استازی ټاکل شوی يم- "فرعون" د فرعون هماغه تر ټولو خوښ نوم و، چې هغه به پرې د عظمت او زور ښکارندويي کوله، اوس ته ګوره چې موسی عليه السلام د خپل مقابل د نفسياتو څومره پام ساتي! همدغه اسلوب رسول الله صلی الله عليه وسلم هم کارولی کله چې يې د روم پاچا ته ليک استاوه په سر کې يې ليکلي وو : " إلى هرقل عظيم الروم "23 - هرقل د روم لوي پاچا ته ! – دا ډول اخلاق د انساني تعامل د اعلی ذوق ښکارندوی دي. په دې کې له اصولو تنازل نشته، بلکې په دې سره د مقابل لورې نفسيات را خپلېږي.

۵- د عقلي او منطقي اسلوب کارول :
ديالوګ بايد په عقل او منل شويو منطقي مقدمو تکيا وي . هغه که د فکرې د وړاندې کولو او روښانولو پرمهال وي او که د ثابتولو . يا هم د مقابل لوري د دلايلو د منلو پرمهال که چېرته ديالوګ خپل منطقي پای ته رسېدلی وي .
په قرآنکريم کې د ديالوګ ډېرې بېلګې پر همدې دلالت کوي ، چې ديالوګ بايد پر عقل او منطق ولاړ وي . له کوم بهرني لامل څخه اغېزمن نه وي .
د ابراهيم عليه السلام کيسه يې روښانه دليل دی :" و إذ قال إبراهيم ربّ أرني كيف تحي الموتى قال أولم تؤمن قال بلى ولكن ليطمئنّ قلبي " 24 – ياد که کله چې ابراهيم وويل: ای زما ربه ماته وښايه چې مړي څنګه ‌‌ژوندي کوې ؟ الله ورته وويل: تا ايمان نه دی راوړی ؟ ځواب يې ورکړ: راوړی مې دی خو چې زړه مې مطمين شی- نو ګورو چې ابراهيم عليه السلام د ديالوګ په ميدان کې څنګه ښه عقلي او منطقي قناعت ته ترجيح ورکوي او بل هيڅ ډول بهرني اغېز ته نه ګوري! دې کې هيڅ شک نشته چې هر ديالوګ که پر همدې بنسټ وشي، نو پايله به يې افراط او تفريط نه وي ، بلکې پر ازاد فکر متکي منونکي به رامنځته کړي!


لمنليکونه :
1 -ليكوال دلته تېروتى. په سورت كهف څلوردېرشم او پنځه دېرشم ايت كې د حوار ماده مكرره ذكر شوې او د سورت مجادلې لومړي آيت كې هم راغلې.ژپاړن
2 - عبدالستار الهيتي-الحوار والذات الآخر.ص ۴۰.طبع وزارت الاوقاف الدوحه.
3 -الكهف-۵۴
4 -محمدحسين فضل الله:الحوارفي القرآن.بيروت.ص 55-56
5 -عبدالعليم حفني:اسلوب المحاوره في القرآن الكريم،مصر.ص ۱۶-۱۷
6 - سورة طه:25-28.
7 -سورة القصص،34 آيت.
8 -أبوعبدالله محمدأحمدبن أبي بكربن فرح القرطبي:الجامع لأحكام القرآن،تحقيق:أحمدعبدالحليم البردوني،دارالشعب،القاهرة،ج3،ص286.
9 -سورة إبراهيم-24-27.
10 -الإسراء,53.
11 _ألبقرة،83.
12 -أبوالفداء اسماعيل بن عمرابن كثير:تفسير القرأن العظيم،دارالفكر بيروت،ج2،ص99.
13 -أبوعيسى محمدبنعيسى الترمذي:السنن،تحقيق:أحمدمحمدشاكر،بيروتكتاب صفة القيامة والرقايق والورع،ج4،ص660.
14 -أحمدبنمحمدبن عبد ربه الأندلسي:العقدالفريد،بيروت،ج2،ص302.
15 -ألأعراف:204.
16 -الزمر:18.
17 - وليم اوري: فن التفاوض،الدارالعربية للنشر والتوزيع،ص67-68.
18 -ابومحمدعبدالملك بن هشام بن ايوب الحميري:السيرة النبوية،دارالجيل،ج2،ص130-131.
19 -النجم:33.
20 -النساء:49.
21 -مسلم:الجامع الصحيح،ج4،ص2198.
22 -الأعراف:104.
23 -البخاري:الجامع الصحيح،ج1،ص9.
24 - البقرة:260.