د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي لوبډلې د لوبغاړو لاسلیک شوي توکي ان لاین خرڅیږي

الهام یاسیني 27.04.2010 03:23

دوه ورځې مخکې د  ملي لوبډلې لوبغاړي  ریس احمدزي او کاناډایﺉ ژورنالیستې لیزلې ناټ د افغان لوبغاړو د کمیسونو د خرڅولو لپاره پراوډ ټو بي افغان اون لاین هټۍ (دوکان) پرانيسته.

لیزلي ټول افغان ته وویل چې د لوبغاړو د کمیسونو د خرڅولو څخه مو اصلي موخه د افغان ماشومانو سره مرسته کول دي، د هر لوبغاړې د کمیسونو څخه چې څومره ګټه لاسته راشي هغه به د همغه لوبغاړي په ولسوالۍ کې د کوچنیانو ښونځیوته د مرستې په شکل ورکول کیږي او یا به ورته هغه وسایل  ورته پرې اخلو کومو ته چې په هغه ښونځيو کې کوچنیان اړتیا لري.

ریس احمدزی وايي چې په دې هټۍ کې به د پراوډ ټو بي افغان  کمیسونه د لوبغاړو د لاسلیکونوسره  په ۵۰ او دلاسلیکونو څخه غیر کمیسونه په ۲۵ ، د نهو اولسو کلنو عمر لرونکو لپاره کمیسونه په ۲۲ او د کوچنیانو لپاره پکې کمیسونه په ۲۰ امریکایې ډالره خرڅول کیږي، احمدزی زیاتوي چې په اون لاین هټۍ کې به د کرکټ زیات وسایل هم خرڅول کیږي.

ریس احمدزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو او لیزلې ناټ  به په دې هټۍ کې له ګټې څخه څو فیصده ګټه اخلۍ؟((هغه وویل چې کومه پیسې دې هټۍ ته راځي له هغې څخه به د توکو اصلي قیمت لري کیږي او په پاتې پیسو یعنې ګټه کې به زه او لیزلې ۵٪  اخلو او نورې به د کوچنیانو سره د زده کړې په وسایلو کې مرسته کیږي)). 

د ملي لوبډلې  لوبغاړو سره ټول افغان په دې اړه اړیکه  ونیوله، ګڼ شمېر په دې نظر دي چې((  ریس احمدزي او لیزلي ښه ګام اخستی او ښه اراده لري خو که په ریښتیا عملي شي او د کمسیونو په ګټه ښونځي اباد او کوچنیانوته  پرې د زده کړې اړین وسایل واخستل شي)).

د یادولو وړ ده چې یوه اونۍ مخکې د د کرکټ نړیوالې شورا هم اون لاین هټۍ پرانستې، د هر هیواد د ملي لوبډلې رنګ کمیسونه، جنډې، خولۍ او شپیلې پکې خرڅیږي.

ریس احمدزی د افغان  کرکټ ځوانانو د ملاتړ غیر دولتي مؤسسې مشر هم دی، د ښاغلي په وینا د دې مؤسسې د افغانستان د کرکټ په پرمختګ ډېرې هلې ځلې کړي، احمدزی وایې چې له دې هټۍ له لارې به هم هیوادوالو ته له زړه له کومې منډې ترړې او خدمتونه وړاندې کړي.

د پراوډ ټو بي افغان اونلاین اټۍ

د کرکټ د نړیوالې شورا اون لاین اټۍ

د افغان  کرکټ ځوانانو د ملاتړ غیر دولتي مؤسسې ویب پاڼه