د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بازار موندنې اووه مهم ټکي

ضياءالرحمن ضياء 26.04.2010 09:10

ژباړن: ضياءالرحمن ضياء


که تاسې د يو کوچني تجارت مالک ياست، نو تاسې به د بازار موندنې په برخه کې ډېر لګښت ته اړ نه شئ. ډېرى کوچني سازمانونه په خپل کار کې د بازارموندنې د اصولو او مهمو لارو چارو څخه بې خبره وي او هغه فرصتونه چې ددې کار په ترسره کولو لاسته راځي، هېر کړي دي.
له مشتريانو سره د اړيکو، د کميت او کيفيت لوړوالى، لومړني کوښښونه دي چې راوړل يې اړين دي. دلته ددې کارونو يوې برخې ته اشاره کوو:
١- ويزيټ کارت، چې په ډېر لږ لګښت د جوړېدو وړ دى: د ويزيټ کارت په جوړولو سره تاسو د بيل بورډ او تابلو ګانو لرونکي شوي ياست، چې کولاى شئ خپل توليدات او خدمتونه خلکو ته ور وپېژنئ. په ويزيټ کارت کې ستاسو نوم، دنده، پته، ټلېفون شمېره او د خپلو خدمتونو او توليداتو لنډ ګټور معلومات ، له اړينو توکو څخه شمېرل کېږي، چې بايد په کارت کې ذکر شي.
٢- د حساب پرانيستل: ايا خپلو مشتريانو ته چاپي يا برېښنايي حساب لېږئ؟ د حساب لېږلو په وخت کې نه داچې يوازې حساب ولېږئ، بلکې له هغې سره سم د خپل تجارت نوم، توليداتو او نورو خدمتونو يادونه هم وکړئ. له مشتريانو څخه ددې لامله مننه کول، چې له تاسو څخه يې شيان اخيستي دي او له دې لارې کولاى شئ د خپلو نورو توليداتو او خدماتو يادونه هم وکړئ. د مشتريانو د راجلبولو لپاره دا هم اړينه ده، چې د حساب په لاندينۍ برخه کې دا پيغام وليکل شي: (( زموږ د خرڅلاو په اړه له موږ سره په دې ټېلفون شمېره ×××××××××× اړيکي ونيسئ)).
٣- د ليک يا برېښناليک لېږل: په بازار موندنه کې د مشتريانو پراخ او پوره ليست درلودل ډېر مهم دي. هغه مشتريان چې تاسو ته خپل ادرس او يا برېښناليک درکوي، هغوى ستاسو د توليداتو او خدماتو په اړه د معلوماتو په هڅه کې دي. کولاى شئ په بېلابېلو لارو له خپلو مشتريانو وغواړئ، چې دا د اړيکي ټکى ستاسو لپاره جوړ کړي. کله چې مو دا معلومات راټول کړل، په منظمه توګه له خپلو مشتريانو سره په بېلابېلو پلمو اړيکي ټينګ کړئ او هغوى د خپلو خدماتو او توليداتو اخيستو ته وهڅوئ. که تاسې خپل مشتريان راضي کړئ، نو هغوى تاسو نورو ته ورپېژني.
٤- د مننې او قدردانۍ يادښتونه: ځينې خرڅوونکي له خپلو مشتريانو سره په اړيکو ټينګولو کې ډېر فعال وي او له هر فرصت څخه ددې لپاره ګټه اخلي. له اخيستو وروسته خپلو مشتريانو ته د مننې او قدردانۍ د کارت او يا ياداشت په ورکولو سره د خپلو توليداتو يا خدماتو د کتلاک ورکول مه هېروئ.
٥- د خرڅلاو لپاره انګيزه جوړول: د نويو توليداتو او خدماتو په اړه مشتريانو ته پوره معلومات بايد ورکړل شي، د انګيزه جوړولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخيستل کېږي، خو يوه لار يې د بيې ټاکل او د کمښت وړانديز کول دي. که ستاسو بيه ټاکل په داسې طريقه وي، چې مشتريانو ته د ډېرو اخيستو په صورت کې ډېر کمښت ورکول کېږي او ددې نرخ ټاکلو په اړه مو ډېر اعلانات کړې وي، نو پوه شئ چې انګېزه جوړونه د بيې ټاکنې له لارې سرته رسېدلې ده.
٦- نمونې: په بازار موندنه کې يوه موثره لار دا ده، چې خپلو مشتريانو ته بې پيسو نمونې ورډالۍ شي. دغه طريقه د خوراکي توکو په پلورنځيو او د شريني پلورنځيو کې ډېره مروجه ده. دا وړيا نمونې کولاى شي، مشتري ته دا ذهنيت ورکړي چې خرڅوونکى د خپلو توليداتو او خدماتو په کيفيت او ښه والي پوره ډاډه دى. وړيا نمونې نه يوازې د اخيستونکي او خرڅوونکي ترمنځ اعتماد پيداکوي، بلکې د مشتري او خرڅوونکي ترمنځ د ښو اړيکو يوه لاره هم ده.
٧- د متخصصينو، د کسب د خاوندانو او يا د پخوانيو مشتريانو له نظره د نويو مشتريانو څېړنه: خپل پخواني مشتريان دې ته تشويق کړئ، چې زموږ د توليداتو په اړه نويو مشتريانو ته خوله په خوله خبر ورکړي او زموږ د توليداتو او خدماتو ګټې او نوښتونه ورته ووايي.
د بازار موندنې په دې طريقه ډېر لګښت نه راځي. د خپل کار او کسب د لوړتيا لپاره د بازارموندنې پيغامونه لېږل د مشتريانو په ډېروالي کې مرسته کولاى شي. له ياده ونه باسو چې د بازار موندنې په دې سيستم کې بايد زموږ د توليداتو او خدماتو د کيفيت کچه له نورو سره يوشان وي، يا يې له هغوى په ښه کيفيت خپلو مشتريانو ته وړاندې کړو.