د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ويسټ انډيز د سفر لپاره شهريار خان د افغان لوبډلې د رسنيو مدير وټاکل شو

کرکټ څانګه 24.04.2010 21:42

شهريار خان به په ويسټ انډيز کې د افغان لوبډلې د رسنيو مدير وي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د ويسټ انډيز د شل اوريز نړيوال جام د سفر لپاره یې شهريار خان د افغان لوبډلې د رسنيو مدير ټاکلی دی.

د افغان کرکټ بورډ اجرايوي ريس ډاکتر ايمل شينواري ټول افغان ته وویل چې شهریار خان د کرکټ د آسيايي شورا د رسنيو مدير دی او د افغان لوبډلې سره د نوموړي دنده لنډ مهاله ده او د شل اوريزو نړيواله جام تر پايه به دوام مومي.

شهريار خان چې افغان لوبډله له نږدې پېژني ټول افغان ته وويل چې ډېر خوښ دی چې افغان کرکټ بورډ ورته دا دنده ورسپارلې ده. شهريار وايي چې د کرکټ نړيوال جام ښه فرصت دی چې د ټیسټ هېوادونو د لوبډلو سره وغږېږي او د افغان لوبډلې او د دوی ترمنځ په لوبو کولو یې راضي کړي.

۴۲ کلن شهريار خان د آسيايي شورا سره له ډېرې مودې راهيسي د رسنيو د مدير په توګه کار کوي او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله یې ډېره خوښه ده. نوموړی د دې لوبډلې لاسته راوړنې ځانګړی پرمختګ ګڼي او باور لري چې افغان لوبډله په نړيوال جام کې د سترو لوبډلو د لوبو جوګه ده.

دا لومړی ځل دی چې د افغان لوبډلې سره د شهريار خان په سويه یو متخصص ژورناليست سفر او استازيتوب کوي. شهريار خان د بنګلادېش دی او په برتانيه کې رالوی شوی دی. نوموړی په انګليسي روانې خبرې کوي او نړيوالو اژانسونو او ورځپاڼو ته یې په کرکټ رپوټونه ليکلي دي. پنځه کاله کېږي چې شهريار خان د کرکټ د آسيايي شورا ويبپاڼه هم چلوي.