د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي ارزښتونه - پنځمه برخه

عبدالرحمن فرقاني 23.04.2010 11:45

اسلامي ارزښتونه: مودودي
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني

د علم د حاصلولو وسيله

داطاعت لپاره د ايمان اړتيا خو تا ته مالومه شوه , اوس پوښتنه دا ده چې د الله تعالى صفات اود الله تعالى غوره قانون اود آخرت د ژوندانه په هكله سم علم چې باور پرې وشي په كومه وسيله حاصل كړو ؟ مخكي موږ واضحه كړه چې په كايناتو كې دالله تعالى تخليقي نښي خورې دي , او پدې خبره دلالت كوي چې دغه لويه كارخانه صرف يوه جوړونكي جوړه كړئ ده او هغه يى چلوي ، پدغو آثارو اونښوو كې د الله تعالى ټول صفات په ځلانده توګه ښكاريږي , د هغه حكمت , د هغه علم , د هغه قدرت , دهغه رحم , دهغه پالنه , دهغه قهراوغضب , خلاصه هرصفت پدي نښوو كي ښكاريږي . خو دانسان عقل اوفكراو د هغه قابليت اكثراً د دغو شيانو په پيژندنه كي تيروتئ دی , دا ټول آثارد ده په وړاندې موجود دي خو سره لدې څوك وايى خدايان دوه دي اوڅوك وايى درۍ خدايان دي , اوڅوک هم بې شميره خدايان مني , اوڅوک خو خدايى ټوټى ټوټى كوي او وايى يو د باران خدای دی , يود هوا خدای دی , اوبل د اور خدای دی , خلاصه د هر قوت لپاره ځانګرئ خدای دی , اويو خدای د دې ټولو خدايانو سردار دی , پدې ډول د الله تعالى د صفاتو په پيژندنه كې د خلكو عقل ديره لويه تيروتنه كوي ، چى دا يې د شرحې اوتفصيل ځای ندی .
د آخرت د ژوندانه په هكله هم دخلكو مختلف نظريې او اندونه وړاندې كړي دي , چا ويلي دي چې انسان له مرګه وروسته خاورې كيږی , اولدې ژوندانه څخه وروسته بل ژوند نشته دی , چا ويلي دي چې انسان په همدې دنيا کې څو څوځله په مختلفو شکلونو کې بيا بيا زيږول كيږي او د خپلو اعمالو سزا اوجزا ګالي . دالله تعالى د رضا مطابق ژوند كولو لپاره چې د كوم قانون پابندي ضروري ده د هغه قانون جوړول د خپل عقل په ذريعه دير ستونزمن كاردي , كه انسان دير ښه عقل ولري او د ده علمي قابليت هم دير ښه وي , لدې سره سره كه په كالونو كالونو د تجربه اوغور اوفكر څخه ورسته پدې هكله كومه لاره هم وټاکي بيا هم كامل يقين نشي كولاي چې ده پوره حق مالوم كړى دي , که څه هم د علم او عقل سم امتحان خو داسي كيدلاى شوی چې انسانان له هدايت اولارښونى پرته پريښودل شوي واي , او ورسته هغه څوك چې د خپل كوښښ اوزيار په پايله كى حق اوصداقت ته رسيدلى وای هغه كامياب او هغه څوك چې نوای رسيدلي ناكام ګڼل شوي وای , خو الله تعالى خپل بندګان پدغه سخت امتحان كې وانه چول , الله تعالى د خپلى مهربانى په اساس په انسانانو كې داسي انسانان وګمارل چې خپل د صفاتو صحيح علم يى ورښود, هغه تګلاره يى هم وروښوده چې انسان ورباندي پدې دنيا کې د الله تعالى د رضا مطابق ژوند كولاى شي , د آخرت د ژوندانه متعلق يى هم سم پوهه وركړه , او هغه ته يې هدايت وكړ چې دا علم نورو انسانانو ته هم ورسوي , دا د الله تعالى ګمارل شوي بندګان دهغه پيغمبران دي , الله تعالى دوی ته د وحي په وسيله علم وركړي دی , او په كوم كتاب كې چې الله تعالى ده ته دا علم وركړي د هغه کتاب نوم دالله كتاب او دالله تعالى كلام دی , اوس د انسان د عقل او قابليت امتحان پدې كې دی چې هغه د پيغمبرد پاك ژوند له ليدلو ورسته او دهغه د ارزښتناکه روزنه اوتعليم په هكله د غور كولو ورسته ايمان راوړي كه نه ؟ كه هغه حق شناس او حق پرست وي نو ريښتينې خبرې اودريښتينی سړی روزنه مني او په امتحان كى كاميابيږي , او كه انكار يې وكړنو د انكار معنا دا ده چې ده د حق او صداقت د پيژندنې صلاحيت له لاسه وركړی دی , دا انكار دى په امتحان كې ناكاموي , او دالله تعالى او دهغه دقانون او دآخرت د ژوندانه متعلق هيڅكله سم علم نشي حاصلولى .
ايمان بالغيب :

ګوره , كله چى ته د كوم شي علم نشى حاصلولى نود عالم په پلټنه كى كيږي , اود هغه د لارښونى مطابق عمل كړى , ته چې مريض شې نو خپله درملنه په خپله نه كوې , بلكه داكټرته ورځې , ډاكټربايد سند لرونكى وي , هغه بايد تجربه كار وي , د هغه له لاسه بايد ديرو مريضانو شفا پيدا كړى وي , دا هغه خبري دي چې ته يې له امله ايمان راوړى چې د تا د درملنه لپاره چې كوم لياقت پكار دی هغه پدې ډاكټر كې شته دی , د همدې ايمان په پايله كې چې كومه دوا او داستعمال كومه طريقه تا ته ښي په هغه ډول يې استعمالوې او له كوم شي څخه چې پرهيز دركوي هغه شي نه خورې , همدارنګه د قانون په معامله كې ته په وكيل باور کوې او كوم څه څې دى درښي په هغه عمل كوې , كه ته چيرې ځې اولاره نوي درته مالومه نو د كوم لار ښود په لارښونه باور کوې اوكومه لاره څې هغه درته ښي په هغه لاره ځې , خلاصه د دنيا په هره معامله كې د پوهيدو لپاره بايد په يوه لارښود يقين وکړې او د هغه په اطاعت كولو مجبوريږې , همدې ته ايمان با لغيب ويل کيږي , د ايمان بالغيب معنا دا ده چى د كوم شي علم تا ته معلوم نه وي د هغه علم له كوم پوه چا نه حاصل كړي او په هغه يقين اوباور وكړي , د الله تعالى له ذات اوصفاتو څخه ته خبر نه يى , ته پدى هم نه پوهيږي چى د الله تعالى فرشتې د ده دحكم مطابق د ټول عالم كار كوي او ته يې له هره طرفه محاصره كړى يې , ته پدي هم نه پوهيږي چې د الله تعالى د رضا مطابق ژوند كولو لپاره كومه طريقه پكار ده , تا ته د آخرت د ژوندانه متعلق هم سم خبر نلري , د دى ټولو خبرو علم تا ته د يوه داسي انسان څخه حاصليږي چې د هغه صداقت ريښتيا ويل اود الله څخه ويره , او دهغه دير پاك ژوند , او دحكمت څخه ډكې خبرې په ليدلو دا مني چې هغه چې څه وايى ريښتيا وايى , او د هغه ټولې خبرې د باور اويقين وړ دي , دا ايمان بالغيب دی , د الله تعالى د اطاعت لپاره او دهغه د رضا مطابق عمل كړلو لپاره ايمان بالغيب ضروري دی , ځكه چې له پيغمبره پرته د كومى بلى ذريعه څخه تا ته د صحيح علم حاصلول ممكن ندي , اوله صحيح علم څخه پرته ته داسلام په لاره سم تللئ نشې .