د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوبډله به د غرب الهند ټاپو ته له ۲۶ مخکې ورسیږي

کرکټ څانګه 21.04.2010 23:05

راپور : الهام یاسیني

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله لا تر اوسه په متحده اماراتو کې ده او د اپریل د ۲۶ څخه به مخکې د نړیوال شل اوریزو سیالیو ته د غرب الهند ټاپو ته ورسیږي.

د لوبډلې مدیر بشیر ستانکزي تول افغان ته وویل چې لا تر اوسه معلومه نه ده چې په کوم تاریخ به لوبډله د غرب الهند ټاپوګانو ته روانه شي، ستانکزی وایي چې د کرکټ نړیوالې شورا ډاډ راکړی او په دې لټه کې دي چې افغان لوبډله د اپریل تر ۲۶ غرب الهند ته ورسوي.

دکرکټ نړیوالې شورا افغان ملي لوبډلې ته د اماراتو په الوتکه کې د سفر ټیکټونه اخستي دي،د اماراتو الوتکو انګلستان ته الوتنې پېل کړي او ډیر ژر به افغان لوبډله تر لندنه ورسوي، ستانکزی وايي چې تر لندنه اوس موږ کومه ستونزه نه لرو خو د لندنه د غرب الهند ټاپوګانو په لور الوتکو کې خالي ځای نشته.

 د کرکټ د نړیوالې شورا په ویب پاڼه کې راغلي چې لږو ورځو کې به د افغان لوبډلې غم وخوري او د خت څخه مخکې به یې ټاکلي ځای ته انتقال کړي.

د اروپا په اسمان کې د الوتکو په الوتنو هغه وخت بندیز ولګیده  کله چې د ایسلینډ په غره کې  د اوور غورزونې لوګو د اروپا اسمان ونیوه، دغې لوخړو ۵ ورځې دوام وکړ او تر نن پورې یې د  سل زره  الوتکو الوتنې کنسل کړي او په ملیونونو خلک یې د سفر څخه بند کړي دي.

 افغان لوبډله د اپریل په ۲۷ د غرب الهند د ملي لوبډلې او د اپریل په ۲۸ د ایریلینډ لوبډلې سره تمریني لوبې لري چې د افغان لوبغاړو د تمرین لپاره خورا مهمې دي، د کرکټ نړیواله شورا هیله لري چې دې تمریني لوبو ته افغانستان د غرب الهند ټاپوګانو ته په  وخت ورسوي.