د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سويلي افريقا افغان لوبډلې سره د لوبې په اړه اندېښمنه ده

کرکټ څانګه 21.04.2010 13:57

د الهام ياسيني رپوټ:

د سویلي افریقا د لوبډلې کپتان ګارهم سمیت د افغان لوبډلې سره د لوبې په اړه اندېښنه ښودلې ده او ويلي يې دي چې افغانستان ورته د ((کېلې پوستکی)) ثابتېدی شي يانې امکان لري چې پښه يې پرې وښيېږي او ماته ترې وخوري.

                                                                              

سمیټ د رسنیو په وړاندې د کريم صادق هغه وينا ياده کړه چې ویې ويل له له ډيل سټين له تېز توپ څخه نه ويرېږي او ويې ويل (( د افغان لوبډلې لوبغاړي د جنګونو په چاپیریال کې لوی شوي او دغه ټکې یې ډیر له خطره ډک دی، کچېرې زه په یو جنګي چاپېریال کې لوی شوی وی زه به هم لکه کريم صادق له تېزو توپ اچونکو نه ويرېدم)).

سمیت په دې باور دی او وايي (( افغان لوبغاړي ډېر  پیاوړي استعداد لري، د نړۍ د دویمې درجې د لوبډلو څخه يي ډیرې لوبې وګټلې او زموږ سره به يې لوبه ډیره حساسه وي)).

د کرکټ مینوال په تمه دي  چې  په نړیوالو جام کې کریم صادق د سویلي افریقا په خلاف څو منډې جوړوي او د ملي لوبډلې کوم لوبغاړي خپل نوم په تاریخ کې نوټ کولای شي.

د افغانستان ملي لوبډلې د هندوستان او سویلي افریقا سره کله لوبې نه دي کړي، د افغان لوبغاړو په تکتیکونو نه پوهیږي او د لوبې سره یې نا اشنا دي، همدا لامل دی چې د سویلي افریقا لوبډله په ویره او هیبت کې ده.

د باوري سرچينو په حواله افغان لوبغاړو تر اوسه د خپلو مخالفو لوبډلو د لوبې ويډيوګانې نه دي ليدلي چې په خاميانو او پياوړو ټکو یې ځانونه پوه کړي. که افغان لوبغاړي غواړي چې په نړيوال جام کې وځلېږي نو بايد د مخالفو لوبډلو لوبې وګوري او په ګډه ورته ټوله لوبډله ښه پلان جوړ کړي.

د کرکټ  نړیوال شل اوریزې سیالۍ د غرب الهند ټاپوګانو کې  د اپریل په ۳۰ نېټه پیل کیږي، افغانستان پکې  د می په لومړۍ ورځ د هندوستان او د می په پنځمه نېټه د سویلي افریقالوبې لري.