د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملي لوبډله له اوس هم په اماراتو کې ایساره ده

کرکټ څانګه 19.04.2010 21:04

راپور : الهام یاسیني

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله لا اوس هم اماراتو کې ده، د ایسلنډ اورغورزونکي غر لوګې لا تر اوسه هم په مستۍ دی او په اروپا کې يې د دیرشو هیوادونو افضاء نیولې ده.

د ملي لوبډلې مدیر بشیر ستانکزی ټوله ورځ د غیږې د کمپیوټر او تلویزیون له لارې د اروپا په اسمان کې د لوګو تازه معلومات څاري، ښاغلي د اماراتو د عجمان په ولایت کې ټول افغان ته وویل چې د کرکټ نړیواله شورا نن او سبا فیصله کوي چې د نړیوال شل اوریز جام لپاره ځینې لوبډلې له کومې لارې انتقال کړي.

ملي لوبډلې په دې ورځو کې د غرب الهند د ټوبیګو د سیمې د پیاوړې لوبډلې او د هغه ځاې دوه کلبونو سره د نړیوال جام د تیاري لپاره دوه دوه لوبې لرلي چې نن مازیګر هغه لغوه شوي.

ملي لوبډله پلان لرلو چې د دې میاشتې په ۱۶ انګلستان او بیا په ۱۷ ګایانا ته سفر وکړي خو د بنده او خدای وعده یوه نه وي او د ایسلنډ د اوورغورزونکي غر لوګې یې د سفر خنډ شو.

ستانکزی وايي چې په هڅه کې دی چې د لوبډلې  د تمرین لپاره د اماراتو لوبډلې سره دوه شل اوریزه لوبې برابرې کړي.

   

                                لوبغاړې په عجمان کې د راماډا د هوټل په جیم کې تمرینونه کوي

ستانکزی ډېر خواشینی دی چې دغې  غیر ارادي تاخیر لوبډلې ته ډېر زیان ورساوه، لومړی دا چې که په وخت رسیدلي وی نو لوبغاړي به د هغه ځای د هوا سره اشنا شوي وای، دویم  که په وخت رسیدلي وای نو د دې ځای او د هغه ځای د وخت اختلاف سره به لوبغاړي  روږدي شوي وای،دریم دا چې زموږ لوبډلې د ټوبیګو د پیاوړې لوبډلې سره تمریني لوبې لرلې هغې نن لغوه شوي او عغه موږ ته ډیرې موهمې وې ځکه موږ به ځان کتلای وای چې څومره په اوبو کې یو.

همدارنګه مو په دې اړه د لوبډلې د روزونکي کبیر خان سره اړیکه ونیوله  هغه وایې چې افغان لوبغاړو لپاره مو دفیلډنګ روزونکې سره خبره کړې  و چې په دې ورځو کې به لوبغاړو ته د فیلډنګ  روزونه ورکړي، فیلډنګ روزونکی د سویلي افریقا دی چې مخکې له دې یې د اسټرالیا او پاکستان لوبډلو ته فیلډنګ روزنه ورکړې ښاغلی جولین فاونټن نومیږي.

 

   

       لوبغاړي  وايي چې غرب الهند ته باید زر لاړشي چې د هغې ځای هوا او د وخت اختلاف سره عادت شي

  

          د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل او مرستیال کپتان محمد نبي عیسی خیل دتمرین په حال کې