د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي لوبډله د اوور غورځونکي غر د لوګو له امله ایساره ده

کرکټ څانګه 16.04.2010 17:54

دکرکټ ملي لوبډله د ایسلنډ د اوور غورزونکې غر د لوګو له امله په متحده اماراتو کې ایساره ده.

      

د ایسلنډ د اوور غوځونکي غر لوګو د انګلستان اسمان نیولی او د الوتکو الوتنو ته خنډ شوي دي(انځور ګارډین ورځپاڼه

ملي لوبډلې  پلان لرلو چې نن باید انګلستان او سبا ته د غرب الهند جزیرو ته د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو لپاره سفر وکړي، خو د پرون راهیسې د ایسلینډ اوور غورزونکي غر لوګو انګلستان ته د ټولو الوتکو الوتونې ځنډولي دي.

د ملي لوبډلې کپتان  نوروز منګل خواشینی دی،وايي(( که د هوا حالت ښه نشي نو د نړیوالو اتلولیو لپاره به کافي     تمرینونه    ونشي او لوبغاړي تمرینونو ته اړتیا لري

د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو د سفر لپاره بکسونه تړلي او د اماراتو په عجمان ولایت کې د الوتنې لپاره انتظار وباسي،د ملي لوبډلې مدیر بشیر ستانکزي ټول افغان ته په اماراتو کې وویل چې هیله لري سبا ته الوتنه وکړي.

د ملي لوبډلې روزونکی حاجي کبیر خان د جمعې لمانځه څخه هوټل ته روان دی، که په انګلستان کې د هوا حالت ښه وای نو کبیر خان به  نن د جمعې لمونځ  د دوبۍ په هواﺉې میدان کې کولو.

د اوور غورزونکې غر د لوګو له امله په ۱۹۸۲ز کال کې د انګلستان یوه الوتکه رالویدلې و چې اوس په داسې حالت کې هیڅ الوتنې ته اجازه نه ورکوي انګلستان ته سفر وکړي.

تر اوسه د اماراتو د الوتکو دفتر څه نه دې ویلي چې د EK 009  الوتکه به الوتنه کله کوي خو ملي لوبډله د الوتکو د دفتر خبر او د هوا حالاتو ښه کیدو ته انتظار وباسي.

 نن د اماراتو ټولې ورځپاڼې د خراب موسم په اړه خپل مخونه ډک کړي و. کریم صادق د ایسلند د اوور غورزونکي غر د لوګو خبرونه په ورځپانه کې لولي.