اماراتو افغانستان ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه
16.04.2010 01:51نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د اماراتو لوبډلې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه. افغان لولډلې بیټنګ لومړی پېل کړ او په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوزیدو د اماراتو لوبډلې ته ۱۴۶ هدف وټاکه. په نن لوبه کې نور علي ځدران په ۳۶ توپونو ۶۰م، کریم صادق په ۲۰ توپونو ۱۱م،نوروز منګل په ۱ توپ ۱م،محمد نبي عیسی خیل په ۳ توپونو ۸م، شهزاد محمدي په ۳۰ توپونو ۳۷م، اصغر ستانکزي په ۷ توپونو ۱۱م او ریس احمدزي په ۹ توپونو ۳ منډې جوړې کړي.
د ۲۰ اور په ۴ توپ د اماراتو لوبډلې څلوریزه ووهله او لوبه یې په ګټله تمامه شوه.
د نن ورځې د لوبې سکور کارډ
لوبډله | منډې | اورونه | سوځېدلي |
افغانستان | ۱۴۶ | ۲۰ | ۵ |
امارات | ۱۴۷ | ۲۰ | ۵ |
د شارجې په لوبغالي کې نن د افغان لوبډلې اخري تمریني لوبه و، د لوبغالي مسؤلینو د افغان لوبډلې سره تاریخي تصویر وویست
د هندوستان د یوه تلویزیون ژورنالسته او ژورنالست د افغان لوبغاړو بیټنګ تصویروي چې خپلې لوبډلې ته يې وښایې چې افغان لوبغاړي څنګه بیټنګ کوي، د افغانستان رسنۍ د مرګ په خوب ویدې دي، یوازې د ګتو به شمار رسنۍ د ملي لوبډلې د بریاوو سر سري خبرونه خپروي.
نن ولې افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه وبایلله؟
زما په اند چې د نن ورځې د لوبې شاهد یم زه فکر کوم چې لوبغاړي د فیلډنګ روزونکي ته عاجل ضرورت لري، د نن ورځې د لوبې بایللو وجه مس فیلډنګ و چې له پېله مس فیلډنګ روان و، په ۱۲ اور کې حمید حسن توب ته راغی په لومړي توپ کیچ وویسته خو د نوروز منګل او شاپور ځدران څخه مس شو، د همدې اور په ۲ توپ د اماراتو لوبغاړي ښه اوږده شپږیزه ووهله او توپ د لوبغالي څخه بهر لاړ په ۳ شهزاد ونکړای شول چې توپ ونیسي شاته ترې څلوریزه شوه.
د ۱۹ اور په پای کې د اماراتو د لوبډلې منډې ۱۴۲ و ي، څلور منډې ګټلو ته پاتي وې، په دې وخت کې نوروز منګل او محمد نبي عیسی خیل فیصله وکړه او اخرني اور ته يې حمید حسن راوست، د ۲۰ اور لومړی توپ د نورعلي ځدران څخه ووت او دوه منډې یې واخستي د دې سره د اماراتو د منډو شمېر ۱۴۴ ته جګ شو، په ۲ توپ حمید حسن د اماراتو پنځم لوبغاړی وسوزوه،دریم توپ مس شو، څلورم توپ د اماراتو لوبغاړي ووهه د دې پر ځای چې نور علي ځدران نیولی وی د مخې يې تېر شو د اوږدې منډې وروسته ترې څلوریزه شوه د دې سره ننۍ لوبه د اماراتو په ګته تمامه شوه.
د ملي لوبډلې روزونکی کبیر خان وايي چې د کرکټ نړیوالې شورا ورته د سویلي افریقا د فیلډنګ یو روزونکی ورپیژندلی خو د کبیر خان په وینا اوس وخت کم دی او لوبغاړي نشي کولای چې زیات تمرینونه وکړي د نړیوالو شل اوریزو سیالیو څخه روسته به فیصله کوي چې کله یې راولي.
ښاغلی کبیر خان زیاتوي چې په افغانستان کېد شنه چمن لوبغالي نشته چې لوبغاړي پکې د فیلډنګ زده کړې وکړي او د ښه فیلډنګ کول د شنه چمن لوبغالو ته اړتیا لري.