د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنظامي په شعرونو کې طنزی توکي - ۴

پوهنمل محمود نظري 15.04.2010 11:18

نظامي خسیس سړی د مار سره تشبیه کوي او وایي دا چالاکي نه ده چې ګنج ساتې خاورې خورې
آن مار بود نه مرد چالاک
کو گنج رها کند خورد خاک
هغه مار وي نه سړی چالاک
چې ګنج پرهیږی خوري خاک
داچي څوک زیار باسي او څوک یي خوری په هکله وايي
این فاخته رنج برد در باغ
چون میوه رسید می‌خورد زاغ
دې کوکو کوترې رنځ یو وړ د باغ
چې میوه پخه شي خوري یې زاغ

د بد سړی په صفت کی وايي سپي دچا ښه منی اوته نه
سگ دوست شد و تو آشنانه
سگ را حق حرمت و ترا نه
سپي دوست شو اوته اشنا نه
سپي د حرمت حق لری او ستا نه

سگ صلح کند به استخوانی
ناکس نکند وفا به جانی
سپي په یو هډوکي کوي سوله
پست وفا په ځان نه کوي ټوله
دلته د عاشقی حالت په طنزی ډول د مچ په مثال سره بیانوي
بر من ز تو صد هوس نشیند
گر بر تو یکی مگس نشیند
زان عاشق کورتر کسی نیست
کورا مگسی چو کرکسی نیست
چون مورچه بی‌قرار از آنم
تا آن مگس از شکر برانم

پر ما له تا سل هوس کښېني
که پر تا یو مګس کښېني
د هغه عاشق ړوند بل څوک نه وي
چې هغه ته مچ لکه ګرکس نه وي
لکه مچ بې قراره له دی یم
چی هغه مچ له شکره وشړم
یا دا چی وايي بد او مضر سړی ته وايي
چندین چه نهی به گرد هر غار
پا بر سر مور یا دم مار
ولی اږدی پښه په هر غار
پښه د میږی په سریا لکی د مار
یا دلته بیا د ژویو په مثال سره یو بل طنز پنځوي او وایي

مردمانی بدند و بد گهرند
یوسفانی ز گرگ و سگ بترند
پیامت بزرگست و نامت بزرگ
نهفته مکن شیر در چرم گرگ
ځینې خلک بد دي اوبد ګهر
یوسفان دی د لیوه او سپي بدتر
نوم دی لوی دی اولوی دي دی پيام
د لیوه په پوست کې زمری مه کړه نیام
هغه د هغه وخت د واک لرونکو په هکله چې د ولس له حقه غافل دی او لکه ښځې په ظاهری سینګار اخته دی ته په طنز وايي

مصحف و شمشیر بینداخته
جام و صراحی عوضش ساخته
آینه و شانه گرفته به دست
چون زن رعنا شده گیسو پرست
چند کنی دعوی مرد افکنی
کم زن و کم زن که کم از یک زنی

مصحف او توره یې غورځولې
جام او صراحی یې په بدل کې اخیستلې
ږمونځ او اېنداره یې په لاس کې نیولې
لکه ښکلې ښځه اوږده وېښتان پرې اېښې
که هر څه وکړې ادعا د بهادري
باټي مه وله باټي مه وله کم يې له ښځې
دنظامي ګنجوي په شعروکي ټوکې ټکالې هم شته ټوکې د خندا او خوشالي لپاره دي او په عمومي سطحه ویل کیږي بېله خندا اوخوشالی بله موخه نه لري
دنظامي گنجوی یوه ټوکه داسې ده
جوانی گفت : پیری را چه تدبیر
که یار از من گریزد چون شوم پیر
جوابش داد پیر نغز گفتار
که در پیری تو خود بگریزی از یار
ځوان ول:د زړښت څه دی تدبیر
چې یار زما نه تښتي چې شم پير
ځواب ورکړ زوړ حاضر ګفتاره
په پيري کي ته خپله تښتې له یاره

هغه ځای ځای لکه عام خلک په ماغزو کي د ټولنې ډیر بد دودونه ګرځوي او داسې وايي:
مزن زن را، ولی چون برستیزد
چنانش زن که هرگز بر نخیزد
ښځه مه وهه ولی که يي کوله دنګله
داسې يي وهه چی پورته نشي له ځایه