افغانستان د چارشنبې په ورځ د اماراتو سره لوبه لري
13.04.2010 23:17راپور : الهام یاسیني
افغان ملي لوبډله د چارشنبې په ماښام ۷ بجې د اماراتو د ملي لوبډلې سره شل اوريزه لوبه لري.
لوبه به د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. افغان ملي لوبډله دا مهال په شارجه کې پنځه ورځې تمرينونه کوي. افغانستان ددې تمرين په ترڅ کې د اماراتو د ملي لوبډلې سره دويمه لوبه د پنجشنبې په ورځ ماښام ۷ لري.
د چارشنبې په لوبه کې به محمد نبي عيسی خېل او حميد حسن دواړه لوبه کوي. حميد حسن نن سه شنبه له کوېت څخه اماراتو ته ورسېد. محمد نبی پرون اماراتو ته رسېدلی و. دواړو د انګلستان ويزې اخيستي دي او په دې ترتيب به ټولو لوبډله په ټاکلي وخت د لندن له لارې ويسټ انډيز ته د نړيوال جام لپاره سفر کوي.