د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په اړه د بنډولا او کبيرخان سره خبرې

کرکټ څانګه 13.04.2010 19:12

چمتو کوونکی : الهام یاسیني

په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ټول افغان په کویټ کې د کرکټ د آسيايي شورا د کرکټ د ودې مسوول او د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي کبيرخان سره د افغان کرکټ او راتلونکي په اړه خبرې کړي دي

بنډولا په دې باور دی چې  ((که چېرته افغان کرکټ پیاوړې او متخصصه اداره ولري نو کرکت په دې هېواد کې ډېر پرمختګ کولای شي)). کبيرخان بيا په دې باور دی چې په افغانستان کې ښه اداره او د کرکټ پرمختګ وخت ته اړتيا لري او د وخت په تېرېدو چې تکړه او تجربه کار لوبغاړي تقاعد کېږي نو دوی بيا کولای شي د کرکټ اداره په ښه توګه وچلوي.
                                                                     

                  بنډولا وارنپورا                                        د ملي لوبډلې روزونکی کبیر خان

له بنډو مو پوښتل چط  په عمومي ډول د افغانستان کرکټ څنګه ارزوي؟

 بنډولا وويل چې (( لومړی زه د افغانستان  د ملي لوبډلې په لاسته راوړونو ویاړم، نړیوال شل اوریز جام ته په رسیدلو ترې زموږ شورا ډېره خوشحاله ده او دا لاسته راوړنه د شورا لپاره ستر بری دی. افغانانو دا ثابته کړې چې په کرکټ کې ډېر استعداد لري کچېرته په  افغانستان کې د  کرکټ اداره په کرکټ پوهه او پیاوړې وي نو د کرکټ استعدادونه په لږ وخت کې ډېر پرمختګ کولای شي.))

د دې پوښتنې په ځواب کې چې  تاسو د کرکټ د ادارې د پیاوړتیا په لپاره څه وړانديزونه لرﺉ، بنډولا وويل چې  د کرکټ ښه اداره هغه ده چې په کرکټ پوهه وي، تر هغې چې د کرکټ بورډ په کرکټ پوه خلک او مخلصه  او همغږه ډله ونلري ژر به د افغانستان کرکت د زاوال سره مخ شي.

بنډولا زياته کړه چې د افغانستان د کرکټ بورډ بله لویه ستونزه داده چې د کورنې کرکټ په پرمختګ کې هیڅ نه دې کړي،د ملي لوبډلې لوبغاړي به څو کاله نور هم لوبه وکړي بیا به دوی ملي لوبډلې ته تکړه لوبغاړې له کومه کوي؟  د افغانستان کرکټ بورډ باید په افغانستان کې د کرکټ استعدادونه راټول او په همغه ولایتونو کې ورته لوبغالي او د کرکټ اکاډمۍ جوړ کړي.

بنډولا وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ باید تر اوسه په هیواد کې دوه یا درې لوبغالې جوړ کړي وای، دا هم لویه ستونزه ده چې د هرې سیالۍ لپاره افغان لوبغاړې بل هیواد ته روان یې، یو خو د لوبغاړو وخت ضایع کوي او بل د کرکټ بورډ لکښت زیاتیږي.

له بنډولا مو وپوښتل چې اوريدل کېږي چې  د افغانستان کرکټ بورډ او د اسیا کرکټ د شورا تر منځ ځینې مشکلات پیدا شوې و د هغې په اړه تاسو څه نظر لرﺉ؟

بنډولاوايي چې موږ د افغانستان کرکټ بورډ سره کومه شخصي دښمني نه لرو د خپل مسؤلیت په اساس مو ترې د مصرف شویو پیسو راپور او حساب غوښتنه کړې کومې چې د کرکټ له شورا لخوا ورکړل شوې وي، خو تراوسه پورې يې د مصرف شویو پیسو راپور نه دی راوړی، دا لومړی ځل دې چې موږ ته د افغان کرکټ بورډ مالي مسؤل عبدالعلي شینواری د دې کال د لومړي فصل د مصرف شویو پیسو راپور راوړی.

له کبيرخان څخه مو وپوښتل چې  څنګه کولای شو د بورډ اداره فعاله کړو او ولې د کرکټ بورډ په کارونو کې پاتې راغلې؟

کبیر خان وايي د کر کټ په پرمختللو هیوادونو کې د کرکټ تقاعد لوبغاړې ډېر دي او هغه تقاعد لوبغاړې د کرکټ بورډ او لوبو لپاره د لوبغاړو د خوښولو چارې پر مخ بیايې، موږ تر اوسه تقاعد لوبغاړې نه لرو چې د کرکټ بورډ سره مرسته وکړي او د کرکټ بورډ  چارې پر مخ بوځي، وخت ته اړتیا ده خو اوس باید د کرکټ بورډ اداره په هیواد کې د کرکت د پرمختګ لپاره له همدې لږو کرکټ پوهو سره خپل اندونه شریک او بیا قرار واخلي تر څو یو څه لاسته راوړنې ولري.

زموږ کرکټ بورډ چاته کافي وخت نه ورکوي هر سفر کې يې د ملي لوبډلې لپاره نوی مدیر ټاکلی وي، او زما په اند دا کار ښه نه دی یو کس ته باید کافي وخت ورکړل شي او بیا يې له دندې د ګوښه کولو او نه ګوښه کولو فیصله وشي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي چې د کرکټ بورډ پیسې بې ځایه او غلطې مصرفیږي د مثال په ډول ځینې د کرکټ چارواکې په زرونو ډالر تنخواه اخلي او همدار رنګه يې اوس د کرکټ بورد لپاره ودانۍ په ۵۰۰۰ ډالره د میاشتي کرایه کړي، په دې اړه څه نظر لري، کبيرخان وويل چې (( زه خو د کرکټ بورډ مشر نه یم او نه یې مالي مسؤل یم. خو دومره ویلای شم چې باید د کرکټ بورډ پیسۍ بې ځایه مصرف نشي او دا هم باید ووایم چې په کرکټ بورډ کې د ډیرې تنخوا مستحق د کرکټ لوبغاړي دي ځکه دا ټولې لاسته راوړنې د ملي لوبډلې د لوبعاړو برکت دی. تقریبا اوس په کال کې د کرکټ بورډ عاید ۱۸ لکه ډالره دی او د کرکټ بورډ ته پکار ده چې د هیواد په هغه ولایتونو کې د کرکټ لوبغالي جوړ کړي په کومو کې چې د کرکټ مینوال ډېر دي. د کرکټ بورډ ته چې له هر اړخه مرستې راځي باید غلطې او بې ځایه مصرف نشي، هو کچیرته یو څوک ډېر تکړه وي او کرکټ بورډ ته د خپلې تنخواه څو چنده د بهره  راوړلی شي خیر کې بیا د هغه تنخواه ډیره وي، خو بیا هم وایم چې د په بورډ کې د ډیرې تنخواه مستحق لوبغاړي دي.))