د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانانو ټيټه بيه د هغوى د وژل كېدو لامل

جاويد صبوري 13.04.2010 14:32

وړمه ورځ يو ځل بيا د ناټو ځواكونو بې وسلې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. دغه پېښه د كندهار هرات پر لويه لار هغه مهال رامنځ ته شوه چې ناټو ځواكونو د سپرليو پر يوه ٣٠٣ موټر ډزې وکړې، چې له امله يې د دغه موټر شپږ تنه سپرلۍ وژل شوې دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمى ايوبي په وينا چې دغه پېښه د سهار په شپږو بجو ديادې شوې لويې لارې په اوږدو کې د ژېړۍ ولسوالۍ د سنځري په سيمه کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا چې د ناټو ځواکونو يو کاروان چې له ميوند ولسوالۍ څخه د ښار پر لوري روان و. پر مخامخ راتلونکي ٣٠٣ موټر چې له کندهار څخه د هرات پر لوري روان و ډزې وکړې. د ايوبي په وينا په دې پېښه کې د ٣٠٣ موټر څلور تنه سپرلۍ وژل شوي او ١٨ تنه نور ټپيان شوي دي، خو یوه عیني شاهد د مړو شمیره شپږ تنه ښودلې ده.
د چارواكو په وينا په دې اړه د سيمه ييز حكومتي چارواكو او ناټو ځواكونو ترمنځ خبرې روانې دي.
دا لومړنى ځل نه دى چې داسې پېښې د لويو لارو په اوږدو كې رامنځ ته كېږي. تر دې وړاندې په كراتو داسې پېښې رامنځ ته شوي، چې يوه ښه بيلګه يې دوه درې كاله وړاندې د تورخم- جلال آباد پر لويه لار امريكايي ځواكونو د كابو پنځه كيلو مټرو په واټن كې په پرله پسې توګه په ولسي خلكو او موټرو ډزې كړې وي. همدا راز د كابل په سراى شمالي سيمه كې هم د يوې ترافيكي پېښې وروسته امريكايي ځواكونو پر ولسي وګړو ډزې پيل كړې.
دغه راز په لسكونه ځل د ناټو، ائتلاف او امريكايي ځانګړو ځواكونو لخوا ملكي وګړي په هوايي بريدونو، د كور پلټلو او مخامخ جګړو پر مهال وژل شوي.
د ملګرو ملتونو د ګزارش پر بنسټ تير كال د جګړو په ترڅ كې ۲۴۱۲ ملكي افغانان وژل شوي. دا شميره په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو تر ماتې وروسته د ملكي تلفاتو بې سارې كچه ښيي. د ګزارش پر بنست ددغه شميرې دوه پر دريمه برخه د بلاواګرو د بريدونو پر مهال او يو پر څلورمه د نړېوالو ځواكونو لخوا وژل شوي.
افغانانو تل د بهرنيانو لخوا د ملكي خلكو پر تلفاتو خپله غصه او قهر څرګند كړى، لاريونونه يې كړي، خبري كنفرانسونه يې ترسره كړي او ان په ځينو سيمو كې يې د افغان دولت سره د مقاطع ګواښ كړى. خو ډير لږ داسې شوى چې د بلواګرو پر وړاندې يې خپله قهر او غصه څرګنده كړې وي. او دا هغه څه دي چې ځينې بهرنيان يې بهانه كوي او پر افغانانو نيوكه كوي چې ولې د بلواګرو پر وړاندې دومره شديد غبرګون نه څرګندوئ.
خو خبره دا ده چې شكوه هغه د چا خبره چې له خپله كېږي. بلواګر خو بلواګر دي، كه دا كارونه يې نه كولاى نو ولې به ورته ترهګر ويل كېدى. نړېوال خو د مرستې او دوستانو په نوم راغلي. آيا نړېوال خپل دوست او دښمن نه پېژني.
آيا كله هم داسې شوي چې لږ تر لږه دوه يا درې كسه ځان وژونكو په يوه موټر كې ناست بريد ترسره كړى وي، چې اوس يې د ۳۰۳ ډوله موټر سپرلۍ چې لسګونه تنه وو، د دښمن ګمان يې پرې وكړ او ډزې يې پرې پيل كړې چې له كبله يې لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول او اتلس نور يې ټپيان شول.
خو ښايي خبره د افغانانو د ټيټې بيې څخه پيل شوې وي. د هغه ګزارش پر بنسټ چې په اسوشېټېډ پرېس كې خپور شو، د يوه افغان ماشوم يا ځوان وژل كېدو بيه له ۱۵۰۰ ډالرو تر ۲۵۰۰، معلول كېدل يا ټپي كېدل له ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالر، د موټر زيانمن كېدل يا ويجاړېدل له ۵۰۰ تر ۲۵۰۰ ډالرو او د كروندو زيانمن كېدل له ۵۰ تر ۲۵۰۰ ډالرو پورې بيه لري. اوس د نقدو پېسو علاوه څاروي هم د خون بها په ډول وركوي، چې واقعاً د خندا وړ ده.
د آې ډبليو پي آر په يوه راپور كې د اسماعيل نومي افغان سوداګر له قوله داسې ګزارش وركړل شوى دى: "اسماعيل چې له ډير قهره رپېدو، وويل ׳حتماً افغانان به امريكايیانو ته د څارويو په څېر وي، چې بيه پرې ږدي. كه څوك يو امريكايي ووژني او په بدل كې يې هغوى ته ۱۰۰۰۰ ډالر وركړي، هغوى به يې ومني؟׳"
ښايي ملكي تلفاتو له امله د خلكو قهر او غبرګون راپارېدو لپاره يوازې د خون بها )هغه هم ۲۵۰۰ ډالر( او څارويو وركول كافي نه وي، بلكې بايد هغه سرتيري او ځواكونه چې په خپل سر داسې كړنې كوي، محكمې ته راكش شي، او كه چيرې د اعدام واك او صلاحيت يې افغان دولت نه لري، لږ تر لږه په بند محكوم كړل شي.