د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د اماراتو ECB ته په ۲۰ منډو بايلله

کرکټ څانګه 13.04.2010 00:40

شهزاد نن د ګټلو کوښښ وکړ خو چا یې په منډو جوړولو کې ملګرتيا ونکړه.

د افغانستان ملي لوبډلې نن د عربي متحده اماراتو د شارجه په کرکټ لوبغالي کې نړيوال جام ته د تياري په لړ کې د دې هېواد د یوې سيمه ييزې لوبډلې ECB سره شل اوريزه لوبه وکړه چې د ECB په ګټه تمامه شوه.

افغانستان په ۲۰ منډو لوبه بايلوده.


فيلډ افغانانو پيل کړ.

بيټنګ لومړی ECB وکړ او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه. افغانستان نن په لوبډله کې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل او تېز توپ اچونکي حميد حسن او شاهپور ځدراڼ نه لرل. محمد نبي او حميد حسن په کوېت کې د انګلستان د ويزې په تمه پاتې دي او شاهپور ځدراڼ په کوېت کې د نېپال خلاف لوبه کې د ټپي کېدو له امله نن هم په تکليف و.

افغانستان نن نوی توپ اچونکی نصرت الله نصرت ولوباوه. نوموړی په کيڼ لاس سپن توپ اچوي چې د افغانستان په ملي لوبډله کې یوه زياتونه ده. تر دې پخوا په افغان لوبډله کې په کيڼ لاس توپ اچونکی نه و. سره د دې چې د نصرت الله نصرت توپ اچونه ډېره نه د ځلېدلې او نن هم پرې ډېرې منډې جوړې شوې، خو د تجربې د لاس ته راوړنې لپاره یې په تمريني لوبو کې لوبول اړين برېښي. نوموړی ښه فيلډ کونکی هم دی او که توپ اچول یې وځلېږي نو په راتلونکي کې به په افغان لوبډله کې ښه زياتونه وي.

افغان لوبډلې نن بيټنګ لکه د تل په شان په کريم صادق او نور علي ځدراڼ پيل کړل. کريم صادق په لومړي اور کې مخکې له دې چې کومه منډه جوړه کړي په منډه وسوځېد. محمد شهزاد یې ځای ونيوه او په منډو جوړولو یې پيل وکړ. افغانستان په پنځم اور کې نو رعلي ځدراڼ له لاسه ورکړ. کپتان نوروز منګل یې پر ځای راغی خو هغه هم په ۸م اور کې وسوځېد. پر ځای یې اصغر ستانکزی راغی خو د ECB سپن توپ اچونکي ښه وچلېدل او اصغر ستانکزي ته یې په ۱۰م اور کې ويکټې وويشتې.


شهزاد ښه په شوق لوبې ته ووت

ريس احمدزی په داسې حال کې د شهزاد سره توپ وهنې ته ودرېد چې د افغانستان څلور پياوړي توپ وهونکی سوځېدلي و او ټولې ۶۵ منډې جوړې شوې وې. په دې منډو کې ۳۴ یواځې شهزاد جوړې کړې وې. په یولسم اور کې د شهزاد بخت بيدار و او د اماراتو لوبغاړي یې کيچ ونشو نيولای.

په ديارلسم اور کې شهزاد درې سر په سر شپږيزې ووهلې او هيټرک یې وواهه. د ديارلسم اور دويم توپ و، په لوبغالي کې سيل ته راغلي زر افغانان غلي ناست و او افغان لوبغاړو د سستې اود یوې سيمه ييزې لوبډلې خلاف تر ډېره د بې خونده لوبې څخه خوښ نه وو چې شهزاد شپږيزه ووهله. توپ د افغان سيل کونکو په سر پاس په چت وغورزېد او د څو دقيقو لپاره ورک شو. د لوبې منځګړو چې بل توپ لوبغالي ته راوړ ورک شوی توپ هم بېرته پيدا شو. د افغانانو شور لا غلی شوی نه و چې سمدستې ورپسې په بل توپ شهزاد بله شپږيزه ووهله او د ا ځل بيا هماغې خواته توپ ورک کړ چېرته یې چې لومړی ځل توپ ويشتی و. په دې شپږيزه د شهزاد نيمه سليزه هم پوره شوه. شهزاد افغان سيل کونکو او افغان سيل کونکو شهزاد ته لاسونه خوځول او یو له بله یې مننه کوله. ورپسې په توپ سمدستي شهزاد بله شپږيزه ووهله او هيټرک یې جوړ کړ. شور نور هم ډېر شو او افغانانو څو دقيقو فکر وکړ چې ګنې امکان لري لوبه وګټي.

په څوارلسم اور کې افغانستان د شهزاد د شپږيزو په برکت د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې کړې وې چې د دې اور په دويم توپ شهزاد کيچ وسوځېد. شهزاد ټولې ۵۷ منډې وکړې. او نن یې خواري وکړه چې افغانستان ته دا لوبه وګټي.

د شهزاد پر ځای شبير نوري راووت. شبير په څوارلسم اور کې یوه څلوريزه ووهله. په پنځلسم اور کې د یو فولټاس پسې له کريز څخه ووت خو توپ ترې خطا شو او کيپر سمدستي سټمپ کړ. ريس په ۷ منډو وسوځېد. پرځای یې سميع الله شينواری راووت.  دا مهال ۱۵م اور و او د افغانستان منډې ۹۸ وې ، ۶ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.

شبير نوري په ۱۵م اور کې وسوځېد. پر ځای یې ميرويس اشرف راووت. په لومړي توپ یې اماراتي لوبغاړو کيچ وغورزاوه اویوه منډه یې جوړه کړه. د ۱۶م اور ۵م توپ ته راغی او مخامخ یې د امپاير پر سر توپ پورته کړه او دوه اماراتي لوبغاړي ورته خوا په خوا ولاړ وو او اسانه کيچ یې ونيوه.

دا مهال د افغانستان منډې ۱۰۳ وې، ۸ کسان سوځېدلي وو او د افغان لوبډلې د توپ وهنې حالات تشويقونکي نه وو.

۲۴ توپونه او ۳۳ منډې پاتې وې. د سميع الله شينواري سره نصرت الله نصرت ودرېد. د ۱۷م اور په درېم توپ کابو و چې نصرت الله نصرت په منډه وسوځي.  خو د اماراتو لوبغاړو له سليپ څخه ښکلی وار وکړ او د توپ وهونکي کريز ته ولاړه ويکټه یې وويشته. اپيل وشو خو امپاير ونه مانه. افغانستان په دې اور کې ۵ منډې واخيستې.

په ۱۸م اور کې لومړی توپ سميع الله وواهه، منډه یې واخيسته او مقابل کريز ته په رسېدو یې چې کله کوښښ کاوه چې بېرته راوګرځي، وغورزېد، نصرت الله ونه ليد او فکر یې وکړ چې بله منډه هم جوړېږي. خو کله چې بېرته خپلې ويکټې ته ورګرځېدو نو اماراتيانو د نوموړي د سوځولو نمانځنه پيل کړې وه.

اخري لوبغاړی دولت احمدزی راووت. د ۹ کسانو په سوځېدو افغانستان ۱۰۹ منډې جوړې کړې وې. افغانستان په ۱۸م اور کې ۵ منډې نورې جوړې کړې او منډې یې ۱۱۴ ته پورته شوې.

نولسم اور پيل شو او په ۱۲ توپونو ۲۱ منډې پاتې وې. دا وخت افغان سيل کونکو په خپل منځ کې ګونګوسي پيل کړي وو. یو افغان چې د ټول افغان د خبريال څنګ ته ناست ويل چې ((لوبه بايلل شوې ده)). د نولسم اور دويم توپ د سميع الله شينواري د بيټ په څنګ ولګېد او کيپر چې له ويکټو کابو ۷ متره شاته ولاړ و کيچ ونيوه.

په دې ترتيب د اماراتو یو سيمه ييز کلب د نړيوال جام یوې لوبډلې ته ماته ورکړه. د لوبې سيل ته ناست افغانان هم بې له دې چې په خوله مسکا ولري خفه روان شول.

افغانستان په ۲۰ منډو بايلوده.

سره د دې چې لوبه د تمرين په موخه وه، خو روښانه نه شوه چې افغان لوبډلې ولې بايلوده. افغان سيل کونکو له یو بله څخه پوښتنه کوله چې ايا لوبغاړي ستړي وو او که د بري هوډ یې نه درلود. چا به لومړۍ خبره تاييدوله او چا به د ويمه.


افغانانو نن د شهزاد شپږيزو ته لنډ مهاله خوښي وکړه خو پايلې خوند ورنکړ

د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ افغان لوبډله د اماراتو د ملي لوبډلې سره د شارجې کرکټ لوبغالي کې د ماښام په ۷ بجې شل اوريزې لوبې لري.