د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان شارجه کې تمريني لوبه کوي

کرکټ څانګه 12.04.2010 00:28

 

Img_1411

                                                               لوبډله دوبۍ ته رسېدو په مهال

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دوشنبې په ماښام اوه بجې د اماراتو د یوې سيمه ييزې لوبډلې سره شل اوريزه لوبه کوي.

د ملي لوبډلې مدير بشير ستانکزي ټول افغان ته وويل چې لوبه نړيوال جام ته د تياري په موخه ترسره کېږي.

ستانکزي وويل چې لوبډله به د ورځې له خوا د شارجې کرکټ لوبغالي کې – چې د افغان کرکټ کورنی لوبغالی دی – بېلابېل تمرينونه کوي او په ماښام کې به شل اوريزه لوبې کوي.

ستانکزي زياته کړه چې افغان لوبډله به د اماراتو د ملي لوبډلې سره هم دوه لوبې کوي او وروسته به نور معلومات د رسنيو په لاس کې ورکړي.