د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغان ملي لوبډله دوبۍ ته ورسېده

کرکټ څانګه 12.04.2010 00:23

افغان ملي لوبډله نن سهار دوبۍ ته ورسېده او د دوبۍ مېشتو افغانانو له خوا یې د ګلونو په وړاندې کولو تود هرکلی وشو.

افغان ملي لوبډله به یوه اونۍ د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې تمرين کوي او بيا به د لندن له لارې ويسټ انډيز يا غرب الهند ته ځي چېرته چې به د شل اورونو د نړیوال جام لپاره لس ورځې تمرين کوي او د می په لومړۍ نېټه به د شل اورونو په نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د هندوستان سره کوي.

په دوبۍ کې په لسګونو افغانان د لوبډلې هرکلي ته د دې امارت هوايي ډګر ته ورغلي وو. دوبۍ مېشتو افغانانو ملي لوبډلې ته په کوېت کې د آسيايي اتلولۍ د ترلاسه کولو مبارکي وويله او د عجمان تر امارت پورې یې - چېرته چې لوبغاړي مېشت دي - لوبډله بدرګه کړه.

د دوبۍ په هوايي ډګر کې هرکلي ته ورغلي افغانانو په کوېت کې د ګټل شوي جام سره يادګاري انځورونه هم واخيستل.

افغان سوداګر حاجي محمد عالم چې د لوبغاړو هرکلي ته ورغلی و ټول افغان ته وويل چې هيله مند دی چې افغان لوبډله به په نړيوال جام کې ښه لوبه وکړي. نوموړی په داسې حال کې چې د ګلونو ګېډۍ يې په لاس کې وه او د لوبډلې هرکلي ته په تمه و خوښ ښکارېده او ويې ويل چې په اماراتو کې مېشتو افغانانو تل د ملي لوبډلې درناوی کړی دی او دا ځل به هم کوښښ کوي چې په اماراتو کې د دوی استوګنه ارامه وي او د شل اورونو نړيوال جام ته په ډاډه زړه ولاړ شي.

الله نور سيلاب او اجمل ځاځی دوه نور افغان مخور وو چې د لوبډلې هرکلی یې د دوبۍ په هوايي ډګر کې وکړ. سيلاب ټول افغان ته وويل چې لوبډله څومره پرمختګ کوي هومره ترې د ولس تمه ډېرېږي. نوموړي وويل چې د لوبغاړي کريم خان صادق څخه یې د ستړي مه شۍ په مهال لومړۍ پوښتنه دا وه چې نړيوال جام ته خو به یې ښه تياری نيولی و. سيلاب وايي چې لوبغاړي په نړيوال جام کې د لوبو د ګټلو په هوډ روان دي. 

د يادونې ده چې حميد حسن او محمد نبي عيسی خېل په کوېت کې د انګلستان د ويزې د ترلاسه کولو لپاره پاتې دي او وروسته به دوبۍ کې د لوبډلې سره یو ځای شي. د نورو ټولو لوبغاړو د لندن ويزې شوي دي.

د هرکلي دانځورونو لپاره لاندې لینک کیکاږﺉ..

د کرکټ ملي لوبډله له کویټه تر اماراتو
مخکېنی خبر:

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې د جمعې په ورځ یې د کرکټ د آسيايي شورا د یو ورځنيو لوبو اتلولي وګټله د يکشنبې په ورځ عربي متحده اماراتو ته رسېږي.

لوبډله به دوبۍ هوايي ډګر ته د دوبۍ په وخت سهار ۱۱:۴۵ بجې په کويت اير يا کويتيه کې رسېږي.

اتله لوبډله به یوه اونۍ د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې تمرين کوي او بيا به د لندن له لارې ويسټ انډيز يا غرب الهند ته ځي چېرته چې به د شل اورونو د نړیوال جام لپاره لس ورځې تمرين کوي او د می په لومړۍ نېټه به د شل اورونو په نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د هندوستان سره کوي.