د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کویټ میشتو افغانانو د ملي لوبډلې بری ونمانځه

کرکټ څانګه 11.04.2010 23:59

پرون ماښام د کویټ د هیواد په پلازمېنه کې میشتو درنو افغانانو د کرکټ ملي لوبډلې ته د اسیا د شورا د ایلیټ جام د ګټلو په ویاړ ښکلې پرتمینه غونډه وکړه.

غونډه په کويټ د میشتو افغان سوداګرو له خوا ترتیب شوې وه، د افغان سوداګرو د ټولنې مشر اغا صېب قاسم مجددي، حاجي ولي محمد، انجینر غلام حبیب زلمي، حاجي فلک نواز، حاجي انجینر هارون، حاجي محمد یوسف قریشي، سردارخان لکڼوال، حاجي نصیر خان، حضرت ولي او عبدالقدیر لخوا د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته ډالۍ او نغد انعامونه ورکړل شول.

په ډالیو کې هر لوبغاړې ته یو یو قران کریم هم ورکړل شو.

غونډه د قارې نوح یوسفزی په تلاوت پېل شوه، دین پوه محمد صدیق قریشي د اسلام له نظره د ورزش اهمیت په غونډه کې ګډونوالو ته بیان کړ، دین پوه قریشي ورزش د سیاست څخه بېل او لوبغاړې يې د سولې استازي وبلل او په لوبغاړو یې سپارښتنه وکړه چې خپلو لوبو ته توجه او هیواد ته نور ویاړونو هم راوړي.
په کویټ کې افغان مخور او سوداګر

غونډې ته افغان سوداګر حاجي فلک نواز وویل چې لوبډله هر کله کویټ ته راځي موږ ورته هرکلی وایو او د سترګو په بڼو يې ګرځوو،  فلک نواز او حاجي انجینر هارون په کویټ کې د کرکټ د ملي لوبډلې له وتلو خدمتګارانو او ملاتړو څخه دي، د نورو افغانانو په څېر يې خپل کارونه پریښې و او د لوبډلې تشویق او خدمت ته يي ملا تړلې وه.

غونډې ته د سفارت استازو هم خبرې وکړې. لوبډلې، کوېت مېشتو افغانانو او افغان ولس ته یې د ملي لوبډلې د برياو مبارکي وويله او هيله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې ورته افغان کرکټ بورډ کوېت ته د ورتګ په اړه له مخکې خبر ورکوي چې دوی یې لا ښه خدمت وکړای شي.

 د ملي لوبډلې مدیر بشیر ستانکزي لوبغاړې د غونډې ګدونوالو ته وروپیژندل، په کویټ کې یې له میشتو افغانانو څخه د کرکټ بورډ په استازي توب مننه او کورودانی وکړ، ستانکزی د لوبډلې په پرمختګ کې د رسنیو رول مهم وګاڼه، ستانکزي له ننګرهار ملي رادیو او تلویزیون،شایق رادیو تلویزون، بي بي سي،  په خوست کې د ولس غږ او له ټول افغان ویب پاڼې ځانګړې مننه وکړه.

د غونډې کوربه توب  په کویټ کې افغان سیاسي کارپوه الحاج فضل الله رشتین پر غاړه لرله، ښاغلی رشتین په کویټ کې د ملي لوبډلې له لومړیو ملاتړ کوونکو څخه دی، ښاغلي رشتین لوبغاړې په ښکلو خبرو او ستاینو ونازول.


       لوبغاړو او جام سره په کویټ کې میشت افغانان تصویرونه وباسي                             ښاغلی رشتین  د لوبډلې ډاکټر  عظیم ملک ته ډالۍ ورکوي

د ملي لوبډلې د ویاړغونډه د خوشحالۍ په خنداګانو پای ته ورسیده، په غونډه کې هر ګډونوال د کرکټ د اتلانو او ګټل شوی جام سره انځورونه واخيستل.

انځورونه د دې ليکنې کيڼې خوا ته کتلای شئ. او يا دلته ټک ورکړئ.