د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان کرکټ لوبډلې ستونزې

اجمل شریف 11.04.2010 14:41

له ډیر پخوا راهیسی پاکستاني لوبغاړي د بې نظمۍ او داخلي ستونزو له امله دناکامیو سره مخ دی.

 خو د ۲۰۰۹پ ه اخرو کې کله چې پاکستاني لوبغاړو له اسټرالیا څخه پرلپسی درې پنځه ورځنۍ، پنځه یو ورځنی او یوه شل اوریزه لوبه وبایلله نو نه یواځی د پاکستانی منجمنټ تر نیوکی لاندی راغی بلکه لوبغاړي یی هم اول ورټل شول او وروسته بیلابیل سزاګانې ورکړل شوې.

د مثال په توګه یونس خان چی په خټه پښتون دی او محمد یوسف چی تر ۲۰۰۵ د مخه مسیحي و او بیا مسلمان شو دواړه لوبغاړي تر نامعلومی مودی وشړل شول او شعیب ملک چی تر ډیری مودی یی د پاکستان د ټیم سرپرستي کړیده، او رانا نویدالحسن، دیو کال لپاره په ټیم کی د لوبی کولو څخه منعه شول.

په همدی ترتیب آفریدي، کامران اکمل او عمراکمل مالی جرمانه شویدي. بعضي خلک دنوموړی ټیم د ناکامیو سبب د دوی بی نظمي نه بلکه د ملک داخلی کړکیچونه په ګوته کوي.

د ټیم روزونکی چی انتخاب عالم نومیږی هم له خپلی دندی ګوښه کړی شویدی او پرځای یی وقاریونس ټاکل شویدی.

داسی بریښی چی دغه بد تاثرات به هرومرو پاکستاني لوبغاړي په راروانه میاشت کی دشل اوریزو لوبونړیوال کپ له اتلولۍ څخه بی برخی کیدلو ته اړباسي.