د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له خپلو اولادونو سره څه ډول چلند وکړو؟

محمدظريف عنايت زی 11.04.2010 14:16

ميندې اوپلرونه بايد له خپلوځوانواولادونوسره ښې اودومره نږدې اړيکې ولري چې کله هره ستونزه ورته پيداکيږي هغه سمدستي له خپل پلاراومورسره شريکه کړي ،بايد موراوپلارداثابته کړي چې له خپلواولادونوسره ددوستانوپه شان دي.
خوله بده مرغه چې په افغانستان کې ډيری کورنۍ له خپلواولادونوپه تيره بيا ځوانانوسره ښه اړيکي نلري له همدې امله دوي دې ته اړکيږي چې له نوروسره اړيکي ټينګ کړي اوډيرځله دغه رازاړيکې ددوي دژوند دخرابيدولامل کيږي ،ځکه کله چې يوځوان وينې په کورکې څوک ورته پاملرنه نه کوي اودهغه خبروته ارزښت نه ورکوي له پرديوسره داړيکودټينګولولپاره هڅه کوي چې دا کارډيرې ناوړه او خطرناکې پايلې لرلی شي ځکه د نوې ځوانۍ په وخت کې دښه دوست او ملګري تشخيص ګران وي ډيرځله ليدل شوی چې همدا ناوړه دوست اوملګری ديوه ځوان دبې لارې اوسرغړونې لامل کيږي چې همدا ناوړه ملګری هغه ته نه جبرانيدونکې ستونزې ، ناخوالې ، عادت اوياعمل ورپه برخه کوي او د ژوند ترپايه له کړاوونو سره مخامخ وي چې بيا پښيماني کومه ګټه نلري .
ډيرځله موراوپلارله اولادونوڅخه دخپلې ځوانۍ د وخت په شان کړنو تمه لري خوداچې دوخت په تيريدوسره شرايط توپيرکوي اوټولنه پرمخ ځي داکاردځوانانودخفګان لامل کيږي اوداسې فکرکوي چې موراوپلاريې دوي ته پاملرنه نه کوي اوپروايې نلري ،خوکه موراوپلاردخپلواولادونوخبرو ته غوږکيږدي اودهغوي روااوسمې غوښتنې دامکان تربريده پوره کړي په کورنۍ کې دخوښۍلامل کيږي ،کله چې ځوان دواده عمر ته ورسيږي اودواده کولولپاره څوک په خپله ټاکي اوکه چيرې موراوپلاربې له دې چې له هغه سره په دې اړه خبره وکړي اود مقابل لوري په اړه له پوښتنو اوګرويږنو پرته له دې کار سره مخالفت وکړي په دې کارسره ځوانان دکمي اوکمزورۍ احساس کوي بايده دي چې کورنۍ په دغه رازحالاتو کې په منطقي توګه خپل ځوانان قانع کړي ،که څوک غواړي ښه اولادونه ټولنې ته وړاندې کړي دومره ګران کارهم نه دی يوازې ټنيګه اراده او د کورنۍ د هرغړي په وړاندې د مسووليت احساس اودهغوي خبرې ته غوږنيول ډيراړين کار دی چې ترټولومخکې خپل اولادونه له هماغه ماشومتوبه په اسلامي لارښوونواوتعليماتوسمبالول دموراوپلاراو دکورنيود نورو مشرانو لومړۍ اومهمه دنده اومسووليت دی .
په پخوا وختونو کې د ماشومانو په روزنه کې که څه هم د اوس په پرتله نيمګرتياوې وې خو يوه اصل چې په پخوانيو کورنيو کې ورته ډير پام کيده خپلو دودونو او کلتور ته ژوره پاملرنه وه او بهرنيولاملونو پرې دومره اغيز نشو کولاي خو په اوسني پير کې بهرني کلتور د ځوانانو په تيره بيا د وروسته پاتې هيوادونو پر ځوانانو ژور اغيز کړئ او کورنيو او سيمه ايزو دودونو ته دومره پام نه کيږي ځکه بهرنيان په تيره بيا لويديځوال ترډيره هڅه کوي له بيلابيلو لارو خپل کلتورچې له اسلامي اصولو اود افغاني ټولنې له دودونو سره هيڅ اړخ نه لګوي زموږپرټولنه واکمن کړي چې په دې کارکې ځوانان تربلې هرې پرګنې زيات د دوي په لومو کې راګير کيږي پرته له دې چې راتلونکو ناوړه زيانونو ته يې پام وکړي.
نوترهرڅه وړمبی ټينګه عقيده په اولادنو کې رامنځته کول اواسلامي ارزښتونواوباورونو ته د هغوي تربل هرڅه زياته پاملرنه په ژوندانه کې د هغوي د سوکالۍ اوبري ښه ضمانت کولاي شي . بايد د سالمو اولادونوپه روزنه کې ژورفکروشي ځکه که ماشوم له هماغه لومړيو له کلکې عقيدې او باوره برخمن نه وي کله چې د ګډ ژوند پړاو ته ورسيږي په ټولو چارو په تيره بيا ستونزواو ناخوالو کې به نهيلي او له بيلابيلو رواني ناروغيو سره مخامخ کيږي ځکه که مسلمان دا باورپه ځان کې پياوړی کړي چې هرڅه د خداي تعالی له پلوه دي او په هرډول شرايطوکې د هغه رضا شرط وبولي نوبريالی ژوندبه ونلري ځکه دغه راز کسان د زړه له سکون او ارامښته برخمن وي په هرډول ناسموشرايطوکې صبراوزغم اوخداي ته مخه کول د ټولو ستونزو يوازينی لاره بولي اودغه راز کسان بيا الله تعالی نهيلي نه پريږدي .
نو اوس چې زموږپه هيوادکې دماشومانواوځوانانود ښې روزنې لپاره مرکزونه نشته کورنۍبايد دکور چاپيريال داسې برابرکړي چې ماشومان يې غيراخلاقي مسلوته ورونه کاږل شي بايدپه دې تمه نه وچې نورموږته يوکاروکړي بلکه بايد په خپله هڅه وکړو چې کلتوري يرغل او ناسم دودونه زموږ پراولادونو ناوړه اغيزې ونکړي اود هغوي عقيدې اوباور ته زيان ونه رسيږي .
هغه ماشوم چې سالمه روزنه نه ده ورکړل شوې ،د موراوپلارمينه اومحبت يې نه دی ليدلی هغه په دې هم نه پوهيږي چې څه ډول ژوندوکړي دخپل ژوندلپاره سمه لاره غوره کړي،نني ماشومان چې دسبا ورځې ميندې اوپلرونه دي کله چې په خپله سم نه وي روزل شوي خپل ماشومان به څه ډول وروزي هغه ماشومان چې دموراوپلار له روزنې بې برخې دي له نوروسره داړيکې په ټينګولوکې په بيلابيلو فسادونوککړيږي .په دې هيله چې کورنۍ د اولادونوپه روزنه او پالنه کې خپل لوي مسووليت ته ژوره پاملرنه وکړي .