د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان او نېپال تر منځ د پايلوبې انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 10.04.2010 01:56

د ننۍ لوبې اتلان هغه پنځه زره افغانان وو چې د اتلې ملي لوبډلې سيل ته راغلي وو او ملي لوبډلې کورونه خوښ ستانه کړل.

انځورونه او رپوټ: عصمت الله اندړ او الهام الحق ياسيني له کوېت څخه:
پچه نېپال وګټله. او دا چې لوبغالی د منډو جوړولو لپاره مناسب نه و نو غوره یې وګڼله چې پخپله فيلډ وکړي.
د افغانستان نوروز هم د خپل بخت پرېکړې ته تسليم و او منډو جوړولو ته یې ملا وتړله. ټولو سره دا وېره وه چې د نېپال فيلډ ډېر ښه دی او کولای شي د افغانستان د منډو جوړولو مخه ونيسي.

د افغانستان منډې کريم خان صادق او نور علي ځدراڼ پيل کړې. کريم صادق تېزه لوبه پيل کړه او په لومړي اور کې یې یوه څلوريزه ووهله. بل خوا د نېپال سپين او تېز توپ اچونکو ورته د منډو مخه ډب کول پيل کړل. دواړو خواوو له پيل څخه د بري هوډ لرلو.

یواځې لوبډلې نه بلکه جنډې یې هم غاړه غړۍ وې. تا به ويل که جنډې په هوا او لوبډلې په لوبغالي کې د بري هڅې کوي.

جنډه پوش افغانان له پيله په لوبغالي کې ناست وو. ډېرو یې په رضاکارانه ډول په افغانستان کې راديوګانو ته په ژوندۍ بڼه کامنټري یا په لوبه تبصرې کولې. د ټول افغان همکار الهام الحق ياسيني د ننګرهار او عصمت الله اندړ د ننګرهار د شرق راديو ته په ژوندۍ بڼه د تيلي فون له لارې احوال ورکاوه.

نور علي په شپږم اور کې په منډه وسوځېد چې د نېپال لومړی سخت ګوذار و چې افغان لوبډلې ته یې ورکړ. نور علي ټول ۱۲ توپونه ولوبول او ۵ منډې یې جوړې کړې. ورپسې شهزاد راووت او لا یې پښې په کريز سمې نه وې خښې کړې چې په دويم توپ کيچ وسوځېد. توپ لږ د نوموړي د بيټ په سر ولګېد او د نېپال پياوړی فيلډ ورته په تمه ولاړ و.

د نور علي او شهزاد له سوځېدو وروسته د افغان لوبډلې او په ځانګړې ډول کپتان تشويش له ورايه معلومېده.

کريم خان صادق نن ځان کلک کړ،  د نوروز، ميرويس اشرف او اصغر سره یې ښه ملګرتيا وکړه، په ۱۰۵ توپونو یې ۵۸ منډې وکړې، ډېر وخت به داسې ښکارېده لکه د ځان سره چې لوبه کوي.  له روزونکي کبيرخان له خوا ورته همداسې لارښوونه شوې چې بايد ويکټه ايساره کړي او همداسې یې وکړل. تجربه دلته په کار راځي.

کريم تر ټولو ډېرې منډې وکړې او ۲۹ اورونه یې یوه قيمتي وکټه وساتله. و د کريم له خوا د خپلې ويکټې د ساتلو سره سره د افغانستان د نورو لوبغاړو د ويکټو غورزېدل ونه درېدل، په ۱۲م اور کې د ۱۴ منډو جوړولو څخه وروسته نوروز کيچ وسوځېد، او ورپسې ميرويس اشرف -چې  بيټنګ ته وختي راويستل یې پر ځای پرېکړه وه - په ۲۷م اور کې په ۲۶ توپونو د ۲۴ منډو په جوړولو (۱ څلوريزه، ۲ شپږيزې) وسوځېد. کريم او ميرويس اشرف ښه ملګرتيا وکړه او په ګډه یې ۵۹ منډې جوړې کړې.

ورپسې د افغانستان شپږمه ويکټ (اصغر ستانکزی) له دوه اورونو لوبې کولو وروسته وسوځېد. د زړونو درزا نوره هم زياته شوه او تشويش نور هم زيات شو ځکه افغانستان په ۳۰ اورونو کې د شپږو ويکټو په بايلودو ۱۱۴ منډې کړې وې. د نېپال بيټنګ ته په کتو د یو ويرونکی نمبر و.

ټولو خلکو سترګې ريس احمدزي او محمد نبي ته نيولې وې. له دوی وروسته یواځې سميع الله شينواری پاتې و چې په دې سيالۍ کې یې بيټنګ نه دی ځلېدلی او یواځې ښه توپ اچونکی و. ريس احمدزي او محمد نبي ښه خواري وکړه، تر دې چې ريس ځان خوږ کړ او نور علي ځدراڼ یې مرستې ته راغی چې منډه ورته ووهي. په بيټنګ کې عموما دوه توپ وهونکي مشوره کوي. پورته په انځور کې ماشالله زموږ درې لوبغاړي مشوره کوي.

محمد نبي عيسی خېل د ريس احمدزي سره ۱۷ اورونه ودرېد، په ۴۶ توپونو یې ۴۸ منډې (۱ څلوريزه، ۲ شپږيزي) جوړې کړې،  او داسې وخت وسوځېد چې د ريس احمدزي سره یې په ګډه ۲۱۱ ته رسولې وې.

دې تجربه کار لوبغاړي (ريس احمدزی) نن ۲۱ اورونه مقاومت وکړ. پخواني کپتان د بېلابېلو لوبغاړو سره د ۱۰۶ منډو ملګرتيا وکړه چې پخپله یې په کې ۶۴ توپونو ۵۲ منډې (۵ څلوريزې، ۱ شپږيزه) جوړې کړې چې ده ته یې د لوبې د غوره لوبغاړي لقب وروباښه او افغانستان ته یې اتلولي وګټله.

د محمد نبي په سوځېدو ټولو سترګې ريس احمدزي ته نيولې وې. ډهل والا هم ډهل ته کش ورکړ، ريس په جذبه کې راغی او دا چې ټول ۲ اورونه پاتې وو نو بايد لوبه یې نوره هم تېزه کړې وه، ښه کلک ګوذار یې وکړ خو توپ په هوا کې ډېر جږ شو او کيچ وسوځېد. دا مهال د افغانستان منډې ۲۱۷ وې. په اخري دوه اورونو کې سميع الله شينواری ، حميد حسن او شاهپور ځدراڼ په درې ويکټو ۷ منډې وکړې او افغان لوبډله ټوله په ۲۲۴ منډو وسوځېده.

حاجي کبيرخان او نوروز منګل د نېپال د راپرزولو ښه پلان جوړ کړی و. سره د دې چې دا لوبغالی په سهار کې د سپن توپ اچونکو وو، په ماسپښين دوی ته معلومه شوې وه چې د نېپال د توپ وهنې تاريخ ته په کتو ورته د افغانستان تېز توپ اچونکې ورولېږي. شاهپور ځدراڼ او ميرويس اشرف د افغانستان توپ اچونه پيل کړه. ميرويس اشرف د نېپال دوه ويکټې په ۴م او ۶م اور کې واخيستې او نېپال له پيله خراب کړ. په اتم کې یې بله ويکټه هم کابو کړې وه خو له اصغر ستانکزي څخه کيچ وغورزېد.

شاهپور ځدراڼ  د یوې څلوريزې د رانيولو کوښښ وکړ او سخت ټپي شو.  د افغانستان فزيو عظيم ملک او د آسيايي شورا فزیو ورسره له لوبغالي د وتلو او درمل کولو مرسته وکړه. د شاهپور پر ځای شبير نوري فيلډ وکړ.

دا لوبغالی سټيډيوم نه دی او د سيل کونکو د ناستې مناسب ځای نه لري، نو ځکه دا ښاغلي ونې ته ختلي وو. سره د دې چې نن په فيلډ کې ريس احمدزی په بيټنګ کې د ټپي کېدو له امله ونه لوبېد او کريم صادق د یوې څلوريزې د راګرځولو په مهال ټپي شو، په ونو کې ناست کسان ټول روغ رمټ وو او څوک په کې له ونې راونه غورځېد. کېدای شي لوبغاړي به په کرکټ کې دومره تجربه نه لري لکه دا وروڼه چې یې د ونو په ختلو کې لري.

هو، هو، کافي ډېر خلک په ونو کې ناست وو.

ښې خوا ته په دريشي کې د سفارت دويم سکرتر وزيري صيب هم د لوبې سيل ته نن راغلی و. دا لومړی ځل و چې د سفارت څوک لوبډلې ته او يا یې لوبو ته راغلل.
د نېپال د هېواد بيا سفير او مېرمن یې لوبو ته راغلي وو. دې ته وايي ديپلوماسي او هېواددوستي، زموږ د بهرنيو چارو په وزارت کې هم د افغانستان د استازيتوب دعوه ګير ناست دي. هو، یواځې دعوه ګير.

نېپال له پيله په منډو جوړولو او ملګرتيا ساتلو کې پاتې راغی.  څلورمه ويکټه یې محمد نبي په ۱۷م او ۵مه یې حميد حسن په ۲۴م اور کې واخيستې. حميد حسن خو د نېپال د ډيپنډرا د ويکټو منځنی سټمپ يا لرګی دومره تېز وويشت چې پنځه ګزه یې لرې وغورزاوه او په منځ یې دوه ټوټې کړ. په پورته انځور کې یواځې کپتان نوروز منګل نه بلکه په ونه کې ناست  او لاندې ولاړ افغانان هم د ويکټې ماتېدو ته ډېر متوجه دي. د دې ويکټې په اخيستو حميد حسن نه یواځې ويکټه ماته کړه بلکه د نېپال د بيټنګ ملا یې هم ورماته کړه. د نېپال دا ټپ تر پايه ونه رغېد.

د لوبې منځګړی (امپاير) دړې وړې ويکټه راټولوي او افغانان یې د حمید حسن سره یوځای لمانځي. ټپي کريم لا ور رسېدلی نه دی. تر دې وروسته د نېپال شپږمه ويکټ نوروز منګل په ۲۶ م اور کې، ۷مه ويکټ حميد حسن په ۲۷م اور کې، او ۸مه ويکټ سميع الله شينواري په ۳۲م اور کې واخيسته او د نېپال ماته یې باوري کړه. دا وخت د نېپال منډې ۱۰۲ وې. په ۱۷ اورونو کې ورته په ۲ ويکټو ۱۲۳ منډې پاتې وې.

نوروز منګل د نېپال پاتې دوه ويکټې د ۳۷م اور له پای څخه مخکې راټولې کړې او پخپله د جام د پورته کولو لپاره وغوښتل شو. افغانستان د نېپال ټول لوبغاړي په ۱۲۹ منډو وسوځول او په ۹۵ منډو یې ماته ورکړه.او افغانستان د لومړي ځل لپاره ...

د کرکټ د آسيايي شورا د غوره هېوادونو جام پورته کړ. تر دې مخکې افغانستان د کرکټ د آسيايي شورا د ۲۰ اورونو ايليټ جام دوه ځلې پورته کړی و خو د یوې ورځنۍ لوبو جام یې هم دا دی پورته کړ او ثابته یې کړه چې د ټيسټ هېوادونو وروسته د آسيا د کرکټ په تخت افغانان ناست دي.

لوبغاړو د افغانانو سره اتلولي یو ځای ونمانځله.
ډېره په جوش کې ونمانځله.

ريس احمدزی د ۵۲ منډو په جوړولو نن د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
او له یو بل بري وروسته یو بل ډلييز انځور .... تاریخ ثبت کړ.  نن دې لوبغاړو وښوده چې د لوړې سويې لوبغاړي دي او نړيوال جام ته تيار دي.