د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د آسيايي شورا د کرکټ د سيالۍ اتل شو

کرکټ څانګه 08.04.2010 16:28

ريس احمدزی د لوبې غوره لوبغاړی شو. په ۶۴ توپونو یې ۵۲ منډې وکړې.

د لوبې انځوريز رپوټ
د لوبې بشپړ سکور کارډ
د لوبې مخامخ حال

افغانستان نېپال ته په ۹۵ منډو ماته ورکړه او د آسيايي شورا د ايليټ سيالۍ اتل شو. دا لومړی ځل دی چې افغانستان دا سيالي ګټي.

د لوبې غوره لوبغاړی پياوړی ريس احمدزی شو چې په ننۍ لوبه کې یې ۵۲ منډې جوړې کړې  چې د افغانستان په ګټلو کې یې مهم رول ولوباوه. ريس احمدزی چې د افغان ملي لوبډلې کپتان پاتې شوی نن له خپلې اوږدې تجربې کار واخيست او د محمد نبي سره یو ځای یې د ۹۸ منډو ملګرتيا وکړه.

 ريس احمدزی وايي چې روزونکي کبيرخان لوبغاړو ته د غرمې د ډوډۍ په مهال ويلي و چې ډېره ډوډۍ ونه خوري او ځانونه ماړه نه کړي.  داسې ښکاري چې لوبغاړو د ډوډۍ پر ځای ځانونه په بري ماړه کړل .

نن حميد حسن یوه ويکټه واخيسته خو دومره سخته یې وويشته چې منځنی سټمپ یا لرګی یې یې ماته او پنځه ګزه لرې وغورزوله. په لاندې انځور کې امپاير ماته ويکټه راټولوي او افغان لوبغاړي حميد سره ماته، غورزېدلې، شڼېدلې ويکټه لمانځي.



نور معلومات، انځورونه او انځوريز رپوټ به وروسته په ليکه شي. تر هغې لاندې انځورونو څخه خوند واخلﺉ:

د لوبې مخامخ حال چې د ټول افغان همکارانو عصمت الله اندړ او الهام الحق ياسيني په کوېت کې له لوبغالي تاسو ته وړاندې کړ:

د لوبې بشپړ سکور کارډ دلته ولولﺉ.

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
نيپال ۱۲۷ ۳۹ ۱۰
افغانستان  ۲۲۴  ۵۰  ۱۰

ټول افغانستان ته د زړه له کومی مبارکی ورکوو.

افغانستان  وګټله.

نوروز منګل اور شروع کړو

 محمد نبی اور شروع کړو

د نیپال لوبغاړی په منډه کی وسوځیده

نوروز منګل اور ته راوتو

محمد نبی اور شروع کړو

۱۱۵منډی په ۱۵ اور پاتی دی

سمیع الله شنیواری ویکټه واخیسته

په شلو اورو ۱۳۰ منډو ته نیپال اړتیا لری او دری ویکټی لری

د اوبو ځنډ دی

سمیع الله شینوار اور کی صفر منډی ورکړی

سمیع الله شینواری اور شروع کړو

فغان لوبډله ډیر ښه فیلډنګ کوی

 حمید حسن بیا بال ته راغلو

حمید حسن به بال د ویکټی د دری ځایه ماتیدو انځور به ډیر زر به لیکه شی

 شاپور بیا راغلو

حمید حسن ویکټه دری  ځایه ماته کړه

 حمید حسن اور شروع کړو

نوروز د نیپال لوبغاړی وسوځو

نوروز بال ته راووتلو

سمیع الله شینواری اور شروع کړو

حمید حسن پدی اور کی ۴ منډی ورکړی

د نیپال پنځم لوبغاږی په منډه کی وسوځید

حمید حسن اور شروع کږو

 د شاپور پر ځای سید نصرت راوت

شاپور ځدران د افغانستان ډیر تیز بالر خوږ شو

تردی مهاله افغان لوبډلی ۷ اضافي منډی ورکړی

 حمید حسن اور شروع کړو

 سمیع الله شینواری اور شروع کړو

د کریم صادق پښه خوږه شوه

محمد نبی یوه ډیر مهم لوبغاړی وسوځوو

محمد نبی ۱۷ اور شروع کړو

سمیع الله شینواری اور شروع کړو

محمد نبی صرف یوه منډه ورکړه

محمد نبی اور ته راوتو

افغانان په ډیر شوق سره افغان لوبډله تشویق کوی

میرویس اشرف ډیر ښه اور شروع کړو

 د اوبو ځنډ ختم او لوبه شروع

د اوبو لپاره ځنډ دی

شاپور اور شروع کو

د ریس احمدزی پښه خوږه شوه او د هغه به ځای آشرف نوری لوبه کوی

تقریبا ۵۰۰۰ کتونکی راغلی دی

د نټ د مشکلاتو له امله مونږ نشو کولای چی تاسو ته مخامخ حال خپور کړو دد لپاره مونږ ډیر بخنه غواړو

 دا یوه ډیره مهم لوبغاړی وو چی شاپور ځدران واخیستل

 اور شاپور شروع کړو

میرویس آشرف اور کوی

دواړه لوبغاړی میرویس اشرف وسوځول

ـ بل لوبغاړی هم وسوځیده

- شاپور توپ چونې ته راغي.

- اضفي منډې: ۲

-میرویس اور شروع کړو

- شاپور لومړی اور وکړه.

- له کوېت څخه عصمت الله اندړ او الهام الحق ياسيني لګيا دي د ننۍ لوبې انځورونه ويبپاڼې ته پورته کوي. انځورنه به د دې پاڼۍ په کيڼه خوا کې ښکاري. که د نيمه پايلوبې انځورونه مو نه وي ليدلي، دلته ټک ورکړﺉ.

- اوس د غرمې د ډوډۍ دمه ده. لوبه بيا د کوېت په وخت ۱:۱۵ بجې او د افغانستان په وخت ۲:۴۵ ماسپښين پيل کېږي.

- موږ اوس ځو او د جمعې لمونځ کوو. له لمانځه وروسته به بيا اپډيټ پيل کړو.

- افغانستان نېپال ته ۲۲۵ منډې هدف وټاکه

- په اخري توپ شاهپور وسوځېد.

- اخري اور او اخري ويکټه ده.

- ۹ توپونه پاتې دي. حميد کولای شي ویې لوبوي.

- سميع الله شينواری هم وسوځېد. اوس یواځې حميد او شاهپور پاتې شول.

- اتم لوبغاړی ريس احمدزی هم وسوځېد. نوموړي ۵۲ منډې جوړې کړې .

- سميع الله شينواری او ریس احمدزی اوس ولاړ دي. سميع الله شينواری په داسې حالاتو کې ښې منډې جوړولای شي. الله پاک دې توفيق ورکړي چې نن هم د افغانستان منډې پورته کړي.

- محمد نبي له ۴۵ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

 - څلور اورونه پاتې او افغانستان ۴ ويکټې لري.

نبي عیسی خیل ۶ ووهله

ریس احمدزي ته انور علي ځدران منډه وهي.

-ریس احمدزي څلوریزه ووهله.

- د اوبو دمه ده

-اصغر ستانکزی  وسوزید.

-نیپال تر اوسه ټول په کراره توپ اچونکي ولوبول او په دې پیچ په کراره توپونو لوبول ګران دي.

 ریس احمدز ولاړ دی او تمه ده چې ویکټه به تر ډیره وساتي.

 ریس احمدزی وروتلو .

ک ریم صادق وسوزید

- د افغانستان بیرغونه د لوبغالې ګرد چاپیره زړیدلي دي.

- ۲۸ اور دی او ۴ توپه يي وشو.

- د آسيايي شورا د کرکټ پاڼې بېرته کار پيل کړ.

- ۲۵م اور پوره شو. افغانستان لا ۶ ويکټې په لاس کې لري. که ويکټو په لاس کې وساتو نو په اخر کې هم منډې ډېرولای شو. يوه پاور پلی لا پاتې ده.

- ميرويس اشرف له ۲۵ منډو جوړولو وروسته وسوځېد. او اصغر ستانکزی راووت.  د افغانستان بيټنګ ته اوس کريم خان صادق او اصغر ستانکزی ولاړ دي.

 - کریم پنځویسزه پوره کړله. 

میرویس اشرف شپږیزه.

- کریم صادق ولاړ دی او کچیرته څلوریزه ووهي نو پنځوسیزه يي پوره شي. 

- کریم صادق نیمه سلیزه اوس پوره کوي تر اوسه يي ۴۷ منډې کړي دي.

- کریم صادق مخامخ شپږیزه ووهله.

لوبه بیا پېل شوه.

- کریم صادق لږ تپي شو ډیر خطرناک توپ يي ووهلو او ډاکټر يي تداوي وکړه.

- د اوبو دمه ده، شبیر نوري د لوبغاړو خدمت کوي.

-کریم صادق یوه منډه واخسته.

- ميرويس اشرف په ۱۳م اور کې شپږيزه او په ۱۴م کې څلوريزه ووهله. په ۱۴م کې کريم هم څلوريزه ووهله.

= له نوروزنه وروسته ميرويس اشرف بيټنګ ته راووت. دا د افغانستان د بيټنګ په لاين کې مهم بدلون دی. ميرويس اشرف دعوه لري چې توپ وهونکی هم دی. نن چې حالات سخت دي پته به یې ولګېږي.

- بښنه غواړو. بيټنګ افغانستان کوي. نيپال بالنګ کوي.

- اوس نو افغانستان اصغر ستانکزی، ريس احمدزی، او محمد بي لري چې منډې ورته جوړې کړې. دوی مجبور دي چې لوبه ارامه وکړي او ويکټې تر اخري اورونو وساتي او په اخري اورونو کې لوبه تېزه کړي.

- نوروز منګل وسوځېد او اوس نو د درېمې ويکټې له لاسه ورکولو څخه وروسته افغانستان ته بېخي سخته شوه.

- کريم  د لوبې لومړۍ شپږيزه ووهله.  لرې د امپاير په سر تېره شوه او د لوحې شاته ولوېدله.

- نوروز نن ښه لوبه پيل کړې ده خو د نور علي اوشهزاد وختي له لاسه ورکول به افغانستان ته ګرانه پريوزي.

- په ننۍ لوبه کې نصرت، دولت احمدزی، او شبير نوري نشته. شبير نوري دولسم کس دی.

- نن پچه نېپال ګټلې ده. ځکه افغانستان بيټنګ کوي او نېپال فيلډنګ غوره کړی.

- دا لوبه ګټل به افغانستان ته سخت وي ځکه چې نېپال ډېر ښه فيلډ لري. د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک راته د ټيلي فون په ليکه له جلال اباد څخه بېګاه وويل چې د نېپال فيلډ ډېر پياوړی دی.

- د افغانستان نور علي په منډه او شهزاد سوځېدلي دي.

- د افغانستان او نيپال لوبه پيل شوه.

 ــــــــــــــــــــــــــــ
مخکېنی رپوټ:

کویټ، الهام مومند او عصمت الله اندړ:

سبا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله  په کویټ کې د  نیپال د لوبډلې سره پای لوبه کوي، افغان ملي لوبډل د آسيا کرکټ د شورا د ايليټ جام په ب ګروپ کې لومړی ځای لري او د ایلیت د جام بلې پیاوړي ډلي سره مخامخ کیدونکي ده.

 د نیپال لوبډله په الف ګروپ کې لومړی ځای لري او په ایلیت جام کې خپلې ټولې سیالۍ ګټلي دي، نیپال په نیمه پایلوبه کې مالیزیا ته ۲۷۲ هدف ټاکلی و او ملیزیا پوره نشو کړای.

د نیپال لوبډله د افغانستان دلوبډلې په څېر سوچه لوبډله ده، ټول لوبغاړي يي د افغانستان په څېر د نیپال خپل بچي دي. د کرکټ کارپوهان وايي چې د ورزش په هره لوبه کې د لوبغاړي سوچه والې ډیره اغیزه لري.

په کویټ کې د نیپال سفیر او کارکوونکي يي د خپلې لوبډلي هري سیالۍ ته په لیوالتیا راتلل، خو له بده مرغه د افغانستان د سفارت کارکوونکي خبر نه دي چې افغان لوبډله کله راغلي او چا سره او چېرته لوبه کوي.

سبا ته د افغانستان او نیپال سیالې ډېره په زړه پورې ده ځکه چې په کویټ کې میشت نیپالیان د افغانانو په څېر د خپلې لوبې لیدلو ته د کویټ ګوډ ګوډ څخه راځي.

د افغانستان د کرکټ د لوبډلې په کراره توپ اچونکې کریم صادق ټول افغان ته د سبا پای لوبې په اړه وویل (( د نیپال لوبډله پیاوړي و ده خو موږ ته ماتې نشي راکولای،د نیپال توپوهنکي د حمید حسن او شاپور ځدران تیز توپونه نشي لوبولای د تیز بالونو څخه ویریږي یعنې بې زړه دي او دا باید هم ووایم چې په کراره توپ اچونکې ښه لوبوي)).

لوبه سبا د کویت په وخت سهار ۸:۱۵ بجې د احمدي د سیمې د حبرا په لوبغالي کې تر سره کیږي.

لوبه د افغانستان په وخت د سهار ۹:۴۵ پیېل کیږي.

د پای لوبې تازه احوال به مینوالو د ټول افغان د کرکټ څانګه شېبه په شېبه خپروي.