د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او د هانګ کانګ د نيمه پايلوبې انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 08.04.2010 13:56

ډېر شمې افغانان د لوبې سيل ته راغلي وو خو د پخوا په شان نه، پخوا مشهوره وه چې په کوېت کې له بل هر ځای څخه ډېر افغانان د لوبې سیل ته راځي.

انځورونه په کوېټ کې عصمت الله اندړ او الهام الحق ياسيني اخيستي دي.


هانګ کانګ پچه وګټله او لومړی یې بيټنګ کول غوره کړل. د افغانستان توپ اچونه شاهپور ځدراڼ پيل کړه.دويم اور وکړ. نوموړی په تېرو دوه لوبو کې نه و چې سمه پرېکړه نه برېښي. ميرويس اشرف اوس داسې تېز توپ اچونکی دی چې د افغانستان ملي لوبډلې یې د ده له لوبې پرته بشپړه نه ښکاري. ميرويس وکړای شول چې د دويم په څلورم توپ افغانستان ته د هانګ کانګ لومړۍ ويکټه ډالۍ کړي. د ميرويس اشرف په توپ محمد شهزاد ښکلي کيچ ونيوه. ميرویس اشرف نن ۸ اورونه وړل او ۱۸ منډې یې پکې ورکړې چې دوه وايډ وو. دې ته وايي دقيقه او منظمه توپ اچونه.

هانګ کانګ بله ويکټه تر ۱۵ اور پورې وساتله او ۴۹ منډې یې وکړې. خو ميرويس اشرف دا ځل کيچ ته نه بلکې د ويکټې ويشتلو ته زړه و. همداسې یې وکړل او د هانګ کانګ لامسام ته یې يارکر وار کړ او لامسام یې صفا بولډ کړ.

د هانګ کانګ درېمې ويکټې تر ۳۵ اور پورې ښه مقاومت وکړ او توپ وهونکو یې د ۷۷ منډو ملګرتيا وکړه.په ۳۵م اور کې حميد حسن د الياس ګل ويکټه ګل کړه. حميد حسن د هانګ کانګ الياس ګل ته باونسر وار کړ، ګوذار یې خطا شو او ريس احمدزی ورته په تابيا کې و او کيچ یې ونيوه. حميد حسن په دې لوبې کې بې سارې ډېرې منډې ورکړې. سره د دې چې ۳ ويکټې یې واخيستې خو په ۱۰ اورونو کې یې ۵۳ منډې ورکړې. ۳ په کې نوبال او ۲ په کې وايډ و. حميد په دې سيالۍ کې اضافي منډې د پخوا په نسبت ډېرې ورکوي چې د تشويش وړ خبر ده. په هر نوبال نه يواځې مقابلې لورې ته اضافي منډه په لاس ورځي، بلکه وړيا ګوذار هم لاس ته ورځي. په دې مانا چې سوځېدل په کې نشته. ځکه توپ وهونکی پرې د کلک ګوذار کوښښ کوي. خو حميد حسن بيا په دې کې بريالی شو چې د ده په وړيا توپونو هانګ کانګ ډېرې منډې وانخلي.
لوبې ته په ډېر شمېر کې افغانان راغلي و. خو لکه پخوا به چې په کوېت کې د لوبډلې سيل ته څومره راتلل، نن هغومره نه وو. د چشمو والا ماما په لوحه ليکلي چې ((زه افغانستان سره مينه کوم)). ماما! دا ښه خبره ده. موږ هم ورسره بې حده ډېره مينه کوو.

مخکې له دې چې محمد نبي د ميرويس اشرف د کيچ په مرسته د هانګ کانګ ښه توپ وهونکی حسين بټ (۵مه ويکټه) په ۶۳ منډو وسوځوي، حميد حسن د هانګ کانګ د نزاکت خان سره نزاکت مات کړی و او د اصغر ستانکزي د کيچ په مرسته یې له لوبغالي ويستی و.

کبيرخان او لوبډلې لوبه له خيمې څارله.
کريم صادق نن ۲ اورونه وکړل ۱۶ منډې یې ورکړې.

مخکې له دې چې د هانګ کانګ ۷مه ويکټه ميرويس اشرف او محمد شهزاد په منډه منډه چپه کړي، نوروز منګل ۶مه ويکټه اخيستي وه.
نوروز منګل د هانګ کانګ شپږمه ويکټه د کريم صادق د کيچ په مرسته واخيسته او عرفان احمد یې په ۹ منډو وسوځاوه. دا ۴۱م اور و او هانک کانګ ۱۵۹ منډې کړې وې.
محمد نبي د هانګ کانګ ۸مه ويکټه د سميع الله شينواري د کيچ په مرسته واخيسته. دا مهال هانګ کانګ خپلې منډې ۱۹۵ ته رسولې وې. او لا یې ۴ اورونه او ۲ ويکټې لرلې چې حميد حسن راغی او د هانګ کانګ په ۲۰۱مه منډه يې ۹مه ويکټه هم واخيسته. د هانګ کانګ بله ويکټه په ۴۸م اور کې وغورزېده او په دې دې ترتيب یې ټول لوبغاړي په ۲۰۵ منډو وسوځېدل.
سره د دې چې د محمد نبي په شتون کې ۲۰۵ منډې افغان لوبډلې ته کمزوری هدف و خو افغانانو ته په کار و چې منډو جوړولو ته ملا وتړي او په احتياط لوبه وکړي ځکه هانګ کانګ ځيني ښه توپ اچونکي لري. او دې وخت کې ډهل او اتڼ بيا ځانګړې اغېزه لري.

نور علي ځدراڼ او کريم خان صادق د افغانستان بيټنګ پرانيست. کبيرخان ورته ويلي و چې په احتياط او ارام لوبه وکړي. خو ډهل بيا وينه په جذبه کې راوستله. ۵ اوره لوبه وشوه، صادق او ځدراڼ پکې اته ځلې د لوبغالي ليکه وويشته. خو کريم صادق ۱۱ منډې جوړې کړې وې چې کيچ وسوځېد. دا لومړی ځل نه دی چې کريم زر سوځي. پيلونکي بايد ډېر دوام وکړي او که نه بيا په منځني او اخرني توپ وهونکو فشار ډېرېږي. محمد شهزاد دريم لوبغاړی و چې راووت.

محمد شهزاد تر ۱۶م اور پورې لوبه وکړه خو مخکې چې له دې یې پورته انځور کې د هانګ کانګ وقاص برکات کيچ کړي، نور علي ځدراڼ په ۲۵ منډو په ۱۰م اور کې کيچ او نوروز منګل په ۱ منډه په ۱۱م اور کې بولډ شوی و.


نوروز منګل د منځګړي (امپاير) پرېکړې ته په تمه دی چې نوموړی به ال بي ډبليو اعلانوي او که څنګه. نوروز منګل د دې سيالۍ په لوبو کې زر زر سوځي. د بوتان خلاف - چې ډېره کمزورې لوبډله وه په ۴۰، د اماراتو خلاف په ۵، د ماليزيا خلاف په ۱۵، او په ننۍ لوبه کې په ۱ منډه وسوځېد.
شهزاد تکړه توپ وهونکی دی او زر سوځېدلی يې آن روزونکی او کپتان هم په تشويش کې اچوي.

د نوروز او شهزاد څخه وروسته اصغر ستانکزی او ريس احمدزی راووتل. دواړه ښه ملګرتيا او په حوصله او احتياط لوبه وکړه. په شريکه ۲۸ اورونه ولاړ وو او د افغانستان منډې یې ۱۷۰ ته پورته کړې. پورته د ريس احمدزي یوه ښکلې شپږيزه وينئ چې ورسره ډهلونو زور واخيست او شعارونه ورکول تېز شول.

اصغر ستانکزي نن تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. ۵۵ منډې یې وکړې چې ۳ په کې څلوريزې او ۱ په کې شپږيزه وه.

د اصغر ستانکزي یو بل ښکلې تاوونه (کټ) چې د لوبغالي تر ليکې (بونډرۍ) ورسېد.

د ريس له سوځېدو وروسته محمد نبي - چې تېرو درې لوبو څخه غايب و- راووت. ګټلو ته په ۱۳ اورونو کې ۳۶ منډې پاتې وې او اصغر ستانکزی ورسره ولاړ و. محمد نبي دوه څلوريزې ووهلې او ګټلو ته ۸ منډې پاتې شوې. محمد نبي د ۴۴م اور په ۳م توپ یوه شپږيزه ووهله. نه له ځايه وخوځېد او نه یې توپ ته وکتل. دومره سخت یې وهلی و چې پوهېده چې بې شپږيزې يې بله لاره نشته. د ۴۴م اور په ۴م توپ دوه منډې پاتې وې چې محمد نبي په پورته انځور کې په سټايل کې بله شپږيزه ووهله. او....

د شپږيزې سره سم محمد نبي او اصغر د خيمې خواته منډې کړې او په سلګونو افغانان د لوبغالي منځ ته رادننه شول او د دوی پسې یې د خيمې خواته منډې کړې چېرته چې روزونکی کبيرخان او لوبغاړي ناست وو.
ښاغلي افغانان د لوبډلې د خيمې مخې ته لوبغاړو ته مبارکي ورکوي.
د لوبې غوره لوبغاړی دا لوبغاړی شو! ښه نو دا شور هسې نه و جوړ شوی چې محمد نبي ته ولې ويزه نه ده ورکړل شوې. دا شورکونکي په حقه وو.

افغانستان هانګ کانګ ته په ۵ ويکټو ماته ورکړه او پايلوبې ته یې لاره ومونده چې د جمعې په ورځ به نېپال سره ترسره کېږي.