انګلستان افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ویزي ورکړي
08.04.2010 13:02کوېت، الهام الحق ياسيني
په کویټ کې د انګلستان سفارت د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې زیات شمېر لوبغاړو ته ویزې ورکړې تر څو نړیوال شل اوریز جام ته د انګلستان له لارې سفر وکړي.
د ملي لوبډلې منیجر بشیر ستانکزي وایې چې یوازې حمید حسن ته ویزه نه ده ورکړل شوی خو ژمنه يي وکړه چې د نن ورځې تر ماښامه به ویزه ورکړل شي، ستانکزی وايي چې محمد نبي عیسی خیل يي هم نن د انګلستان سفارت ته له ځانه سره بیولی و او تمه ده چې ډېر ژر به ورته په پاسپورټ کې د انګلستان ویزه ولګوي.
د افغان لوبډلې مرستيال روزونکی تاج ملوک، د لوبډلې ډاکتر نور الله، د کرکټ بورډ اجرايوي مشر او د کرکټ بورډ د مشر د مرستيال سلاکار وزير شهزاده مسعود خپل پاسپورتونه په اسلام اباد کې د ويزو لپاره د انګلستان سفارت ته ورکړي دي چې د دې هېواد ترانزيت ويزې ورته ورکړي.
افغان لوبغاړي به په انګلستان کې د هوائي میدان د ماریوت په هوټل کې اوسیږي او له همغې هوټل څخه به د غرب الهند ټاپوګانو ته سفر کوي.
په ۲۰۰۹ ز کال کې د افغانستان د کرکت د ۱۹کالوو ټیټ ۵ لوبغاړي او روزونکی په کاناډا پټ شول او د افغانستان ورزشکاران يي نړۍ ته بد وروپیژندل، همدا لامل دی چې اوس د کرکټ ملي لوبډله هم په نورو هیوادنو کې د لوبو لپاره په سختۍ ویزې تر لاسه کوي.