د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلام پۀ سپڅلي دین کې د زغم روحیه

ډاکتر فيض الله ثاقب 07.04.2010 17:12

سرچینه: www.islamonline.net
لیکوال: ډاکټر مزمل صدیقی
ژباړونکی: ډاکټر فیض الله (ثاقب)
زغم د اسلام د سپېڅلی دین بنسټیز اصل او د مسلمانانو دینی او اخلاقی دنده ده. د اسلام سپېڅلی دین په انفرادی ډول، ډله ایز ډول او دولتی کچه د زغم زده کړه ورکوی. زغم د انسانی حقونو او د قانون د واکمنۍ ساتونکی ده.
قران پاک په سوره الحج کې پدې اړه ډیر په روښانه ډول داسې فرمایی:
(مونږ ټولو خلکو ته ټاکلې لارښودنې کړی چې دوی ېې باید پلې کړی، دوی پرېږده چې له تا سره پدې اړه مشاجره ونکړی، مګر هغوی خپل رب ته را وبله ځکه چې په بشپړ یقین سره ته په سمه لاره ېې، که هغوی درسره شخړه کوی نو ورته ووایه چې الله پاک په هغه کارونو ښه پوهېږی چې تاسې ېې کوی، الله پاک به ستاسو د هغه کړنو په اړه د قیامت په ورځ قضاوت وکړی چې لدې لارښودنو سره په ټکر کې دی).
د شمالی امریکی د فقهې د شورا رییس ډاکټر مزمل صدیقی په اسلام کې د زغم د روحېې په اړه داسې وایی:
د زغم نشتوالی نن سبا په نړۍ کې ورځ په ورځ په ډېرېدو ده چې په بېلابېله کچه د مړینو، ټول وژنې (جینوسایډ)، یرغلونو، مذهبی شکنجو او یوبل سره د شخړو لامل کېږی.
کله دا شخړې نژادی او قومی بڼه لری، کله دینی او ایډیالوژیکی او کله کله په سیاسی او ټولنیزه بڼه منځ ته راځی. خو په هره بڼه چې وی نو ناوړه او دردونکې دی.
څنګه کولی شو چې د زغم د نه شتون ستونزه حل کړو؟
څنګه کولی شو چې خپله عقیده وساتو او د نورو د عقیدو په اړه هم زغم پیدا کړو؟
او څنګه کولی شو چې ننۍ نړۍ ته زغم راوړو؟
غواړم چې د اسلام د سپېڅلی دین له نظره پدې باندې رڼا واچوم.
د زغم لغوی مانا منل دی او په اسطلاح کې د نړۍ پر مخ ګڼ شمېر کلتورونو، د ژوند لارو چارو او د انسانیت بېلابېلو ډولونو ته درناوی، منل او هغوی ته د قدر په سترګه کتلو ته زغم وایی.
ځنې نورې کلمې هم د زغم لپاره کارول کېږی لکه حلم، بخښنه.
او په پارسی او اردو ژبه کې ورته رواداری هم وایی.
زغم د اسلام د سپېڅلی دین بنسټیز اصل او د مسلمان دینی او اخلاقی دنده ده.
د زغم مانا (ولکه کول یا انحصار، امتیاز ورکول او افراط) نده.
همدارنګه د اصولو نه شتون او د اصولو په اړه د جدیت نشتوالی د زغم مانا نده.
کله کله دا ویل کېږی چې (عموما خلک د هغه څه په اړه زغم لری چې ورته ډېر ارزښتناک نه وی) خو د اسلام د سپېڅلی دین له نظره زغم پدې مانا نده.
د اسلام د سپېڅلی دین سره سم د زغم مانا دا نده چې مونږ دې پدې باور ولرو چې ټول دینونه یو ډول دی.
پدې مانا هم نده چې د اسلام سبېڅلی دین په نورو دینونو او ایډیالوژیو غوره نده.
سربېره پر پر دې پدې مانا هم نده چې مونږ به د اسلام سپېڅلی دین نورو خلکو ته نه رسوو او هغوی ته به د اسلام د سپېڅلی دین بلنه نه ورکوو.
د ملګرو ملتونو د زده کړو، علمی او کلتوری چارو مرکز (یونیسکو) د زغم په اړه داسې وایی:
بشری حقونو ته د درناوی سره سم، د زغم مانا د ټولنیزو بې عدالتیو، یا د چا د عقیدې پرېښودل یا کمزوری کول ندی. بلکه د زغم مانا دا ده چې هر سړی آزاد ده چې پخپله عقیده پاته شی خو دا هم ومنی چې نور خلک پخپلو عقیدو وی.
زغم ددې حقیقت منل دی چې خلک په طبیعی ډول په بېلابېلو شکلونو، حالاتو، خبرو، عاداتو او ارزښتونو سره پیدا شوی دی او حق لری چې څنګه دی همداسې پاتې شی.
همدارنګه د زغم مانا داده چې د یو چا نظر باید په بل چا ونه تپل شی.

زغم هغه وخت منځ ته راتلی شی چې مونږ په لاندې څو ټکو پوه شو :
۱. په انسانی کرامت پوهېدل
۲. د ټولو انسانانو په بنسټیزه برابرۍ پوهېدل
۳. په نړیوالو انسانی حقونو پوهېدل
۴. په بنسټیز ډول د فکر، عقیدې او ضمیر په آزادی پوهېدل
قرآن پاک د انسانانو د بنسټیز کرامت په اړه مونږ ته ګڼې سپارښتنې کړی دی.
پیغمبر (ٌص) د انسانانو د رنګ، نژاد، ژبې او قبیلی د توپیر پرته د هغوی د برابرۍ په اړه فرمایلی دی.
د اسلام سپېڅلی شریعت ټولو وګړو ته د ژوند کولو، شتمنۍ درلودلو، کورنۍ درلودلو، هغوی ته د درناوی او د ضمیر د آزادۍ حق ورکړی.
د اسلام سپېڅلی دین د انسانانو په برابرۍ او عدالت باندې ډېر ټینګار کوی چې دواړه پرته د زغم څخه لاس ته نه راځی.
د اسلام دین له لمړیو وختونو څخه د دین او عقیدې آزادۍ ته درناوی کوی او ډېر په څرګند ډول وایی چې په دین او عقیده کې هېڅ ډول زور او جبر نشته لکه چې په سوره بقره کې فرماېې ( په دین کې زور او جبر نشته).
کله چې د دین په اړه ظلم او جبر نه وی نو سړی وییلی شی چې د کلتورونو او نورو چارو په اړه خو ظلم او جبر هېڅکله د منلو وړ نده.


په سوره الشوری کې الله پاک داسې فرمایی:
(که لدې وروسته هم هغوی له حق څخه مخ اړوی نو ته مونږ په هغوی باندې ساتونکی یا محافظ نه ېې ټاکلی، بلکه ستا دنده داده چې هغوی ته د الله پاک پیغام ورسوی).
همدارنګه په سوره آلنحل کې الله پاک داسې فرمایی:
(هغوی ټول د الله پاک دین ته په حکمت او نېکه موعظه راوبوله، او په ښه طریقه او مهربانۍ سره ورسره خبرې اترې وکړه، ستا رب تر ټولو ښه پوهېږی چې څوک د هغه له لارې څخه بې لارې (ګمراه) کېږی او څوک - د الله پاک لارښودنې - منی).
په سوره المایده کې بل ځای الله پاک مسلمانانو ته داسې فرمایی:
(د الله پاک او د هغه د پیغمبر اطاعت وکړی، او له خپلو ناوړه کړنو څخه خبر اوسۍ، که تاسو د الله پاک د لارښودنو څخه مخ واړوی نو یاد لری چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دنده دا ده چې د الله پاک پیغام تاسې ته په روښانه ډول درورسوی).
پدې اړه سړی کولی شی چې په سوره النور کې د الله پاک ددې آیتونو یادونه هم وکړی.
(هغوی ته ووایه چې د الله پاک او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړی، او که تاسو بیا هم د هغوی څخه مخ اړوی نو هغه یعنی پیغمبر (ص) د هغې دندې مسولیت لری چې هغه ته ورکړل شوې ده او تاسو د هغې دندې مسولیت لری چې تاسو ته سپارل شوې ده، که تاسو د پیغمبر (ص) اطاعت وکړی نو په رښتینی ډول به په سمه لار یاست. د پیغمبر (ص) دنده یواځې دا ده چې په روښانه ډول تاسو ته د الله پاک د پیغام تبلیغ وکړی).
د پورتنیو ټولو آیتونو څخه څرګندېږی چې مسلمانان په چا زور او جبر نه کوی.
هغوی باید خلکو ته د الله پاک سپېڅلی پیغام په روښانه ډول ورسوی او هغوی ته قناعت ورکړی، خلک د حق لاری ته را وبولی او خپله ټوله هڅه وکړی چې د الله پاک پیغام خلکو ته په غوره ډول ورسوی.
خو دا بیا په خلکو پورې اړه لری چې هغه منی او که نه.
آلله پاک په سوره النحل کې داسې فرمایی:
(او ورته ووایه چې حق ستا د رب د لوری څخه ده، هر هغه څوک چې ېې منی نو پرېږده چې وې منی او که څوک ترې انکار کوی – یعنی کافر کېږی- نو پرېږده چې انکار ترې وکړی).
دلته یوه پوښتنه پیدا کېږی هغه داسې چې الله پاک انسان ته خوښه ورکړې او زور او جبر په چا نه کوی نو بیا ېې ولې د نوح (ع) قوم، ثمود قوم، د شعیب (ع) قوم او د لوط (ع) قوم ته سزا او عذاب ورکړ؟
ددې پوښتنې ځواب پخپله قرآن پاک وایی:
هغه قومونو ته الله پاک لدې امله سزا او عذاب نه وه ورکړی چې هغوی ایمان نه راووړ.
هغوی ته الله پاک لدې امله سزا او عذاب ورکړ چې هغوی ظالمان وه.
هغوی په هغه خلکو ظلم او تېری کاوه چې متقی او پرهېزګاره وه .
همدارنګه هغوی نور خلک د الله پاک د لارې څخه منعه کول.
ډېر داسې خلک وه چې د الله پاک د لارښودنو څخه ېې انکار کاوه خو الله پاک ټولو ته سزا نده ورکړې.
د اسلام یو وتلی عالم ښاغلی ابن تیمیه (رحمه الله) وایی چې:
( چې ټولنې کولی شی چې د کفر سره تر ډېره وخته پایښت ومومی خو که خلک ېې ظالمان شی نو ډېر وخت پایښت نشی موندلی).
بله پوښتنه د جهاد په اړه را پیدا کېږی.
ځنې خلک دا پوښتنه کوی چې آیا د مسلمان دنده دا نده چې جهاد وکړی؟
خو د یادونې وړ بولم چې د جهاد موخه دا نده چې خلک په زور او جبر اسلام ته راواړوی، آلله پاک فرمایی چې ( په دین کې زور اوجبر نشته).
د جهاد اصلی موخه دا ده چې په ټولنه کې ظلم او بې عدالتی له منځه یوسی.
مسلمانانو ته دا اجازه شته چې د نامسلمانو وګړو سره ښې اړیکې ولری.
آلله پاک په سورت الممتحنه کې داسې فرمایی:
( الله پاک تاسو لدې څخه نه منعه کوی چې د هغو خلکو سره په مهربانۍ سره چلند وکړی او له هغوی سره د عدالت له مخې معامله وکړی چې تاسو سره ېې ستاسو په دین کې جګړه نده کړې او تاسو ېې له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړی نه یاست).
د اسلام سپېڅلی دین مسلمانانو ته دا زده کړه ورکوی چې جګړه یواځې له هغه چا سره وکړی چې له مسلمانانو سره جګړه کوی.
پدې اړه په سوره بقره کې فرمایی چې:
( د هغه چا سره د خدای په لاره کې جګړه وکړی چې تاسو سره جګړه کوی او له ټاکلو حدونو څخه تجاوز مه کوی، چې الله پاک هغه خلک نه خوښوی چې له حد څخه تجاوز کوی).
د اسلام سپېڅلی دین هرڅه زغملی شی خو د ظلم، بې عدالتۍ او د خلکو په حقونو باندې د تېری په اړه د اسلام سپېڅلی دین هېڅ زغم نلری.
آلله پاک په سوره نساء کې داسې فرمایی:
( او تاسو ولې د الله پاک د رضاء لپاره جګړه(جهاد) نه کوی، او د هغه خلکو لپاره جګړه نه کوی چې هغوی ناتوانه او ضعیف دی، ظلم پرې کېږی. هغه نارینه، ښځینه او ماشومان چې چیغی وهی او واېې چې ای ربه مونږ لدې ښارېې څخه وژغوره چې اوسېدونکی ېې ظالمان دی، او له خپل لوری څخه راته داسې څوک پیدا که چې مونږ وژغوری، او داسې څوک راته را اوچت که چې له مونږ سره مرسته وکړی).
د اسلام سپېڅلی دین په ټولو برخو کې مسلمانانو ته د زغم زده کړه ورکوی.
په انفرادی ډول، په ډله ایز ډول او د هېوادونو په کچه د زغم زده کړه.
زغم یوه سیاسی او قانونی اړتیا بولی.
زغم هغه میکانیزم ده چې د بشر حقونه ساتی، د ټولنی څوګونی والی (تعدد) ساتی او د قانون واکمنی ساتی.
قران پاک په سوره الحج کې پدې اړه ډیر په روښانه ډول داسې فرمایی:
(مونږ ټولو خلکو ته ټاکلې لارښودنې کړی چې دوی ېې باید پلې کړی، دوی پرېږده چې له تا سره پدې اړه مشاجره ونکړی، مګر هغوی خپل رب ته را وبوله ځکه چې په بشپړ یقین سره ته په سمه لاره ېې، که هغوی درسره شخړه کوی نو ورته ووایه چې الله پاک په هغه کارونو ښه پوهېږی چې تاسې ېې کوی، الله پاک به ستاسو د هغه کړنو په اړه د قیامت په ورځ قضاوت وکړی چې لدې لارښودنو سره په ټکر کې دی).
د زغم روحیه ګڼ شمېر ډولونه لری: د بېلګې په ډول-
الف – د کورنۍ د غړو ترمنځ زغم
د خاوند او د هغه د مېرمنې تر منځ زغم
د اولادونو او مور او پلار ترمنځ زغم
او د خویندو او وروڼو تر منځ زغم.
ب: د ټولنې د وګړو تر منځ زغم
د نظرونو او لیدلورو تر منځ زغم
او د اسلام د سپېڅلی دین د بېلابېلو مذهبونو تر منځ زغم.
ج. د مسلمانانو او د نورو عقایدو د وګړو تر منځ زغم ( د بېلابېلو دینونو د پلویانو ترمنځ اړیکې، خبرې اترې او همکاری).
مسلمانان په عمومی ډول هغه خلک دی چې ډېر زغم لری.
مونږ باید پخپل منځ او همدارنګه د نړی په مخ زغم ته وده ورکړو.
زمونږ په ټولنو کې د زغم روحېې ته ډېره اړتیا ده.
باید په نړۍ کې د غوره پالیسیو او کوښښونو له لارې د زغم روحیه پیاوړې کړو.
مرکزونه مو باید د بېلابېلو نژادونو څخه جوړ شوی وی.
خپلو ماشومانو ته باید نورو ته د درناوی زده کړه ورکړو.
باید په خپل منځ کې د افکارو د تبادلې لیدنې کتنې او ناستې ولرو.
او ان دا چې خلک وهڅوو چې د مسلمانانو د بېلابېلو نژادونو تر منځ واده او نکاح وکړی.
د نامسلمانو ټولنو سره باید خبرې اترې وکړو.
ښې اړیکې ورسره وساتو.
خو باید هغه څه ېې ونه منو چې زمونږ د دین د لارښدونو سره په ټکر کې دی.
هغوی باید پدې پوه کړو چې کوم څیزونه ېې مونږ ته د منلو وړ دی او کوم ېې نه دی.
زه ډاډه یم چې د یو بل په اړه د غوره مالوماتو په لاس ته راوړلو سره یو بل ته د درناوی او له یو بل سره د همکارۍ او مرستې روحیه پیاوړې کېږی.

په درناوی.

یادښت: دا لیکنه له انګلیسی څخه پښتو ته ژباړل شوې، که کومه تېروتنه پکې وی هیله ده چې بخښنه راته وکړی.