د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان هانګ کانګ ته ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت. سکور کارډ

کرکټ څانګه 07.04.2010 09:04

له بري وروسته، محمد نبي او اصغر ستانکزی مخکې او نور افغانان ورپسې.

د فريدالله واعظي رپوټ:

د ننې لوبې د سکور کارډ لپاره دلته ټک ورکړئ.

نن چي د اپريل دمياشتي د اومي نيټي سره سمون خوري په كويټ كي د څلورو هغه لوبډلو ترمنځ چي دوهم پړاو ته يي لاره پيدا كړي وه دكركيټ لوبي ترسره شوي چي په دي لوبه كي نيپال دماليزيا سره لوبه وكړه اوافغانستان دهانګ كانګ سره لوبه وكړه.

دافغانستان اوهانګ كانګ په لوبه كي افغانستان پچه وګټله او هانګ كانګ ته يي دمنډو جوړولو بلنه وركړه.

هانكانګ په منډو جوړولو پيل وکړ او په 48.1 اورونو كي يي د 10 لوبغاړو په سوزيدو باندي 205 منډي جوړي كړې او افغانستان ته يي د206  منډو هدف وټاكه.

وروسته افغانستان په منډو جوړولو پيل وکړ اوپه 44 اورونو كي يي210  مڼدي جوړ ي كړي او په 5 ويكټو يي هانګ كانګ مات کړ او پايلوبې ته یې لاره پيدا کړه.

د نيمه پايلوبې په بله لوبه کې نيپال اوماليزيا ولوبېدل.  پچه ماليزيا وګټله اونيپال ته يي دمنډو دجوړولو بلنه وركړه. د نيپال ټول لوبغاړي د271 منډوپه جوړول وسوزيدل اوماليزياته يي د 272 منډوهدف وټاكه.

 په ځواب كي ماليزيا د 9 لوبغاړو په سوزلو باندي 263 منډي جوړي كړي اوويي نشواي كړي چي ورته وركړل شوي هدف پوره كړي په پايله كي لوبه دنيپال په ګټه پاي ته ورسيده.

افغانستان او نېپال به د جمعې په ورځ پايوبه کوي. لوبه به د افغانستان په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو پيل کېږي.

 
د افغانستان په ننۍ لوبه کې محمد نبي عيسي خيل دلوبي غوره لوبغاړي ونومول شو.

دنن ورځي د منډو جوړولو ټيكلي په لاندي ډول دي:

اصغرستانكزي ( 55 ) ترپايه ولاړ
نورعلي ځدران ( 28 ) وسوزيده
كريم خان صادق ( 11 ) وسوزيده
محمد شهزاد محمدي ( 35 ) وسوزيده
نوروز منګل ( 1 ) وسوزيده
ريس احمد زي ( 38 ) وسوزيده
محمد نبي عيسي خيل ( 29 ) ترپايه ولاړ
اضافي منډي ( 13 )

په کوېت کې له لوبغالي څخه د الهام الحق ياسيني مخامخ رپوټ:

د نيمه پايلوبې په بله لوبه کې نېپال ماليزيا ته په ۸ منډو ماته ورکړه او پايلوبې ته بريالی شو.

د لوبې ژوندی حال د آسيايي شورا په ويبپاڼه تعقيبولای شئ. دلته ټک ورکړئ.

 تازه حال: افغانستان د هانګ کانګ څخه  نیمه پایلوبه په ۵ ویکټه وګټله.

محمد نبي عیسی خیل د لوبې غوره لوبغاړی شو.

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
افغانستان ۲۱۰ ۴۵ ۵
هانګ کانګ  ۲۰۶ ۴۸  ۱۰ 

- محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی شو.

- دا واقعيت د ی چې محمد نبي لوبغاړی دی.

- نبي سر په سر دوه شپږيزې ووهلې.

افغانستان هانګ کانګ ته ماته ورکړه او پايلوبې ته بريالی شو

۱۸ منډې په ۴۸ توپونو په کار دي .

- اوس مهال د اسیا د کرکټ د شورا مشر هم لوبه له نزدې څخه ګوري.

-لوبه د هانګ کانګ د لوبډلې لخوا سسته شوه، فیلدنګ ته لوبغاړي تبدیلوي.

- په ۱۲ اورونو کې افغانستان ته ۳۲ منډې پاتې دي .

- اوس نبي عیسی خیل راوتې او ۳۲ منډې پاتې دي.

- ریس احمدزي وسوزید او ښه لوبه يي وکړه، په دې وخت باید همداسې لوبه شوي و.

--ریس احمدزي شپږیزه ووهله، د شپږیزو د وهلو تصویر په هم اوس په لیکه شي.

- د افغانستان لوبې به اول کې څو خمیانې لرلې اول خو دا چې دوی ته لازم نه و چې دومره تیزه لوبه پېل کړي، کریم صادق په دریم اور کې اوټ شو، شهزاد چې د لوبډلې د‍‍‍ ملا تیر دی کیچ شو او یو کیچ يي ونه نیول شو.

- اوس بیټکنګ ته ریس احمدزی او اصغر ستانکزی ولاړ دي. او له روزونکې لخوا ورته ویل شوي چې لوبه کراره وکړي او ویکټه وساتي.

 -بخښنه غواړو قدرمنو لوستونکو به لوبغالي کې انټرنیټ کار نه کولو ځکه مو نشو کولای تاسو ته تازه معلومات درکړو.

- شهزاد محمدي څلورم لوبغاړی و چې ۳۵ منډې يي په ۲۶ توپونو واخستي، ۶ څلوریزي ووهلې او بیا کیچ شو.

- دریم لوبغاړی د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې کپتان و چې ال بي ډبلیو شو او په ۳ توپونو يي یوه مڼده جوړه کړه.

- نور علي ځدران دویم لوبغاړی و چې وسوزید، په ۲۷ توپونو يي ۲۸ منډې جوړې کړي چې ۶ پکې څلوریزې وي.

- د افغانستان لومړۍ ویکټه د کریم صادق و چې په ۱۳ توپونو يي ۱۱ جوړي کړي چې دوه يي څلوریزې وي.

- په لوبغالي کې انترنت کار نه کوي. ځکه ويبپاڼه نه شو اپډيټ کولای.

-لوبي ته په کویټ کې میشت افغانان د نورو لوبو په نسبت کم راغلي دي.

-۳ ویکټه حمید حسن والوزوله

- د هانګ کانګ لوبغاړي نیمه سلیزه په ۹۲ بالونو ووهله.

- ګرانو لوستونکو  تصویرونه د پاڼې کیڼ اړخ ته خپریږي.

- حمید حسن ټپي شو .

-حمید حسن زمری بالنګ ته راغي او تمه ده چې ویکټ به واخلي.

- نبي عیسی خیل ټول اورونه په زړه پورې وکړه

 

- ۲۵ اور نبي عیسی خیل وکړ او ۲ منډې یی پکې ورکړي.

- سمیع شینواري ډیر زبردست اور وکړو، ټول بالونه يي پرې مس کړه.

- نبي عیسی خیل په دې اور کې ۴ منډې ورکړي.

دویمه ویکټه میرویس اشرف په توغندي وویشته

-نبي عیسی خیل ښه اور وکړه هیڅ منډې يي ورنکړي.

د افغان لوبډلې روزونکی کبیر خان او نور مسؤلین لوبه د بیرونه ساري

-میرویس اشرف ۲ ویکټه وغورزوله

- همدا اوس په کویټ کې د احمدي لوبغالي ته ورسیدم، انځورونه به هم زر په لیکه شي.

 -سلام او نیکې هیلې د کرکټ مینه والو

- دا چې نن زموږ همکار الهام الحق کوېت ته تللی دی، د ژوندی حال لپاره د آسيايي شورا د کرکټ پاڼې په ژوندي حال بسنه وکړئ. تبصرو ته دوام ورکړئ. زموږ همکارانو دا اوس خبر راکړ چې لوبغالي ته په لاره دي او کوښښ به وکړي چې له لوبغالي احوال درکړي.

- د ټول افغان خبريال الهام الحق ياسيني او بل همکار عصمت الله هم دا وخت د کوېت په هوايي ډګر کې دي. که له هوايي ډګره تېر شي نو نن شپه به له خيره د لوبې ښه ډېر انځورونه هم په ويبپاڼه ووينئ.

- نن په ډېر شمې کې افغانان لوبغالي ته راغلي دي. او شعارونه ورکوي.

- نن ميرويس اشرف هم په لوبه کې شته او لومړۍ ويکټه يې واخيسته. دولت احمدزی په احتياطي لوبغاړو کې ناست دی. په تېرو لوبو کې کبيرخان او نوروز منګل ميرويس اشرف ونه لوباوه چې زموږ په اند افغانستان ته ګرانه پرېوته. ميرويس اشرف په تېرو سياليو کې په زبات رسولې چې تکړه تېز توپ اچونکی دی. نوموړی دعوه لري چې دی اصلا توپ وهونکی يا بيټسمين دی.

- د آسيايي شورا د ايليټ جام د سيالۍ په ترڅ کې نن د افغانستان او هانګ کانګ تر منځ نيمه پايلوبه پيل شوه.

هانګ کانګ لومړی بيټنګ کوي.

نن د افغانستان په لوبډله کې محمد نبي عيسی خېل هم شته دی او نصرت الله نصرت دولسم کس دی يانې له لوبې بېرون ناست دی.