د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان سبا ته د هانګ کانګ سره نيمه پايلوبه کوي

کرکټ څانګه 06.04.2010 17:53

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې د خپل ګروپ (B) په سر کې ځای جر کړ سبا (چارشنبه) ته د هانګ کانګ سره نيمه پايلوبه لري.

دا لوبه د آسيايي شورا د ايليټ جام د سيالۍ په ترڅ کې په کوېت کې ترسره کېږي.

نيمه پايلوبې ته د افغانستان بری هغه وخت کره شو چې ماليزيا اماراتو ته پ۲۸ اورونو کې ماته ورکړه. د اماراتو د منډو اوسط ښکته وغورزېد، د افغانستان د منډو اوسط تر ټولو ډېر شو او ورپسې دويم مقام ماليزيا خپل کړ.

په A ګروپ کې نېپال په لومړي مقام او هانګ کانګ نن عمان ته په ماته ورکولو دويم مقام خپل کړ. د مهال ويش سره سم به د A ګروپ لومړۍ لوبډله د B ګروپ د دويمې لوبډلې او د B ګروپ لومړۍ لوبډله د A ګروپ د دويمې لوبډلې سره نيمه پايلوبه کوي.

په دې ترتيب به فغانستان سبا د چارشنبې په ورځ د هانګ کانګ سره لوبه کوي او نېپال به د ماليزيا سره لوبېږي.

ښه خبر دا دی چې آل راونډر محمد نبي محمدي کوېت ته د ويزې له اخيستلو وروسته روان شوی دی چې سبا ته به په لوبه کې شتون ولري او د افغانستان د توپ وهنې مډل ارډر يا منځنی ترتيب او سپن توپ - چې په کوېت کې یې اړتيا ډېره ده - ورسره پياوړی شي.

د محمد نبي د ناڅاپي نه شتون له وجې د افغانستان په نورو توپ وهونکو لکه ريس احمدزي او اصغر ستانکزي باندې فشار ډېر و چې د هغه ځای ډک کړي. له همدې کبله روزونکي کبيرخان او کپتان نوروز منګل په تېرو دوه لوبو کې نصرت الله نصرت چې سپن توپ اچونکی دی توپ اچونې ته راوويست.