د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او ماليزيا د لوبې انځوريز رپوټ

کرکټ څانګه 04.04.2010 18:58

حميد حسن ته د آسيا کرکټ شورا زمری وايي. چې کله توپ اچوي وايي چې زمری وغړمبېده. خو چې رښتيا خبره وي پرون ښه ډېر وغړمبېده. دغسې کله کله غوصه هم ښه وي....زمريه!!


د افغانستان او ماليزيا لوبې ته په ډېر شمېر کې افغانان راغلي وو.
سميع الله شينواری له ۶ منډو جوړولو وروسته ګوري چې وسوځېد.

د افغانستان په ۲۳۶ منډو کې ستره ونډه د ريس احمدزي وه چې ۶۴ تېزې منډې یې جوړې کړې او تر پايه ونه سوځېد. ريس احمدزی د افغانستان د لوبډلې کپتان پاتې شوی دی او کابو اتلس کاله تجربه لري.
اصغر ستانکزي ۴۱ منډې وکړې خو په منډه وسوځېد.

کريم صادق ۴۶ منډې جوړې کړې وې چې ويکټه يې ولګېده.
یو وخت و چې د افغانستان ويکټې ډېر زر زر ولويدې.

ماليزيا هم په ميړانه منډې جوړې کړې. ۲۳۷ ورته ستر هدف معلومېده خو ماليزيايانو د څارونکو توقعات غلط ثابت کړل.

ماليزيايان به حميد حسن ته په غوصه وي چې دا څه بلا دی. په اخري څو اورونو کې یې د ماليزيا په پټي لو ګډ کړ.
افغانان لا ځکه خفه و چې په ډېرو توپونو ماليزيا ته کمې منډې پاتې وې.
حميد حسن د بلې ويکټې په هڅه کې.

اه، اوه، حميد بله ويکټه هم وويشته.

حميد نهمې ويکټې ته شيش نيولی.
خو لسمه ويکټ نوروز منګل واخيسته او د ټولو په بدن کې وينه وچلېده. کپتان پوهېده چې یو څه کولای شي.

او دا یې هم د لوبې غوره لوبغاړی. افرين... SHABASH

ټول انځورونه سلمان حسين اخيستي دي.
Photos by Salman Hussain