د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د محمد نبي د ويزې کارونه ګړندي شوي او امکان لري چې په نيمه پايلوبه کې برخه واخلي

کرکټ څانګه 04.04.2010 11:25

د محمد نبي نه شتون لوبډله په کوېت کې د سختو حالاتو سره مخ کړې ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مينيجر بشير ستانکزي له کوېت څخه د تيلي فون په ليکه ټول افغان ته ويلي دي چې د محمد نبي عيسی خېل د ويزې اخيستنې کارونه يې ګړندي کړي او امکان لري ډېر زر ورته کوېت ويزه ورکړي.

که محمد نبي ويزه لاس ته راوړي نو وبه کړای شي چې د آسيايي شورا د ايليټ جام په نيمه پايلوبه کې برخه واخلي.

ستانکزی وايي چې مخکې کوېت د افغانستان د آل راونډر محمد نبي عيسی خېل ويزه رد کړې وه. ستانکزی وايي چې د کوېت د بهرنيو چارو وزارت د محمد نبي ويزه منلې وه خو د کوېت د امنيت ادارې رد کړې وه. کوېت یو شمېر خلکو ته د امنيتي وجوهاتو له کبله ويزه نه ورکوي چې محمد نبي هم د دې تګلارې قرباني شوی دی.

د کوېت دولت هغه افغانانو ته چې د لوبو سيل لپاره کوېت تلل هم ويزې نه دي ورکړي. د ټول افغان ټکی کام پلاوی او د ننګرهار تلويزيون خبريال ايمل شېرزاد او کيمره مين نور احمد حبيبي هم هوډ لرلو چې کوېت ته د لوبو د پوښښ لپاره ولاړ شي خو کوېت ورته ويزې ورنکړې.

د کرکټ آسيايي شورا وايي چې کوېت د بهرنيانو او په ځانګړې ډول افغانانو او پاکستانيانو ته د ويزو ورکول سخت کړي دي.

بشير ستانکزی وايي چې په کوېت کې یې له محمد نبي پرته د ټولې لوبډلې پاسپورتونه د برتانيا د ويزو لپاره ورکړي دي چې وکړای شي ويزې ترلاسه کړي او د لندن له لارې ويسټ انډيز ته د نړيوال جام لپاره سفر وکړي. ستانکزی هيله مند دی چې دا ويزې به زر ترلاسه کړي.

ستانکزی زياتوي چې که محمد نبي ته د کوېت چارواکي ويزه ورنکړي نو د احتياط لپاره یې ورته د دوبۍ ويزه اخيستې ده او پلان لري چې په دوبۍ کې د برتانيا له کونسلګرۍ ورته د برتانيا ويزه واخلي.