د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان ماليزيا ته ډېر په مشکل په ۱ منډه ماته ورکړه. سکور کارډ په ليکه شو

کرکټ څانګه 03.04.2010 15:22

ريس احمدزي نن په ۵۹ توپونو ۶۴ منډې وکړې چې په یو ورځنیو لوبو کې تېزه لوبه بلل کېږي.  خو شهکار حميد حسن وکړ چې په اخري څو اورونو کې څلور ويکتې واخيستې او افغانستان یې له یو ستر شرم څخه وساته.

د ماليزيا سره د لوبې سکور کارډ لپاره دلته ټک ورکړﺉ.

نن افغانستان د کرکټ د آسيايي شورا د ايليټ په جام کې درېمه لوبه وکړه چې کابو و په ترڅ کې یې له دې سيالۍ د لومړي پړاو څخه ووځي.

د افغانستان ريس احمدزي نن ۶۴  کريم صادق ۴۶ تېزې منډې وکړې خو په مجموع کې افغانانو ونشو کړای ماليزيا ته ستر هدف وټاکي. د ماليزيا توپ اچونکي بريالي شول چې د افغانستان لوبډلې ته له ۲۳۶ د ډېرو منډو جوړولو وخت ورنکړي.

داسې ښکارېدل چې دا هدف به ماليزيا ته سخت وي، خو د ماليزيا توپ وهونکو وکړای شول چې د لوبې په سر او منځ کې ويکټې وساتي. ماليزيا تر ۴۴م اور پورې ښکلې لوبه وکړه او د ۴ ويکټو په غورزېدو یې ۲۱۹ منډې یې جوړې کړې. په ۶ اورونو ورته ۱۸ منډې پاتې وې چې حميد حسن په جذبه شو.

حميد حسن د ۴۵م اور په لومړي توپ د ماليزيا انور وسوځاوه. انور به وختي په ۲۹م اور کې سوځېدلی وای خو له کپتان نوروز منګل یې کيچ غورزېدلی و. انور په ۴۳ منډو جوړولو بريالی شو.

حميد لا هماغسې په جذبه کې و چې په دويم توپ یې د ماليزيا پياوړی سوريش هم له لوبغالي وويست. ورپسې اور شاهپور وکړ او ۴۷م اور ته بيا حميد راغی او په لومړي توپ یې د ماليزيا رحيم وسوځاوه. د نيک افرين د سوځولو کوښښ یې هم وکړ خو توپ ترې نوبال شو او وړيا ګوذار یې ورکړ. حميد نور هم  هوډ کلک کړ او د دې اور په پنځم توپ یې نيک افرين هم وسوځاوه.

په ۱۷ توپونو ۱۲ منډې پاتې شوې او ماليزيا ته یوه ويکټه پاتې وه. کپتان نوروز منګل فکر کاوه چې دا ويکټه اخيستی شي نو ځکه پخپله راغی خو شپږ منډې یې ورکړې چې یو په کې د افغان لوبډلې د بې منظمه توپ نموه وايډ توپ هم شامل و او افغانستان ته یې ګټل نور هم پېچلي کړل. ۴۸م اور ته بيا حميد حسن راغی لوبغاړی یې ونه سوځاوه خو یواځې دوه منډې یې ورکړې.

اوس نو په اخري اور کې په ۶ توپونو ۴ منډې پاتې وې چې ماليزيا د بري او افغانستان له شرمه ډکې ماتې سره مخ کړي خو نوروز لا فکر کاوه چې لوبه ګټلی شي هماغه و چې پخپله یې اخري اور وکړ. په یو توپ یې یوه منډه ورکړه، په بل یې د ماليزيا غلام حسن پرېنښود چې منډه وکړي، په درېم غلام حسن بله منډه واخيسته، په څلورم یې د ماليزيا یوسف پرېنښود چې منډه واخلي، او په پنځم یې توپ یوسف وسوځاوه او افغانستان یې له ماتې وژغوره.

حميد حسن د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

 ننۍ لوبې د افغان لوبډلې د پرمختګ په اړه پروني تشويشونه په ځای ثابت کړل. نن هم افغان لوبډلې ونشو کړای چې د ماليزيا په شان لوبډلې ته چې په دې سياليو کې پياوړي نه بلل کېږي ښه هدف وټاکي.

د ډېر وړيا منډو ورکولو او د کمزوري فيلډ تشويش هم لا په ځای پاتې دی. افغانستان نن ۲۱ وړيا منډې ورکړې چې کابو و د ماليزيا په ګټلو تمام شي. پرون همدا وړيا منډې د اماراتو په ګټه تمامې شوې.

د ټول افغان یو لوستونکی عبدالقدير وايي چې: ((موږ بايد په واقعيت کې د الله پاک ج شکر وباسو چې نن مو له ماليزيا څخه وګټله، چې افغان لوبډلې (په سيالۍ کې تر ټولو پياوړې لوبډلې) په یوه منډه وګټله.))

د يادونې وړ ده چې دا دويمه لوبه ده چې حاجي کبيرخان او کپتان نوروز منګل د افغانستان پياوړی توپ اچونکی ميرويس اشرف نه لوبوي او پرځای یې نصرت الله نصرت، چې نه نن وځلېد او نه پرون د اماراتو خلاف وځلېد، لوبوي.

د افغانستان د توپ وهنې او اچونې حال په تفصيل سره لاندې بيان شوی دی.

د لوبې لنډ سکور کارډ:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
اماليزيا ۲۳۵ ۵۰ ۱۰
افغانستان ۲۳۶ ۵۰ ۹
       

د افغانستان د توپ اچونې رپوټ:

- نوروز اخري ويکټه واخيسته او افغانستان دويم پړاو ته په ډېر مشکله بريالی شو. په لوبغالي کې شور دی او په سوونو راغلي افغانان خوښي کوي. ننۍ لوبه د افغانستان د سويې لوبه نه وه بلکه د یوې ډېرې کمزورې لوبډلې لوبه وه.

- په ۳ توپونو ۲ منډې پاتې دي.

- نوروز یوه منډه ورکړه او اوس په ۵ توپونو ۳ منډې پاتې شوې.

- اخري اور نوروز کوي. په مخکېني اور کې یې ۶ منډې ورکړې وې.

- په ۶ توپونو ۴ منډې پاتې شوې.

- په لسو توپونو ۵ منډې پاتې دي.

- په نوروز منګل څلوريزه ووهل شوه. اوس شپږ منډې پاتې شوې او ۱۲ توپونه پاتې دي. که حميد راشي او څه وکړي هغه دی که نه ....

 - نوروز منګل یوه منډه ورکړه او یو یې وايډ ورکړ. دا د وايډ وخت نه دی.

- حميد حسن نهمه ويکټه هم واخيسته. حسن حسن اوټ کړ.

- ۱۲ منډې او ۱۴ توپونه پاتې دي.

- حميد حسن نوبال وکړ او فري هټ شو. دا د نوبال او فري هټ وخت نه دی. ټول ۱۴ منډې پاتې دي او ۱۴ توپونه.

- اوس د ماليزيا حسن غلام بيټنګ ته راغی. حسن حسن ته توپ اچوي. ګورو به چې څه کېږي.

- حميد حسن اتمه ويکټه هم واخيسته.

- ماليزيا اوس درې ويکټې لري.

- شاهپور ځدراڼ اوومه ويکټه واخيسته. پياوړی سوريش یې وسوځاوه. سوريش کيچ شو.

- ماليزيا ۵ اورونه لري. په ۳۰ توپونو ورته ۱۸ منډې پاتې دي او ۴ ويکټې په لاس کې لري.

- د ماليزيا د ګټولو چانس اوس هم ډېر دی ځکه چې سوريش یې ښه توپ وهونکی دی او لا ولاړ دی.

- ماليزيا ته په ۳۴ توپونو ۱۸ منډې پاتي دي او ۴ ويکټې لري.

- حميد حسن شپږمه ويکټه هم وغوروزوله.

- حميد حسن ۵مه ويکټه وغوروزوله. حميد انور وسوځاوه. انور هغه لوبغاړی دی چې په ۲۹م اور کې یې نوروز کيچ وغورزاوه. انور ۴۳ منډې جوړې کړې او د نورو سره یې ښه ملګرتيا وکړه.

- اوس نو یوه هيله شته که توپ اچونکي ويکټې واخلي.

- افغانستان د یوې بلې شرمونکې ماتې سره مخ کېدونکی دی. افغانستان که ننۍ لوبه بايلودله نو له دې سيالۍ څخه وځي.

- شاهپور بل وايډ ورکړ.

- ماليزيا ۷ اورونه لري. په ۴۲ توپونو ورته ۲۲ منډې پاتې دي او ۶ ويکټې په لاس کې لري.

- ماليزيا ۹ اورونه لري. په ۵۶ توپونو ورته ۴۲ منډې پاتې دي او ۶ ويکټې په لاس کې لري.

- ماليزيا ۱۱ اورونه لري. په ۶۶ توپونو ورته ۵۲ منډې پاتې دي او ۶ ويکټې په لاس کې لري.

- د کريم صادق په توپ سوهان وسوځېد.

- ماليزيا تر اوسه ښه روانه ده. افغانستان ته په کار و چې تر ۲۳۷ ورته پوره هدف وټاکي.

- دولت احمدزي بل وايډ وکړ. دا نهمه وړيا منډه ده چې افغانستان یې ورکوي.

- ماليزيا ۱۳ اورونه لري. په ۷۸ توپونو ورته ۷۵ منډې پاتې دي او ۷ ويکټې په لاس کې لري.

- په ۳۵م اور کې دولت احمدزي یو وايډ وکړ او دا دی په ۳۶م اور کې شاهپور یو وايډ ورکړ. نن تر ۷ پورې وړيا منډې موږ شمارلي دي او لا معلومه نه ده چې د اضافي منډو دا باران به همداسې ومومي او که به ودرېږي.

- د ماليزيا انور ښه توپ وهونکی دی او ولاړ دی. د نوموړي کيچ له نوروز منګل څخه په ۲۹م اور کې وغورزېد. که دی سوځېدلی وای نو اوس به د ماليزيا منډې دومره نه تېزېدې.

- ماليزيا ته په هر اور کې اوس ۵.۱۹ منډې په کار دي. ۱۷ اورونه پاتې دي.

- نن د اپريل په دريمه باندي دافغانستان دماليزيا هيواد سره خپله دريمه لوبه پيل کړې ده. افغانستان بايد ننۍ لوبه وګټي چې دويم پړاو ته لاره پيدا کړي ځکه چې پرون یې لوبه اماراتو ته بايلودې ده.

پچه افغانستان وګټله اوپه بيټينګ كولويي شروع وكړه اوپه وركړل شوو 50 اورونو كي يي د 9 نفروپه سوزيدو باندي 236 منډي جوړي كړي اودماليزيا لپاره يي د 237 منډوهدف وټاكه.

اوس به نو ماليزيا خپل بخت معلوموي چي دوي به ورته وركړل شوي هدف پوره كړي كه نه .

د افغانستان د منډو رپوټ:


کريم صادق له پرونۍ لوبې خلاف نن په کريز ټينګ شو او په ۴۶ توپونو یې ۴۶ منډې جوړې کړې او له پيله تر ۱۳م اور پورې د نور علي سره ودرېد. کريم صادق نن ۶  څلوريزې او یوه شپږيزه ووهل.  نور علي او کريم صادق د کابو ۸۲ منډو ملګرتيا وکړه.

ورپسې نوروز منګل او اصغر ستانکزی ودرېدل او نوروز د اصغر سره تر ۲۴م اور پورې ملګرتيا وکړه او په ۱۵ منډو وسوځېد. شهزاد لوبې ته راووت. شهزاد ۷ اورونه لوبه وکړه او په ۲۵ توپونو د ۲۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

ريس احمدزی په ۳۱م اور کې لوبې ته راووت او ښکلې ۶۴ منډې یې په ۵۹  توپونو جوړې کړې چې پنځه په کې څلوريزې او درې په کې شپږيزې وې. ريس تر پايه ودرېد او ونه سوځېد.

اصغر په ۳۴م اور کې په ۴۱ منډو وسوځېد چې په ۵۶ توپونو یې جوړې کړې وې.  سميع الله شينواری په ۶ منډو، دولت احمدزی په یوه منډه، نصرت الله نصرت په ۳ منډو وسوځېد. له ۳۸م تر ۴۴م اور پورې (په ۵ اورونو کې) د افغانستان درې ويکټې وغورزېدې.

حميد حسن د ريس احمدزي سره ښه ملګرتيا وکړه او د یوې منډې په جوړولو وسوځېد. شاهپور ځدراڼ راووت او هغه تر پايه د ريس سره ودرېد او تر پنځوسم اور پورې یې ورسره لوبه وکړه.

په دې ترتيب افغانستان ۲۳۶ منډې جوړې کړې او ماليزيا ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه چې نسبتا جږ هدف دی او که افغان توپ اچونکي وځلېږي نو ماليزيا ته به یې پوره کول سخت وی.

نن په توپ وهنه کې د محمد نبي عيسی خېل نه شتون بيا احساس شو او بې له شکه چې په توپ اچونه کې به هم احساس شي.

افغانستان بايد ننۍ لوبه وګټي چې دويم پړاو ته لاره پيدا کړي ځکه چې پرون یې لوبه اماراتو ته بايلودې ده.

منډې جوړونکي:

ريس احمد زي 64 ترپايه ولاړ
حميد حسن 1
كريم صادق په 46
اصغر ستانكزي 41
نورعلي 20
نوروز منګل 15
محمد شهزاد 20
نصرت الله نصرت 3
سميع الله شينوادي6
دولت احمدزي 1
شاپورځدران 2