د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړيوال جام ته د افغانستان لوبډله اعلان شوه

کرکټ څانګه 03.04.2010 01:17

د کرکټ نړيوالې شورا دشل اورونو نړيوال جام لپاره چې د اپرېل په ۳۱مه نېټه په غرب الهند ټاپوګانو کې پيل کېږي افغان لوبډله پخپله ويبپاڼه اعلان کړه.

د کرکټ نړيواله شورا وايي چې په افغان لوبډله کې به ۱۵ لوبغاړي شامل وي چې شبير نوري او سيد نصرت الله نصرت په کې نوي لوبغاړي دي او شفيق الله شفق به هم - چې د کوېت په سيالۍ کې نشته - په کې شامل وي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ لا رسنيو ته د نړيوال جام لپاره د لوبغاړو نومونه نه دي اعلان کړي.

د شل اورونو په نړيوال جام کې به لاندې افغان لوبغاړي برخه اخلي چې انځورونه یې د دې رپوټ کيڼې خواته ليدلای شﺉ:

نوروز منګل - کپتان

محمد نبي عيسی خېل

کريم خان صادق

ميرويس اشرف

ريس احمدزی

دولت احمدزی

محمد شهزاد محمدي

حميد حسن

سميع الله شينواری

نور علي نوري

اصغر ستانکزی

شاهپور ځدراڼ

شبير احمد نوري

سيد نصرت الله نصرت

شفيق الله شفق