د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د آسيايي شورا په ويبپاڼه به د کوېت د سيالۍ احوال خپرېږي

کرکټ څانګه 30.03.2010 16:48

د افغانستان ملي لوبډله چې نن د کوېت په وخت ماسپښين یوه بجه کوېت ته د آسيايي شورا د ايليټ جام د لوبو په موخه ورسېده، د چارشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه د بحرين سره د حباره په لوبغالي کې ترسره کوي.

د دې سيالۍ د  لوبو احوال به د آسيايي شورا ويبپاڼه خپروي چې د یو شمېر لوبو احوال به مخامخ توپ په توپ خپرېږي. لوبې د کوېت په وخت د سهار په نهو بجو پيل کېږي. د لوبو مهال ويش په لاندې ډول دی چې سره ليک د نښه شوو لوبو مخامخ حال به توپ په توپ د آسيا د کرکټ د شورا په ويبپاڼه خپرېږي:

March 31 Kuwait v Singapore at KEC
Afghanistan v Bahrain at Hubara
Hong Kong v Nepal at Unity
April 1 Bahrain v Malaysia at KEC
Oman v Singapore at Hubara
Bhutan v UAE at Unity
April 2 Afghanistan v UAE at KEC
Hong Kong v Kuwait at Hubara
Nepal v Oman at Unity
April 3 Nepal v Singapore at KEC
Afghanistan v Malaysia at Hubara
Bahrain v Bhutan at Unity
April 4 Bhutan v Malaysia at KEC
Bahrain v UAE at Hubara
Kuwait v Oman at Unity
Hong Kong v Singapore at Sulaibiya
April 6 Hong Kong v Oman at KEC
Nepal v Kuwait at Hubara
Malaysia v UAE at Unity
Afghanistan v Bhutan at Sulaibiya
April 7 7th/8th Place Playoff (A4 v B4) at KEC
SF1 (A1 v B2) at Hubara TBC
SF2 (A2 v B1) at Unity TBC
April 8 9th/10th Place Playoff (A5 v B5) at KEC
5th/6th Place Playoff (A3 v B3) at Unity
April 9 FINAL at Hubara
3rd/4th Place Playoff (Losers SF1 v SF2) at Unity

په کوېټ کې یو شمېر هېوادوالو ټول افغان ته وويل چې کوېټ مېشتو افغانانو د ملي لوبډلې د هرکلي لپاره تياری نيولی دی او د سياليو ترپايه به یې نازوي او د ملاتړ لپاره به یې لوبغالو ته ورځي.

په کوېت کې به ملي لوبډله د مارچ له ۳۱مې د اپرېل تر ۹مې د نهو نورو هېوادونو سره لوبه کوي. د کوېت په لوبو کې لس آسيايي هيوداونه برخه اخلي چې په دوه ګروپونو ويشل شوي دي. افغانستان به په B ګروپ کې لوبه کوي.

 ګروپونه په لاندې ډول دي:

 ګروپ A   ګروپ B
هانګ کانګ   افغانستان
نيپال   امارات
سينګاپور   ماليزيا
کويت   بحرين
عمان   بوتان