د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بالاخره د کوېت په لوبو کې افغان لوبډله اعلان شوه

کرکټ څانګه 29.03.2010 11:08

په کوېت کې د آسيايي شورا د ايليټ جام د ترسره کېدونکې سيالۍ لپاره د دې شورا په ويبپاڼه د افغان لوبډلې نومونه ښکاره شول.

د کوېت سيالي د مارچ په ۳۱م (چارشنبه) پيل کېږي او د اپرېل په ۹م پاي ته رسېږي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره په کار و چې دا لوبډله یې اعلان کړې وه. دوه اونۍ وړاندې ټول افغان د برېښناليک له لارې له افغان کرکټ بورډ څخه د لوبډلې د غړو د نومونو پوښتنه کړې وه خو افغان کرکټ بورډ ورته تر اوسه بېرته ځواب ورنکړ.

د آسيايي شورا په ويبپاڼه راغلي دي چې دا لاندې کسان به په افغان لوبډله کې شامل وي:

لوبغاړي:

۱. نوروز منګل - کپتان
۲. محمد نبي عيسی خېل
۳. کريم خان صادق
۴. ريس احمدزی
۵. اصغر ستانکزی
۶. محمد شهزاد
۷. نور علي
۸. دولت احمدزی
۹. شاپور ځدراڼ
۱۰. ميرويس اشرف
۱۱. سميع الله شينواری
۱۲. حميد حسن
۱۳. شبير نوري
۱۴. نصرت الله نصرت

تخنيکي ملاتړ:

۱. روزونکی کبيرخان
۲. مدير: بشير ستانکزی
۳. فيزيو: عظيم ملک

تمه شته چې له پورته کسانو پرته یو شمېر نور د کرکټ چارواکي هم کوېت ته سفر وکړي. آسيايي شور او د کرکټ نړيوالې شور تل په افغان کرکټ بورډ نيوکه کړې چې اداري چارواکي د لوبډلې سره په سفرونو لېږي چې نه يواځې د نړيوالو نورمونو سره سمون نه خوري بلکه د افغانستان د کرکټ بورډ پيسې بې ځايه مصرفوي او د کرکټ د لوبغاړو په روحيه منفي اغېزه کوي.

آسيايي شورا او د کرکټ نړيوالې شورا له افغان کرکټ بورډ څخه غوښتي چې د کرکټ بورډ په مصرف نور اداري چارواکي د لوبډلې سره په سفرونو ونه لېږي.

د کوېت له سيالۍ وروسته افغان لوبډله عربي متحده اماراتو ته د شل اوريزو نړيوال جام ته د تياري لپاره سفر کوي او په دې موخه به کيمپ د شارجې په کرکټ سټيډيم کې ترسره کوي چې موده مخکې د افغانستان کورنی لوبغالی اعلان شو.