د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان بالاخره د پاکستان نيشنل اکاډيمي ته ماته ورکړه

کرکټ څانګه 28.03.2010 09:57

محمد نبي نن په لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د بختيار حسين خېل رپوټ:

افغانستان د خالي په ورځ د پاکستان په لاهور کې د دې هېواد د پرمختللې اکاډيمي (پاکستان نشنل اکاډیمي) ته په شل اوريزه لوبه کې ماته ورکړه.

لومړی بيټنګ د افغانستان ملي لوبډلې وکړ او په شلو اورونو کې یې د ۷ کسانو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې. محمد نبي ۴۸، محمد شهزاد ۳۱ او ريس احمدزي ۲۳ منډې وکړې او تر اخره ونه سوځېد.

په مقابل کې د پاکستان د نيشنل اکاډيمي لوبډلې ۱۱۸ منډې وکړې او په ۴۹ منډو یې ماته وخوړه.

افغان لوبډلې په لاهور کې د تمرين لپاره لس ورځې کيمپ وکړ چې له کبيرخان برسېره ورسره عاقب جاويد او یو شمېر نورو پياوړو پاکستاني پخوانو لوبغاړو د فيلډنګ په ښه کولو کې مرسته وکړه.

پرون په یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ماته خوړلې وه. لوبه د نيشنل کرکټ اکاډمي سره د قذافي په سټيډيم کې وه. لومړی بیټنګ نيشنل اکاډمي وکړ چې په ۵۰ اورونو کې یې ۳۱۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یی ۳۱۱ منډې هدف وټاکه. افغانستان په ۴۱.۲ اورونو کې ۲۱۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.  د افغانستان لخوا محمد نبي ۶۲ او اصغرستانکزی ۶۰ نوروز منګل ۳۳ منډی جوړې کړې.

افغانستان د تمرين په ترڅ کې د نيشنل کرکټ اکاډيمي سره دوه یوه ورځنۍ او دوه شل اوريزه لوبې وکړې. دواړه یو ورځنۍ لوبې يې بايلودې او په شل اوريزو کې یې یوه لوبه وګټله.

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي وايي چې اوس باوري شول چې د شل اورونو په نړيوال جام کې کولای شي چې تېز توپ وهونکي ولوبوي.