د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګوګول روسي لومړی طنز لیکونکی

پوهنمل محمود نظري 24.03.2010 18:07

ګوګول د روس په ادبیاتو کې د انتقادی ریالیسم بنسټ اېښونکی ،نامتو نندارمه لیکونکی او طنز لیکونکی دی
نیکولای واسیلویچ ګوګول(هیلۍ) په کال (۱۸۰۹) په اوکراین کې سترګې نړۍ ته پرانستې دي
په کال( ۱۸۲۸ )کې د ۱۴ ټولګې پای ته رسولو وروسته سن پترزبورګ ته و لاړ او په بېلابېلو دولتي پوستونو کې یې کار کړی دی ،په کال ( ۱۸۳۵) کې یې د میرګورود په نوم خپله یوه داستاني ټولګه خپره کړه. او بیا یې په پوشکین، سورمنیک او یو شمېر نورو خپرونو کې کیسې خپرې کړې چې د څارن مشهوره نندارمه هم په کې وه. بیا یی د پزې په نامه کیسه ولیکله. بیا يي د شنل کیسه ولیکله چې زیات شهرت يي وموند

په سن پترزبورګ کې د ګوګول د لومړني د تیاتر ی نندارې پر مهال تزار هم وو، تزار له نندارې وروسته وویل:
هوم! عجب تیاتر وو! هر انسان یې ځان ته کښوی ، بېله دی چې ماته پام وکړي!.
ګوګول چې د خپلو کارونو د غبرګون په اړه ډېر حساس وو له روسیې څخه لوېدیځې اروپا ته وتښتېده، لومړی سوېس ته ، بیا آلمان او فرانسې ته ولاړ او په پای کې په روم کې استوګن شو هلته يي خپل شاهکارش «د مړو اروا »ولیکل

د هغه لیکنې دا دي:
واده، تاراس بولبا ،پزه، شنل ( یو ډول کالی چی په غاړه تړل کیږي د مخ خوا یې لوڅه او دشا خوا یي پوټه وي )، د مړو اروا) ، د دیکانا د کلی تر څنګه شپې ، دلیکونکی منښته، مفتش، د یو لیونی یادښتونه، روم. د ناوی غوراوی، او داسې نور
ګوګول یو شوخ او ژور سوچه لیکوال وو او په اوکراینی ژبې يې هم څوکومیدیانی لیکلی دی چې بیا یې له هغو څخه په لطیفو او ټوکو کې په موقعیتي نندارمو کې کار اخیستی دی
په روسیه کې ادبی ریالیسم د شنل په داستان پيل شو هغه په دی داستان کې د هغه مهال ټولنیز روسی واقعیتونه په هجو او طنز بیان کړی دی
د ګوګول د طنز خندا دنننی ده او د ګوګول په تعبیر د طنز خندا یې د نه لېدونکو اوښکو په منځ کې ده
دهغه د استانی ژبه عامیانه، طبیعي، ورځنی او طنزي ده چې ویونکو ته یو یې یوتریخ ټولنیز او انساني واقعیت په خوندور ډول بیانوي.
د هغه د ژبې خلاقیت او واک د هغه اثرونو نړیوال کړي دي. هغه ویل:
«داچې په نړۍ کې بدي اومرداری حکومت کوی، د ژغورنې لار ه یوازې په مینه او هنر کې ده او د هغو انسانان چي تر اوسه یې زړه ډبره شوی نه دی د هغو د ژغورنې یوه لاره به وي»
داستایوسکی وایي: ټول روسی لیکوال د ګوګول له شنل ( د شعبده بازانو غوندې چپنه )څخه را وتلي دي.
کروپتکين ، انقلابی آنارشيست د ګوګو ل په هکله وايي : گوگول د ټولنیزو نیوکو عنصر لومړی وار د روس په ادبیاتو کی دود کړ
هغه دولس کاله له هېواده بهر اوسېده چې داسفر یي د هغه په شهرت کې ډیره مرسته وکړه.

ګوګول د ۱۸۵۲ کال د مارچ په څلورمه نېټه د لېونتوب په درشل کې ومړ، هغه د هرډول خوراک له خوړولو ډډه کوله او وروستۍ شپې یې په سختۍ سبا کړې.
د هغه د یو لیوني دیادښتونه په کتاب کې د کروکودیل په نکل کی داسې لیکلي دی
د هغه د داستان مرکزی کرکترونه یو جوړه ( میړه او میرمن) اود هغو یو ملګری جوړوي، چې راوی هم هغه د دوی ملګری دی
دوی درې سره ژو بڼ ته ځي هلته یو کروکودیل نوی راوړل شوی دی
راوی خپل دوست با فرهنګ ه بولي چې نوم يي ايوان مانوئيچ دی هغه کرکودیل نه نژدې کیږي او کروکو دیل هغه تیروي
ایوان ددې پېښې مخکې راوی او ویونکو ته دوه ټکي ویلې وه:
زه به ډیر ژر د هیواد بهر ته سفر وکړم، د کروکودیل ننداره د اروپا د سفر په سر کي ښه ده له اوله به د هغو د لرغونو اوسیدونکو سره اشنا شم
مګر همدې لرغوني اوسیدونکی ایوان تیر کړ که څه هم هغه هلته ژوندی پاته دی او د ځای له تنګي څخه غزلی وایي هغه دومره خوشالی دی چې نه غواړی د کروکودیل له نسه راووځي که څه هم کولی شی هغه له خپلې میرمني او زما څخه غواړي له هغه سره یوځای شو
اخځونه
Mashal.org-1
Akkasee.com-2
Asre-nou.net-3
Itanz.net-4
Mohamadrafizaei.com-5
Fa.wikipedia.org-6
Khabgard.com-7
Larawbar.com-8