د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان چمتو دی په پاکستان کې لوبو ته دوام ورکړي

کرکټ څانګه 23.03.2010 11:52

د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي کبيرخان ويلي دي چې افغانستان غواړي د پاکستان ملي لوبډلې سره رسمي یو ورځنۍ او شل اوريزو لوبو سيريز وکړي. د کبيرخان دا وړانديز په داسې وخت کې وړاندې کېږي چې بهرني هېوادونه نه غواړي په پاکستان کې د امنيتي ستونزو له امله لوبې وکړي.

کبيرخان وايي چې پاکستان تل د افغان کرکټ معنوي او مالي ملاتړ کړی دی او افغانستان اوس حاضر دی چې په پاکستان کې کې لوبې وکړي.

له تېر کال راهيسې چې په لاهور کې د سريلانکا په لوبډله مرګونی بريد وشو او شپږ پوليس او یو ډريور په کې ووژل شول، د نړۍ نور هېوادونه په پاکستان کې لوبو کولو ته زړه نه ښه کوي.

کبيرخان وايي چې افغان ملي لوبډله غواړي چې د لوړو لوبډلو سره لوبه وکړي او دا چې پاکستان تل افغان ملي لوبډلې سره تخنيکي، معنوي او مالي مرستې کړي دي نو اوس د دې وخت دی چې دا لوبډله پاکستان ته د مرستې لاس ورکړي. کبيرخان وايي چې افغان ملي لوبډله د يو ورځنيو امتياز لري او د شل اورونو نړيوال جام ته یې لاره موندلې ده او کولای شي پاکستان سره د دې لوبو سيريز ترسره کړي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان له ډېره پخوا د افغانستان د کرکټ ملاتړ کړی دی او له ۱۹۹۸ ز کال راهيسې یې افغانانو ته اجازه وړکړې وه چې د پاکستان په ګريډ ټو يا دويمه درجه کې لوبې وکړي. له دې برسېره یې په بېلابېلو وختونو او د کرکټ د ملاتړ لپاره په بېلابېلو پروژون کې افغان کرکټ سره مالي او معنوي مرستې کړي دي.

څو ورځې وړاندې د افغان کرکټ بورډ سره په یوه ناسته کې د پاکستان کرکټ بورډ تياری وښود چې د افغانستان کرکټ سره به نوره مرسته او ملاتړ هم کوي.

دا مهال افغان ملي لوبډله د پاکستان په لاهور ښار کې کيمپ لري او په ترڅ کې یې د پاکستان د نيشنل کرکټ اکاډيمي د لوبډلې سره - چې ډېر لوبغاړي یې د پاکستان د ملي او ۱۹ ټيټ لوبدلو لوبغاړي دي - څلور لوبې کوي. له دې څلورو لوبو یوه لوبه دوه ورځې وړاندې د قذافي په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه چې پاکستانۍ لوبډلې په سخته له افغان لوبډلې په ۴۹ اور کې په ۴ ويکټو وګټله.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان د افغانستان کرکټ سره خپلې لا پياوړې لوبډلې لوبوي. تر دې دمخه په اخري ځل افغان لوبډلې په پاکستان کې په Grade 2 يا دويمه درجه کې لوبه کړې وه.