د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د پاکستان سره لوبه کوي

کرکټ څانګه 20.03.2010 22:57

د لاهور د قذافي کرکټ لوبغالي څخه د ټول افغان رپوټ: د لوبډلې مدير بشير ستانکزی له لوبغالي احوال راکوي:

د لوبې د حال لپاره دلته ټک ورکړئ.

ـــــــــــــــــــــــ
مخکينی رپوټ:

افغانستان نن د يکشنبې په ورځ د پاکستان د A لوبډلې سره په لاهور کې ملګرې لوبه کوي. د پاکستان په دې لوبډله کې د دې هېواد یو شمېر ملي لوبډلې هم لوبه کوي. د ملي لوبډلې لوبغاړي کريم خان صادق ټول افغان ته وويل چې لوبه به د سهار په لس بجو پيل کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د دومره لوړې سويې لوبډله افغان لوبډلې سره لوبې ته حاضرېږي. تر دې د مخه پاکستان افغان ملي لوبډلې ته څو کاله وړاندې یواځې په ګريډ ټو ياد دويمه درجه لوبو کې اجازه ورکوله. افغانستان په ۲۰۰۲، ۲۰۰۳، او ۲۰۰۴ کې د پاکستان په دويمه درجه لوبو کې لوبې کړي دي او کابو ټولې لوبې به یې هغه مهال بايلودلې.

د يادونې وړ ده چې دا مهال افغان ملي لوبډله په لاهور کې کيمپ کوي او په کوېت کې د آسيايي شورا ايليټ جام ته تياری نيسي.