د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لغمان، لوګر، وردګ او خوست کې په سوونو کوچنيو لوبغاړو ته د کرکټ روزنه ورکړل شوه

کرکټ څانګه 17.03.2010 13:52

په لغمان کې د روزنيز کيمپ ډلييز انځور

د افغان کرکټ د ځوانانو د ملاتړ موسسه چې د ملي لوبډلې لوبغاړی ريس احمدزی یې مشري کوي د هېواد په څلورو ولايتونو کې په سوونو تنکيو لوبغاړو ته د کرکټ روزنه ورکړه.

ريس احمدزي ټول افغان ته وويل چې تر دې مخکې یې هم دا ډول روزنيز کيمپونه ترسره کړي دي خو دا ځل يې په لغمان، لوګر، ميدان وردګ، او خوست ولايتونو کې دوه سوه ځوانو لوبغاړو ته (په هر ولايت کې ۵۰ لوبغاړو ته) د کرکټ د تخنيکونو د يادولو فرصت برابر کړ.

 ريس احمدزی وايي چې په دې روزنيز کيمپ کې ورسره د ملبورن کرکټ کلب او افغان کنکشن موسسې مرسته کړې ده. په کيمپ کې لوبغاړو ته روزنه د ملي لوبډلې لوبغاړو کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان محمد نبي عيسی خېل، دولت احمدزي، احمدشاه احمدي، سميع الله شينواري، سيد محمد، او پخپله ريس احمدزي ورکړه.

 په څلورو واړه ولايتونو کې د کرکټ د روزنيزو کيمپونو تود هرکلی وشو. په لغمان کې کابو ۵ زره او په خوست کې کابو ۱۲ زره هېوادوالو د ملي لوبډلې د غړو هرکلی وکړ او ځوانان یې وهڅول چې د کرکټ په رزونيز کيمپ کې برخه واخلي.

په لوګر کې د یو شمېر مکتبونو ښوونکو هم د کرکټ تخنيکونه ياد کړل او ژمنه یې وکړه چې په ښوونځیو کې به زده کونکي کرکټ کولو ته هڅوي.

د ميدان وردګ والي عبدالحليم فدايي د روزنيز کيمپ څخه د کتنې په مهال په دې ولايت کې د کرکټ د ودې لپاره لس زره ډالر اعلان کړل.

د روزنيز کيمپونو انځوريز رپوټ:


ريس احمدزی ځوانو لوبغاړو ته د فيلډنګ تخنيکونه ښيي.

محمد نبي لوبغاړو ته د کيچ تخنيک ښيي.

احمد شاه احمدي ځوانانو د بيټ د سمې نيونې په اړه معلومات ورکوي.

دولت احمدزی یو تنکي لوبغاړي ته د توپ اچونې تخنيک ورزده کوي.

افغان ځلميان اوس اوس په دې پوهېږي چې کرکټ هنر دی.

د روزنيز کيمپ نور انځورونه د دې ليکنې کيڼې خوا ته کتلای شئ او يا دلته ټک ورکړئ چې د کيمپ ټول انځورونه وګورئ. انځور ته ټک ورکړئ چې غټ شي.