د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مصر كې له 4000كلن اهرام څخه د ملكې تابوت وموندل شو.

لمر مومند 12.03.2010 14:34

مصر: د لرغون پېژندونكو متخصصينو په مصر كې له 4000 كلن زوړ اهرام څخه د يوې ملكې تابوت موندلى دى.

په مصر كې د فرانسوي او مصري لرغون پېژندونكيو په ګډه  د تاريخي لرغونو سيمو په د كيندنې پر مهال د مصر د ملكې 4000كلن لرغونى تابوت موندلى دى.

د لرغون پېژندونكيو د وينا له مخې، تراوسه دا نه ده معلومه چې دا د مصر د كوم فرعون د ملكې تابوت دى؟ خو د تابوت تر موندلو وروسته د نور پرمختګ امكان نه ردوي.

د نوموړې ملكې تابوت له ګرېناېټ كاڼي څخه جوړ دى چې په خورا ښه حالت كې دى.

ياده دې وي چې په 2007م كال كې د نوموړې ملكې نږدې 25 ميټره اوږد اهرام موندل شوى و.