لاهور: دوو ځانمرګي بريدونو 39تنه ووژل
12.03.2010 14:21د لاهور په حساسې سيمې ار. اى بازار كې دوو ځانمرګي بريدونو لږ تر لږه 39 تنه مړه او 95 ټپيان كړل.
ويل كېږي چې په نوموړو بريدونو كې لږ تر لږه 5 امنيتي چارواكي مړه او 15 ټپيان شوي دي. بريدونه غرمه هغه مهال وشول، چې خلك د جمعې د لمانځې لپاره جومات ته روان ول. لومړى بريد د جومات او عيدگاه ترمنځ وشو او دويم بريد د يوې عكاسخانې ترڅنګ وشو.
له بريدونو وروسته په سيمه كې اړى ګړى جوړ شو او خلكو له سيمې څخه په تېښته پيل وكړ.
د رپورټ له مخې د بريدونو ږغ تر ليرې پرتو سيمو پورې اورېدل شوى، چې له لامله يې د نږدې بلډينګونو او كورونو شيشې ماتې شوي او په ديوالونو كې يې درزونو جوړ شوي دي.
بريدونه هغه مهال وشول، چې په سيمه كې د امنيتي چارواكو موټرونه په تېرېدو ول.
په ټپيانو كې زنانه او ماشومان هم شامل دي،د يوې ټپي ماشومې عمر نږدې 6 مياشتې دى، چې مور و پلار يې په بريد كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
امنتي چارواكي وايي چې له سيمې څخه يې يو شكمن كس نيولى دى، چې د تفتيش لپاره نامعلوم ځاى ته لېږدول شوى دى.

